د مستقيم اشغال د وخت حالت ،مبارزه او وظايف او د اشغال د ختمېدو نه وروسته وضعيت او مسؤليتونه يو د بل سره ډېر توپير لري .
هغه وخت دوښمن معلوم وو (اشغالګران او اجنټان ئې ) ، ادرس يې ښکاره و( نظامي قشلې ، بېسونه او مرکزونه)، هدف واضح و ( د اشغال ختمول ، وطن خپلواک کول ، شر-فساد له منځه وړل او دټولنيز عدالت په بنياد د ژوند کولو د پاره د يوه ديني-ملي نظام استوارول ) او د امتياز، قدر ،عزت او نوم درجه او معيار(په مبارزه کې صداقت او قربانۍ ته چمتووالی او تلوسه ) معين وو . هر مسلمان افغان يوازې دوه انتخابه(شهادت او يا غازي ) لرل .
خو نن مسؤليتونه او وظايف بل شان دي . د دوښمن تشخيص سخت شوئ دئ ، نامرئي دئ. يونيفورمی او فزيکي وجود او ادرس يې نشته او د پېژندنې د پاره ئې هوښيارۍ،بېدارۍ ،معلوماتو،اطلاعاتو او بصيرت ته اړتيا ده .
سياسي خپلواکي حاصله شوې ده، خو اقتصادي ،تخنيکي ،تکنالوژيکي اوثقافتي خپلواکي حاصلول چې په کراتو د سياسي خپلواکۍ نه سخته او ډېر کار،حوصله،ظرفيت او فعاليت غواړي نه ده راغلې. همداشان د شر-فساد سازماني او تشکيلاتي جوړښتونه وران شوي دي ، خو رېښې يې کاملاا نه دي ايستل شوې. د ټولنيز عدالت د پياده کولو د پاره مبارزه تازه زېږېدلې او د خاپوړو په مرحلهکې ده .
بناا اوسنی حالت ،ستونزې ،مسؤليتونه او مکلفيتونه يې نويو تحليلونو،نويو پلانونو، نويو اقداماتو او نويو طرزالعملونو ته اشد ضرورت لري .
نن د هغو شعارونو،ادعاوو،غورو او چيغو(اسلامدوستي،وطندوستي،ملتدوستي، ټولنيز عدالت د پياده کېدو ، د وطن د ابادۍ- رفاه- ترقۍ د راوستلو او په ټولنه کې د فقر د نابودولو) په عمل کې د ثبوت کولو او ازموينې مرحله ده .
نن د دوښمن سره په ټوپک، ټانک،ماين ، استشهاد او کمين د مبارزې او مقابلې وسايل اووسايط زموږ درد نه شي دوا کولئ ،بلکې د قلم ، تعليم ،تعلم ، تخنيک ،تکنالوژي ،کار او خدمت په کولو بايد د دښمن سره مقابله وشي .
سترې ديني-ملي هيلې او ادعاوې پورهکول او د وطن د لويو ستونزو( فقر،بېوزلي،بې روزګاري،بېخبري ، بی علمي، انفعاليتوب ، د نورو نه د خيرات تمه لرل ،بېعدالتي او ...) حل کول يوازې په کار ،ابتکار، کوښښ ،قوي عظم او صادقانه فعاليت صورت نيولئ شي او د اشغال سره د مبارزې د مرحلې نه زياتې قربانۍ،تلاش ،فعاليت او کار ته ضرورت لري، نه بېځايه خبرو ، قدرتي نيشو او وخت ضايع کولو ته .
د سياسي-اقتصادي -ټولنيزو-ثقافتي-امنيتي ستونزو حل کول د ملت او امارت(دولت) دواړو دنده او مسؤليت دئ او يوازې د دواړو (ملت او امارت) يو د بل سره په مشورو، تفاهم ،توافق او ګډ نه ستړي کيدونکي کار کولو سره دا حياتي او درنه وظيفه سرته رسېد لئ او ددې امتحان نه کامياب راوتل ممکن کېدلئ شي .
بناا امارت بايد په ملت کې د مدغم کېدو تمايل او تعامل خپل هدف و ګرزوي .د امارت او ملت ترمنځ ټول خڼډونه ، دېوالونه او موانع بايد ورک شي ،داسې حالت په ټولنهکې راوستل شي چې امارت او ملت يو کالبود او يو روح شي او دا معادله :
امارت = ملت
تحقق پيدا کړي
#دابادۍاوړخدمت ج هاد