په زرګونه بوټي شنه ځمکې له تل شي
یو نیم بوټی چې وي ښکلی نوم يي ګل شي
میلیاردونه ستوري ځل وهي لا شپه وي
ورځ شي هله چې د لمر ستوری په ځل شي
فقط لال دی چې په تیږو کې ځلېږي
لال به نه شي هره تیږه که صیقل شي
په زرګونه پېښې راشي ژوند بهیر کې
چې د ژوند بهیر کړي پرې، نوم يي اجل شی
په ګلبڼ کې که ګلان تر شمېره زیات دي
پکې یو نیم وړ د نجونو د اوربل شي
د باران خپاره ډنډوکي بیرته وچ شي
هلته خوړ شي چې یو بله سره ول شي
بېلابېل جلا وګړی، کله قوم دی
قوم شي هله چې د یو بل سره مل شي
وړاندې وروسته، د یو قوم په سیند لاهو شي
چې پیدا په قوم کې څو تنه ارجل شي
چې د وخت سره همګام په لاره نه ځي
په تاریخ کې به هغه قومونه دل شي
که ماڼۍ هر څو شي دنګې تغییر نه دی
تغییر هغه دی چې فکر دې بدل شي
چې يی فکر د افغان له ریښې نه وي
پنجابی دی، یا انګریز دی یا مغل شي
کوم پټ درد چې«مرادزي» سینه کې پروت دی
چې په ژبه کې بیان شي نو غزل شي
د ۲۰۲۴ کال د جون ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی