غزل
               نجیب عامر                             


دعشق د سیپارې څو طالبان زما ملګري
دمیني د جومات څو ملایان زما ملګري
په هرڅه مې لاس بر دی خو تا نه خفه کوم
داستا دکلي واړه ملکان زما ملګري
مشال یې پورته کړی دی په سپینو سپینو لاسو
څو خامه خوله پۍ مخي هلکان زماملګري
داور سره کړي لوبې د الفت اور اورکي دي
مین په رڼا ګانو پتنګان زما ملګري
د ښار د سرو او سپینو واک د بل چا دی منمه
د ښار د زیارتونو ملنګان زما ملګري
یو غږ دی چې تر نیمو شپو بنډار راسره کاندي
انسانه تانه تنګ شومه پیریان زما ملګري
یو ډانګ مې په اوږو دی په شپیلۍ نغمه سرا یم
دا ګډې ، دا بیزې او دا اوښان زما ملګري
لستوڼي کې مې پټ دي د موقعې په انتظاردي
داهم یو حقیقت دی څو ماران زما ملګري
هم دوی سره لوی شوی یم هم دوی غوندې غږېږم
سواتیان او کوټه وال او پېښوریان زما ملګري

جنوري  / 14 / 2010
پېښور