شخص یا کس، آدم او بشر یا پوهیالی او عقلمند انسان؛ شخص د یو چا یا یو څه محرک، مسبب، ممثل او استازی دئ چې فعل هغه ته ربط او اړه لری نسبت ورکوی. فعل د وينا عمده عنصر او جزء دئ. فعل تر ټولو مهم د جملې د معنی اصلي برخه ته ویل کیږی چې یو د ترسره شوي کار یا حالت ښکاره کوي او پیغام لیږدونکی دئ. هر فعل په ټول حالاتو کې، یو ثابت جزء لري چې د فعل اصلي معنی په ځان کې ښیې او د ريښي په نامه ياديږي، د فعل ريښه، حال او ماضي ریښې له بدلون وروسته د نېول شوی زمان، عدد او شخص د ژبپوهنې ځانګړو اصولو په رعایت د تصریف وړ دئ.
لکه: زه ځم ، ته ځې ، دی ځی ، مونږ ځو ، تاسو ځئ ، دوی ځي
شخص : د فعل اړوند اشخاص معلوموي؛ د صرفي افعالو څخه هر یو درې شخص(کس) لري. لکه : لومړی کس(متکلم)، دوهم کس(مخاطب) او دریم کس(غائب) ورته ویل کیږي. د دغو اشخاصو څخه هر یو په مفرد او جمع ویشل شوي. لکه : زه ، ته ، دی/ دا // موږ ، تاسو ، دوی ؛ چې شخصي ضمائر نومول کیږي.
د شخص فعل ګراماتیک (نحو) :
د شخص فعل په هره ژبه کې ډیرمهم او ارزښتناکه فعل دئ. په مختلفو حالاتو کې د هغه کاریدل، همدارنګه د مرستندویه فعل په توګه د ترکیبي فعلي صیغو د جوړولو لپاره لازم او ضرور دئ.
د شخص فعل صرف : د شخص حضور او موجودیت په فعل کې څرګندوی، د شخص مفهوم یعنی دا چې وینا کوونکی فعل خپل ځان ته منسوب کړی یا خپل مخاطب ته یا بل کس ته. لکه : زه یم ؛ ته یې؛ دی دئ / یا / دا ده
د وول مهارت او د وول استعمال
مولد، موجد، خالق پېداګر تحرک اجتماعی
د شخص فعل «وول» اصلي او مرستندویه صرف:

د وول بې قاعدې فعل ګردان (کنجګیشن) په حال، ماضی او مستقبل زمانه کې:
اوسمهال ـ حال
زه یم // ته یې // دی دئ یا دا ده
مونږ یـو // تاسو یاست// دوی دي
تېرمهال ـ ماضی
زه وم // ته وې // دی ؤ یا دا وه
موږ وو؛ تاسو واست ؛ دوی وول
راتلونکی مهال ـ مستقبل
زه به یم ؛ ته به یې ؛ دی / دا به يي
موږ به یو؛ تاسو به یاست ؛ دوی به وي
وای

د شخص فعل «وول» :
وول یعنی شتون،وجود لرل، شته والی ، موجودیت، هستېدل، اوسیدل (د فارسی ژبې : بودن یا هستن): د شخص فعل په پښتو ژبه کې د ګرامر یو اساسی فعل دئ ؛ په ډیر تاسف او درېغه د پښتو ژبې دغه بنسټیز او دټولو افعالو د پیل فعل صرف نيمګړی او له ابهامـه ډک (د پښتوقاموسونو په تحرير کې عدم وضاحت) دئ. تر ډیره حده انګېرل کیږی چې په قصدي ډول د شخص فعل او مصدر تر څنګ تېر شوي. تغافل کونګ، بې پروايي
د وول مصدر :
په پښتو ژبه کې د شخص مصدر وول دئ، مصدر هغه کليمه ده چي د هغه څخه د فعل بېلابېل حالات را وځي. د مصدر په اړه مکمل بحث ‎[د ژب پوهنې په رڼا کې نوې څیړنه د پښتو ژبې پر مصدر کره کتنه] په لاندې لینک کې وګورئ.(۲)
د پښتو ژبې ټولنیز لیکوال او فرهنګیان د وول فعل په حال زمانه کې درېم کس مذکر (دی) چې شخصی ضمیر پيژندل کیږی د فعل صیغې(دئ) پرځای استعمال وي. د ماضی زماني درېم کس مذکره صیغه (ؤ) په غلط او ناسم ډول ( و یا وو) د بڼې په څېر لیکي او په کږه لار روان دي. لکه : احمد د ادارې مشر و// وو ! احمد د سید عبدالرزاق زوی و// وو ! د پشتو ژبې یو مشهور محقق درې واړه حالته(و، وو، ؤ) استعمالوي.
کوم یو صحیح او ولې ضرور دئ؟!
و ـ یو ابجدي حرف دئ، معنی او مفهوم نه افاده کوي؛ عربی لکه ټول سامي خطوط صامت(چپ، خاموش، بې غږه، کانسوننټ) دئ. و د وول مصدر ریښه نده، ځکه: هفه یو بې غږه توری دئ؛ د و علامت (ګرافیم) او غږ (فونیم) نیمواک او خپلغږی حرف دئ. د فعل جزء ندئ. یوازی یو توری دئ.
وو ـ د وول فعل ریښه ده، متکلم جمعه څرګندوی؛ که چیرې مفرد غائب هم په دوه وو ولیکو د متکلم او غائب توپیر څه قسم وکړو؟! د ګرامری قاعدې پر بناء مفرد غائب نښانه (صیغه) باید مفرده صیغه؛ او جمع متکلم پېژند نښه باید د جمع صیغه وي. د صیغو له حکم سره سم تعبیر دا دئ: غائب مفرد مذکر(دی ؤ) او متکلم جمع (مونږ وو).
ؤ ـ : د حمزه [ء](دیاکریتیک یا تشخیص نښه) حامل درې توري(أ؛ ؤ؛ ﺉ) یعنی اوږد (الف)،(واو) او (یا) یوازی د عربي الفبا د خپلو تورو په واسطه ښودل کیږی د لوړ صوت یا غـږ نښې دي. دصوت توری یا مخرج توری ( ژبپوهنه ـ د ستونی، خولې او شونډو څخه متحرک دوه ګوني حرف د وتلو ځای ته ویل کیږي) چې د حمزه توپیر نښې په واسطه ځانته یو جدا او غبرګ غږ لرونکی(واول) چې د واو توری اوږده څپه ده، د شخص فعل صیغه ګڼل کیږی. دغه نښانه (صیغه) چې په تیره زمانه کې دمفرد غائب مذکر په پای کې اضافه کیږی او په زماني مقطعه کې د هغه په معنی کې تصرف او واک اختیاروي.
پښتو ژبې الفبې له عربي څخه اقتباس شوی دئ، عربي ژبه 28 توري لري. علاوه تر دې؛ درې لنډ مصوت (زیر، زبر، پیښ) او درې اوږد مصوت(أإ،ؤ، ئ) او حروفوحرکات یا دوه برابر کول(تقویت) نور ډیر جلا علائم لري. یوناني او لاتین خطوط پنځه مصوت(واول) حروف لري. واو (و) او یا(ي) هم د نیم مصوت په نوم یادیږي، د هجا ابتدایي غږ لکه د انګلیسي w (و) په څیر دئ. یا د جرمني J (ي) تلفظ کیدی شي. د الف د غه لومړنی غږ، خپل صوتی ارزښت نلری. بلکې یوازې د حمزه دپاره حمل کونکی(حامل) دئ. ډیری کلمې د الف(ا) سره پیل کیږی؛ استثنائاً که د کلیمې پیل کې الف په حقیقت کې د اوږد الف په څیر دخپل غږ ارزښت ولری، نو دا هغه څه دئ چې د مـد (~) مرستندویه نښانی سره ستایل او تعریف شوی دئ. په هیڅ صورت الف (ا) د لاتین A سره ورته غږ نلری.
دپښتو ژبې چاپی آثار د حمزه حامل لکه : (أ) یا (ؤ) او (ئ) په خپل مونولوګ یا چاپې آثاروکې لري. لکه:
« پير روښان د پښتنو مشهور مبارز شخصيت ؤ
عسكر له خپل هيواده په تېښتې تورن ؤ
د دوى پوځ خورا زيات بې روحيې اوبې نظمه ؤ
په پخوانيووختونوكې ټول واك يوازې دپاچا په لاس كې ؤ
هغه ډېركلونه په سياست كې بوخت ؤ
شكمن جاسوس د كشف دپوليسوترڅارنې لاندې ؤ»
« اوس به دلته د سرو گلو ښه چمن ؤ ـ ښايسته به له هر چا نه ستا وطن ؤ
دا ډگر به اوس په شنو ونو سمسور ؤ ـ هر سحر به د بلبلو پکښې شور ؤ
وخت د بوټو اېښودلو دباغوان ؤ ـ ښه موسم د جدوجهد د انسان ؤ
يوه ورځ د سيند په غاړه شين سحر ؤ ـ کايناتو کې ښکاره د ژوند اثر ؤ
يوې خواته غر ولاړ ؤ درناوۍ کښې ـ بلې خواته سيند روان ؤ په مستۍ کښې » (۲)

کله د "وول" فعل سړی کاروئ؟
وول د اصلي فعل په توګه ـ مشخصاتو یا هویتونه(هویات) د حالاتو په هکله.
د صفتونو سره په ترکیب کې کاریږي. لکه : ته مهربان یې // دی مغرور دئ // زه ښايسته يم .
د اشیاء یا ژوندی موجوداتو د هویت معلومولو(نوم، قومیت یا ملت، مسلک، ...) لپاره. لکه: هغه احمد شاه دئ // ایوب یو زمری دئ // زه د پښتو ښوونکی یم .
د سن(عمر)، تاریخ (نيټه) او ساعت(وقت) نژدې اشاره : احمد شاه ۲۷ کلن دئ // اوس ساعت ۱۱ دئ // نن ۳۰ د اګست دئ.
د مرستندویه فعل په توګه ـ د کامل تیرې زمانی د جوړولو لپاره: د ټولو حرکي (حرکت کوونکی) افعالو یا هغه چې حالت بدلوي. د مثال په توګه : زه تللی یم
د معاون فعل په توګه -: د غیر فعال(معفول) د جوړولو لپاره: د دویم معفول نوم ( د فعل د چلند سمت، چې د جملې په موضوع کې نومول شوي شخص یا شی لیدل کیږي د عمل لخوا اغیزمن شوی) سره په ترکیب کې. لکه : کتاب لوستل شوی دئ.
دغه نښانه( صیغۀ ) د فعل سره جخت (متصل)، د هغه شخص مشخص کوی او فعل په جمله کې جدا د شخصي ضمیرونو( زه، ته، دی، موږ، تاسو، دوی ) له ملګرتیا څخه بې نیازه (غیر ضروري) کوي.
د شخص (ګرامري ) صیغۀ (یم ، یې ، دئ ، یو ، یاست ، دي ) ؛ دا شپـږ ګونې صیغې د حروفو یوه ډله ده چې د تیرزمان یا حال زمان په پای کې نښلي او د فعل په صرف کې یو مؤثر او اغېزلرونکی عامل دئ.
د شخص فعل ګردان د فعل متصل فاعلی ضمایر منځته راوړي چې د شخصي ضمایرو ضرورت له منځه وړي.
د صیغۀ کردار: په عادی حالت کې د دې پرځای چې زه پرون سینما ته لاړم، ووایو: پرون سینما ته لاړم. ځکه چې م د " لاړم" په پای کې راغلی د فعل شخص (لومړی کس) ښیي.

د پښتو ادبي ژبه :
ژبه په ټولنه کې د اتصال او هویت دنده لري. د ټولنه په چوکاټ کې ژبه د اتصال او هویت دنده لري. ژبنۍ ټولنه، په یو ه ژبه غږېدونکې ټولنه کې ډیر کله د ژبې بیلابیلې بڼې موجود وي. د ژبې مختلف ډولونه په بیلابیلو ټولنیزو ډلو کې خپل اجتماعي شکل غوره کوي. په بیلابیلو سیمو کې د مکاني جلاوالي له کبله د یوې ژبې بیلابیلې لهجی رامنځته کیږي. په یوه ټولنه کې ټولنیز توپیرونه په ژبه کې د معیاري ژبې او محاوره یی ژبې په نامه توپیرونه رامنځته کوي. محاوره یی ژبه د افرادو د شخصي ژوند په چاپیریال کې پکارول کیږي، معیاري( استاندارد) ژبه بیا په رسمي ټولنیز ژوند کې د تفاهم وسیلې په توګه، د سیمه ییز ژوند څخه پورته، د ټولې ټولنې په کچه استعمال لري. ژبه د مختلفو ټولنیزو او کلتوري پدیدو سره ټینګ تړون لري. ژبه په اجتماعي او فرهنګي بدلون کې لوی عامل دئ.
د ژبې مفهوم او ماهیت د یوې مقولې په څیر په متداومه توګه سره پراختیا او پرمختیا مومي، له همدې کبله دئ, چی کوم ثابت او عام قبوله تعریف یې نه دئ موندلئ. په موجوده تعریفونو کې ژبي ته ټول وخت یوازي د یو ځانګړي اړخ څخه نظر اچول شوی دئ.

د فعل بڼه چې د فعل او صفت تر منځ منځنی موقعیت لري؛ منځنۍ کلمه = Partizip II
په پورته فعلي ګردان (تصریف) كې (م – ې- ی) د شخص مفرد حالت او (و ـ ئ ـ ي) د شخص جمع حالت، د حروفو دغه ډله یا شپــږ (۶) ګونې صیغۀ چې د کلیمو په پای کې نصب شوي او د دوی معنی یې تصرف کړی د شخص کمکی فعل وول په مرسته په حال زمانه کې تر سره شویدی. دا شپـږ ګونې صیغۀ د ژبې په ګرامر کې د حروفو په زياتوالي يا کمولو او يا د حرکاتو په تغییر فعل ته ورکول کيږي. او د فعل په صرف کې یو اغیزناک عامل دي.

د "وول" فعل اصلي صرف د شخص حضور په فعل کې بیانوی یا فعل شخص ته منسوب کیږي.

صیغه [بڼه]: (اسم) (ادبي) په ګرامر کې، هغه هیئت او شکل چې د حروفو په زياتوالي يا کمولو او يا پهتغییر د حرکاتو فعل ته ورکول کيږي: جمع صیغـۀ.
په پښتو کې شپږ جلا صیغې باعث او سبب کیږی چې شخصي ضمایر( زه ، ته ، دی ، ...) په عادي حالت کې د فعل سره یوځای ونه کارول شي.
د شخص فعل: په پښتو ژبه کې فعل اشخاص څرګندوي ، دغه څرګندونې د صرفې روستاړو(شاوندی عربي: لاحقه فارسي: پسوند انګرېزي) په واسطه کیږي چې په رېښې پورې نښلي او لومړی ، دویم او درېيم شخص چې متکلم ، مخاطب او غایب هم ورته ویل کیږي، څرګندوي ؛ لکه : زه خورم ، ته خورې ، دی خوری
پسوند: در دستور زبان، حروفی که در آخر بعضی کلمات افزوده می‌شود و در معنی آن‌ها تصرف می‌کند
شناسه نشانهٔ فعل است و همانند نهاد، شخصِ فعل را معین می‌کند. شناسه را نهاد پیوسته هم می‌گویند. شناسه در فارسی به صورت پسوند در پایان فعل جای می‌گیرد.
در فارسی وجود شش شناسه جداگانه باعث می‌شود که ضمیرهای شخصی «من، تو، ...» در حالت عادی همراه با فعل به کار نروند.
پېژندنه : هغه تاړی چې د فعل په ریښه کې اضافه کیږي
پېژند نښه : د فعل یوه برخه ده چې په هره صیغه کې تغییرکوي و په فعل کې د شخص او عدد مفهوم زیاتوي.
فعل د شخصي ضمیرونو له ملګرتیا پرته ( زه، ته، دی، موږ، تاسو، دوي) په جمله کې بې نیازه کوي
شناسه مجموعه‌ای از حروف است که به پایان بن ماضی یا بن مضارع می‌چسبد و عامل تأثیرگذار در صرف فعل است. شناسه‌های َم، ی، َد، یَم، یَد، َند با پیوستن به فعل، شخص آن را مشخص می‌کنند و فعل را از همراهی ضمیرهای شخصی جدای من، تو، او، ما، شما، ایشان در جمله بی‌نیاز‌ می‌کنند.
«وای» ته په پاړسي کي «بودن » وایي . دغه فعل هم د «ول » له مصدر نه ریښه اخلي .
«وای » تر ډېره بريده په التزامي جملو کي او غیري حتمي جملو کي راځي . لکه :
[ارمان چي په کور کي وای . کاشکي ته راغلی وای . زه او ته که په دفتر کي وای؛دی نه سو راتلای . دی چي دلته وای؛ مااو تا به خبري کړي وای .] په اوړون کې ګورو : [ زه وای ؛ ته وای ؛ دی یا دا وای .]=
[من می بودم؛تومی بودی؛اومی بود.] خوشال باباوایي :
که زه نه وای تابه ځان لره بلل څوک + په پالنګ به داهسي در ختل څوک ــــــ رحمان باباوایي :
که په بخت کم بختان نه وای خسته دل څوک + په حضوربه له تاولي بېلېدل څوک
د«ول» مصدر دپاړسي د«استن » دمصدر سره یوشی دئ .
« سته یا شته » دپاړسي ژبي د« هست» سره یوشی دی . دا هم د «ول» له مصدرنه راووځي .
رحمان باباوایي : که څوک لاس له سوده وکاږي زیان نشته + په ملنګ باندي قلنګ اوتاوان نشته خوشال باباوایي :
هوپه داقایل یم کښلي ډېردي لورپه لور شته + خدای ګوکه دحسن سپاره تاغوندي یوسپورشته
بل «شَتهّ » چي دغه په اوږده تاریکه «هـ» ویل کیږي مانا ئې «داراي یاهستي » ده .
«شته »چي په لنډه روښانه «هـ» ویل کیږي مانا ئې«هست » وجود او موجودیت دئ .
لکه چي وایو : [ الله جله جلاله] سته . په پاړسي کي وایي : [خدوند«ج»] هست .
دیوشي دموجودیت پوښتنه چي کیږي ؛وایي :[ دلته کارسته؟] که چیري چا پوښتل یاني د ذي روح پوښتنه ئې کول؛ نو داسي کیږي : [احمد په کوردی ؟] داسي پوښتنه نه کیږي،چي [احمد په کور کي سته؟ دغسي خبري په لهجو کي وي سمه ئې : احمد سته؟] دساري په توګه : [ که دی وي او دا هم وي نو دواړه وي یاني دواړه سته .] وغیر ذي روح ته دغه پوښتنه راتلای سي . لکه : [ انګور په باغ کي سته؟ ] یا [ په هوټل کي ډوډۍ سته؟] څرنګه چي پورته موولېدل د« ول » دکړنځي څخه راوتلي ټوټې چي اصلي ریښې ئې له « ول » څخه راځي په ویلو او اورېدلو کي نه ښکاري . د «ول » مصدر د ټولو کړنځیو په اوړون کي لکه څنګه چي پورته ولیدل سوه راځي . او دغسي دصیغو ترتیب اوجوړول ئې لکه دنورو مصدرونو په شان نه دي . دغه حالت د «ول » دکړنځي ځانګړ توب ښیي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اصلي فعل په څېر: مشخصاتو یا هویتونه(هویات) د حالاتو په هکله.
د مثال په توګه "زه ښوونکی یم."
د مرستندویه فعل په توګه - د کامل جوړښت لپاره: حرکت یا تغییر حالت د ټولو افعالو لپاره
د مثال په توګه "زه لاړم."
د معاون فعل په توګه -: د غیر فعال(معفول) د جوړولو لپاره:
Partizip II (فعل قورم په ګرامر پوری اړوند مفعول نو یا فاعل) په ترکیب کې
د مثال په توګه "کتاب لوستل شوی دئ."
فعل به د اصلي فعل په توګه وي، د معاون فعل په توګه،
د یو فعال فعل په توګه
او د (د موډلیت فعل په توګه) سره په ترکیب کې کارول کیږي.

هغه په مختلفو حالاتو کې همدارنګه د معاون فعل په توګه د مرکب فعلی صیغۀ په تشکیل کې پکاریږي.
(حاصل شوی کلیمې هغه صورت چې د حروفو تقدم او تأخر په اعتبار، حرکات او د هغه سکون. د کلمې هغه صیغه چې د شخص یا د فعل زمانه راښیي) جوړیدو کې تاثير لرونکي لوبوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماخذ :
۱ ـ د«ول» دکړنځي تشریح : پدې لینک کې وګورئ : https://www.nunn.asia/70418/%D8%AF%D9%88%D9%84-%D8%AF%DA%A9%DA%93%D9%86%DA%81%D9%8A-%D8%AA%D8%B4%D8%B1%DB%8C%D8%AD/
دمصدر« سم» ګردان : پدې لینک کې وګورئ : https://www.tolafghan.com/posts/29962
۲ ـ د ژب پوهنې په رڼا کې نوې څیړنه ... د پښتو ژبې پر مصدر کره کتنه : په لاندو پاڼو کې و ګورئ !
https://www.nunn.asia/206524/%D8%AF-%D9%
https://www.afghan-german.
net/upload/Tahlilha_PDF/safi_shir_de_pashtu_zhebi_per_massdar_kare_katena.pdf
https://dawatmedia24.com/?p=152331