د چین متحرکه اقتصادي وده او له افغانستان سره یې د اړیکو نوی باب

لیکوال:ازاد خبریال اندیښمن ځاځی 


چین په اوسنۍ نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی،چې اقتصادي وده یې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده.چين په ۱۹۷۸م کال کې د اصلاحاتو او ورخلاصون ګټوره ستراتیژي پیل کړه، چې په تېرو ۴۶ کلونو کې یې چين له يوه بېوزله او وروسته پاتې هېواده، د نړۍ پر دويم لوی اقتصادي ځواک بدل کړی دی.د چین دغه اقتصادي ودې نه یوازې چین ته ګټوره تمامه شوې، بلکې د سیمې او نړۍ پر اقتصادي وده او پرمختګ یې هم مثبت اغېز کړی دی.څو ورځې مخکې د چین د کمونیست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېیمه عمومي ناسته په بېجینګ کې تر سره شوه.

په دغه ناسته کې چین د اقتصادي ودې لپاره مهمې او د پام وړ پریکړې وشوې چې تر ټولو مهمه یې د ژورو اصلاحاتو راوستل او لوړې سویې ته د ورخلاصون ستراتیژۍ  رسولو په باب وه . د کمربند او لارې ګډې ابادۍ ته به باکيفيته پرمختګ ورکړل شي او څواړخيز نړیوال اقتصادي جوړښت، اقتصادي او سوداګريزې اړيکې به ثابتې وساتي. د یادې عمومي ناستې په راپور کې راغلي چې چین په تېرو لسو کلونو کې د ورخلاصون ګټوره ستراتیژي پلې کړې چې له امله یې د کمربند او لارې ابادي په نړۍ کې د پراخ هرکلي وړ ګرځېدلې ده. چين اوس مهال له ۱۵۰ ډېرو هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره اړوند نوښتي هوکړه ليکونه لري . 

په ۲۰۲۳م کال کې د کمربند او لارې نوښت د چین د نړېوالې سوداګرۍ کچه ۱۹.۵ ټريليونو چینایي يوانو يا ۲.۶۸ ميلياردو امریکايي ډالرو ته رسېدلې وه. دا شمېره د چین په نړېواله سوداګرۍ کې ۲.۸ سلنه پراختیا ښکاره کوي او د چین هېواد د کلنيو صادراتو او وارداتو ۴۶.۶سلنه برخه جوړوي. چین د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره اغېزناک او ګټور ګامونه پورته کړي دي او لا هم هڅه کوي چې د پانګونې د جلب او د سوداګرۍ په برخه کې نورې اسانتیاوې هم را منځ ته کړي. د چین دولتي شورا په تېرو څو کالونو کې د کاروبار او سوداګرۍ د اسانتیا په موخه د ادارۍ منظوریو شاوخوا سل موارده له منځه وړي دي او د پانګونې په برخه کې یې د مرکزي حکومت د منظورۍ واک ۹۰ سلنه راکم کړی دی.

چین په خپل ګاونډ او د نړۍ په کچه د خپلو متحدو هېوادونو سره د خپلې سوداګرۍ ګټورې تجربې شریکوې او په دغو هېوادونو کې د پانګونې له لارې اقتصادي وده او اقتصادي پیاوړتیا را منځ ته کوي،چې د دغو هېوادونو یو هم افغانستان دی. افغانستان یو غرنۍ هېواد دی چې سمندر ته لاره نه لرې او په وچه کې را ګیر دی، د دغه هېواد اکثره وګړي په کرنې او مالدارۍ بوخت دي، خو د سوداګرۍ په برخه کې هم د پام وړ او لرغونی تاریخ لري ، خو له بده مرغه په تېرو څه باندې دریو لسیزو کې یې د کورنیو جګړو له امله سوداګري او اقتصادي وده له ستونزو سره مخ شوې . اوس چې په دغه هېواد کې داسې یو حکومت را منځته شوې ، چې خپل بهرنی سیاست یې اقتصاد محوره متوازن سیاست ټاکلي، نو په دې معنا ده ،چې یاد هېواد د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره په متوازن شکل سوداکریزو اړیکو ته لیواله دی او کوښښ کوي، څو د چین په شان د پیاوړی اقتصاد درلودونکو هېوادونو سره د ښو اړیکو په ټینګولو له دوی سوداکریزې تجربې تر لاسه کړي. 

د چین پیاوړې اقتصادي وده او پر افغانستان یې اغیز 

له چین سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې نږدې دوه زره کاله لرغونتوب لري . باید ووایو د چین د  کمربند او لارې ستراتیژي د افغانستان لپاره ګټور او  ښه فرصت دی چې له چین سره د سوداګزیزو اړیکو د پراختیا پر بنسټ افغانستان خپلې موخې ته چې د اسیا د اتصال د نقطې ایجاد دې ورسیږي. افغانستان یو  ځل بیا غواړي چې د خپل جغرافیایې موقیعت له نظره د اتصال په نقطه بدل شي او د سیمه ایزې او نړېوالې سوداګرۍ په برخه کې داسې یو رول ولري، لکه پخوا چې یې د وریښمو د مشهورې لارې په وخت  کې درلود . افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د سوداګریزو توکو د لیږد را لیږد تر ټولو غوره لاره ګڼل کېږي او چین چې پیاوړی اقتصاد او پراخه سوداګري لري، کولی شي چې د افغانستان له لارې منځنۍ او جنوبي اسیا ته خپله سوداګري لا پراخه کړي. افغانستان دغه ارزښت درک کړی دی او له چین یې غوښتې هم دي چې د کمربند او لارې په سترایژۍ کې افغانستان هم شریک کړي چې چین تر اوسه په دې باب غور کوي.

د چین او افغانستان  ترانزیټي اړیکې او دواړو هېوادونو ته یې ګټې  

په اوسني وخت کې چین ته د افغانسان ترانزیټی موقیعت ډېر مهم دی . دواړو خواوو  د کمربند او لارې په نوښت کې د همکارۍ موافقه کړې ده. په دې سره به د چین لپاره دا ممکنه وي چې په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو لپاره څو میلیونه ډالره پانګونه وکړي. د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژه کې د افغانستان د ګډون له لارې د  کمربند او لارې په پروژه کې د افغانستان د شاملېدو ترڅنګ، د دواړو خواوو ترمنځ هڅې هم روانې دي چې د واخان دهلېز له لارې یوه خپلواکه لاره پرانیزي چې چین له لوېدیځې اسیا او له هغې لارې له اروپا سره ونښلوي.  د دې ترڅنګ د قرغزستان، ازبکستان له لارې د افغانستان او چین تر منځ د اورګاډي د مستقیمې کرښې سربیره نورې پروژې لکه د پنځه ملتونو (ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین) په نوم د اورګاډي پټلۍ هم د اړوندو هیوادونو په لومړیتوبونو کې ده چې کیدای شي، په راتلونکي کې یې د پلي کولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.

د افغانستان سره د کانونو په سکتور کې د چین همکاري 

چین د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته د دې له امله ډېر لیواله دی، چې افغانستان د میسو، ډبرو سکرو، اوسپنې، نیوبیوم، کوبالټ، سرو زرو، مولبډینم، سپینو زرو، المونیم او نورې د پام وړ معدني زېرمې لري . دغه راز افغانستان د تېلو او ګازو د پام وړ زېرمې لري، چې د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د لومړنیو اټکلونو پر بنسټ، د افغانستان د زیرمو ارزښت درې ټریلیون ډالرو پورې اټکل شوی .چین د خپلې اقتصادي او صنعتي ودې لپاره چې معدني سرچینو ته سخته اړتیا لري، افغانستان ته ځانګړې پاملرنه کړې. په دغو کانونو کې د مس عینک د مسو کان او د امو سیند د نفتو حوزې تړون د بېلګې په توګه یادولی شو، دا د دواړو خواوو اغېزناکې د همکارۍ نمونې بلل کېږي. 

د جمهوریت دورې تر پای ته رسېدو وروسته چین نه یوازې دا چې د مس عینک د مسو د کان د استخراج د چارو د پيل ژمنه وکړه بلکې د افغانستان له سرپرست حکومت سره یې نوي تړونونه هم لاسلیک کړل ، چې تر ټولو مهم یې د آمو سیند په حوزه کې کې د نفتو استخراج دی. دغه تړون په مشخص ډول له چينايي شرکت CPEIC سره د راتلونکو دريو کلونو لپاره د ۵۴۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د ۲۵ کلونو لپاره لاسليک شو، همدا راز یوې چینايي کمپنۍله یو افغاني شرکت په ګډه د افغانستان په شمال کې د۳۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک کړی دی.

د راپورونو له مخې اوس مهال د افغانستان د کانونو په وزارت کې شاوخوا ۱۰۰ چینايي شرکتونه ثبت دي، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دي او شاوخوا ۵۰۰چینايي سوداګر افغانستان ته پرکانونو د لوړې پانګونې په موخه راغلي دي. دا ټول موارد د دې ښکارندویي کوي چې چین له افغانستان سره ښو اقتصادي اړیکو غوښتوونکی دی. په ټولیز ډول ویلای شو، هغه فرصتونه چې په افغانستان کې رامنځ ته شوي دي او هغه متقابل ظرفیتونه چې افغانستان او چین یې په اقتصادي لحاظ د یو بل لپاره لري، په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا او ودې لپاره زمینه برابره کړې ده