چین نړۍ ته د سوله ایز پرمختګ پیغام ورکوونکي هېواد

لیکوال او شنونکی : ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکی اندیښمن ځاځی 

مقدمه 

 

چین نه یوازې خپله پر سوله ایز پرمختګ باور لري بلکې نړۍ ته هم د سولې او سوکالۍ په فضا کې د پرمختګ پیغام ورکوي. د دغې خبرې ښه ثبوت اورپا ته  د روانېمۍ میاشتې په پنځمه نیټه د چین د دولت د رئیس شي جین پينګ سفر دی. د چین د دولت رئیس شي جین پينګ له تېرو پنځو کالونو را په دې خوا په لومړي ځل اورپا ته سفر کوي او د سفر لومړی تم ځایې یې د فرانسه پلازمینه پاریس وو . نوموړي فرانسې ته له رسېدو سره سم ددغه هېواد له له ولسمشر امانویل مکرون سره ولیدل او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د سیاسي ، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې او له دې سره یې یو ځل بیا پر نړۍ غږ وکړ،چې جګړه د هېوادونو ، نسلونو او اقتصادي پرمختګونو ویچاړوونکې ده، د جګړې پر ځای دې پر سولې تمرکز وکړي او د سولې په فضاد کې دې پر پرمختګ باور ولري.

له پنځو کالو ورسته اورپا ته د چین د دولت رئیس سفر  

چین په دې باور لري ، چې په نړۍ کې ډېرې جګړې  اقتصادي اړخ لري او دا جګړې د ټولو هېوادونو له اقتصادي پیاوړتیا سره ختمېدلی شي. نو په دې توګه تل هڅه کوي، چې نړۍ سوله ایز پرمختګ ته راوبولي او په هغه لارې یې له ځان سره روانه کړې چې له تیرو اویا کالونو چین پرې روان دی، چین په تېرو څو کالونو کې نړۍته د نړیوال امن، نړېوال مدنیت او نړیوال پرمختګ په نوم طرحې وړاندې کړي دي، چې د دغو طرحو په مرسته په نړۍ کې د جګړو خاتمه او د بشريت د هوساینې او پرمختګ له پاره ښه زمینه برابريږي. باید هېر نه کړو چې پورته یادې شوې تګلارې او وړانديزونه د شاوخوا ۱۰۰هېوادونو او نړيوالو سازمانونو لخوا منل شوي او ملاتړ یې شوی دی. اوس چې نړۍ د اوکراین ـ روسیې، د فلسطین او اسراییلو شخړې اندیښمنه کړې ده چین بیا د خپلمسئولیت ادا کولو او نړۍ ته د سولې او امن د پیغام ورکولو لپاره ملا تړلې ده. چین کوښښ کوي چې نړۍ ته ووایي، جګړه ورانوونکې ده ، د جګړې پر ځای دې سالمو اقتصادي رقابتونو ته مخه کړي. د چین د دولت رئیس شي جین پينګ د روان سفر په ترڅ کې د فرانسې له ولسمشرمکرون سره په اوسني عصر کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا تر څنګ د چین او اورپا تر منځ د اړیکو پرپراختیا هم خبرې اترې وکړي. ترې څرګندیږي، چې چین غواړې د فرانسې سره اړیکې لا پراخې کړي او د فرانسې په منځګړتوب نورې اورپا ته هم د خپلو اقتصادي اړیکو لمن پراخه کړي، څو دا اړیکې په سیمه او نړۍ کې موجودو ستونزو او کړکیجونو ته  مناسبې حل لارې د پیدا کېدو لامل شي. 

له چین نه د فرانسې په مټ د اورپایي ټولنې غوښتنې  

له پنځو کالونو وروسته اورپا ته د رئیس شي جین پينګسفر د اورپایي ټولنې په زړه کې  داسې هیلې را ژوندی کړی چې ګوندې په اوسني وخت کې د روانو شخړو او جګړو له پاره تر چین ښه منځګړی هېواد شتون ونه لري ځکه چې چین د تاریخ په اوږدو کې نه پر چا تېری کړی ، نه یې چا ته زیان رسولی او نه یې د سیمې او نړۍ په کچه په کوم کړکیچ کې ځان شامل کړی دی ، نو ځکه خو د فرانسې پلازمینې پاریس ته د چین د دولت د رئیس( شي جین پينګ)  له رسېدو سره سم د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا فون دیرلاین له نوموړي وغوښتل، چې د اوکراین په جګړه کې پر روسیې له خپل نفوذه کار واخلي. د اروپایي کمېسیون مشرې وویل ، له چین سره د اروپا اړیکې خورا پیچلې، خو مهمې دي. نوموړې د چین او فرانسې اړیکو ته کومه اشاره نه ده کړې، خو له غوښتنې یې داسې ښکاري، چې د چین او فرانسې پر اړیکو باوري ده او له همدې کبله غواړي ، د فرانسې په مرسته د اوکراین او روسیې په جګړه کې د چین منځګړتوب تر لاسه کړي او چین دې ته وهڅوي ،څو له روسیې سره د جګړې د ختمولو پر یو میکانیزم خبرې وکړي. 

بلخوا شي جين پينګ فرانسې ته له رسېدو ویلي، چین پوهیږي، چې د اوکراين بحران اروپا او د اورپا خلک زیانمن کړي، که څه هم چین د دغه بحران جوړوونکی او شامل هېواد نه دی خو تل کوښښ کوي دا بحران د سولې او خبرو له لارې هوار شي. رئیس شي ټینګار کړی، چې دواړه خواوې دې د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو مراعات وکړي او ټول هېوادونه دې نورو هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري. نوموړي همدا راز د اسراییلو او فلسطین شخړې ته هم اشاره کړې او غوښتنه یې کړې، چې یاده ستونزه دې هم په بنسټیزه توګه حل شي. د رئیس شي په وینا د یادې شخړې بنسټیز حل دا دی چې فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه ومنل شي.ترې ښکاري، چې چین نه یوازې د روسیې او اوکراین تر منځ د روانې جګړې سوله ایز حل غواړي بلکې په منځنی ختیځ کې د اسراییلو او فلسطین  د نا انډوله جګړې د ختمېدو غوښتونکی هم دی .نوموړي زیاته کړه، چین او فرانسه په دې تړاو  مشترک نظرونه او اندونه لري  او دی به کوښښ وکړي چې د فرانسې په همکارۍ د روسیې او اوکراین د جګړې تر څنګ د فلسطین او اسراییلو شخړې ته هم د حل لاره پیدا کړي او په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګښت لپاره ګډ کار وکړي. 

پایله 

چین نه یوازې دا چې د نړۍ په کچه د پاوړې اقتصاد درلودوونکی دوهم هېواد دی بلکې د پیاوړې پوځ او پیاړو پوځي تجهیزاتو او اټمي وسلو درلودونکی ځواکمن هېواد هم دی، خو له پیله بیا تر اوسه یې د جګړې او کړکیجونو پر ځای پر اقتصادي سالمو رقباتونو او سوله ایز پرمختګ تکیه کړې ده ، چین د همدغې اقتصادې پالیسۍ له مخې په تېرو اویاوو کالونو کې د پام وړ پرمختګ هم کړی دی، خپل ولس او خلک یې له جدي بې وزلۍ را بالسي او خپل صنعت ته یې د پام وړ پرمختګ ورکړی دی. چین اوس مهال دا توان او حق لري، چې نړۍ ته خپل پرمختګونه د مثال په ډول وړاندې کړي او ورته ووایي، که کوم هېوادهوډ ولري، زیار وباسي ، له جګړو ، سیمه ایزو او نړیوالو ناخوالو ځان لرې وساتي ، یوازې پر اقتصادي او سوله ایز پرمختګ باور وکړي، کولای شي د چین په شان پر یو پاوړې اقتصادي هېواد بدل شي.خپل ولس له جدې بې وزلۍ را وباسي ، خپل اقتصاد پیاوړی کړي او خپل صنعت ټولې نړۍ ته ورسوي. ویلی شو، چې له پنځو کالونو ورسته اورپا ته د چین د دولت رئیس شي جین پینګ سفر د چین او اورپا لپاره خورا ډیر ارزښت لري . په داسې حال کې چې اورپا او نړۍ په اوکراین او فلسطین کې پیل شویو کړکیجونو زیانمنه او فکرمنه کړې دا سفر اورپا یو ځل بیا هیله منه کوي، چې ګوندې چین په سیمه او نړۍ کې د یو پیاوړي هېواد په توګه، د دغو شخړو په ختمېدو لپاره د پاموړ کار وکړي. بلخوا چین هم غواړي چې اورپا او بیا ټولنې نړۍ یو ځل بیا دا پیغام ورکړي ، چې د جګړو پر ځای دې د چین په شان اقتصادي تګلارې خپلې کړي د جګړو د تمویل پر ځای دې د بشریت د هوساینې له پاره پانګونه وکړي ، څو  دغه هېوادونه په خپله هم ګټه تر لاسه کړي او هم د بشریت د هوساینې لپاره ګټور ثابت شي.