دامریکا یانو سیاسی اشتباه ګانې او غلطیانې دکرزی له اماتوری هوس راپیل شوې . دغه بار له همغه وخت کوږ وه او طبیعی خبره ده چې کوږ بار تر مزله ته نه رسیږی چې ونه رسېد. امریکا یانو شل کلن پیچلی ، راکد تور دتباهیو تاریخ ، بمونو اوعام وژنو ککړ کړکېچ راواخیست په اتلسو میاشتو ګوډو او ماتو خبرو اترو کې یې رالنډ کړ اوله هغه اوچته په لاندې کمزو برخو کې نړۍ ته راڅرګند کړ .
الف: القاعده او بی قاعده، داعش ماعش، او نور نامعلوم مجهولې تروریستی ډلې له منځه وړل . خو څنګه؟
ب. دافغانستان خاورې څخه بل هېڅ هېواد پر ضد ګټه و نه اخیستل شی
ج: یوپراخ بنسټه حکومت او اداره رامنځ ته شی چې دټول ولس څخه استازیتوب وکړی
د : بشری حقوق او ازادی ګانې باید خوندی شی
که تاسې دامریکا داټولې تباهۍ کوم چې په دې شلو کلونو کې دجګړې له ناوړه عملیاتو سره مخ ته تللی جالب بحث اوسوچ رامنځ ته کوی .
داڅه ډول پرېکړه چې نه مخ لری او نه څټ!
همدې ډلو ته دامریکا په پیسو او وسلو لارې پرانیتل کیږی په رڼا ورځ دغه نیابتی ، استخباراتی، او جاسوسی دچا دمالی برخو په پټو او ښکاره معاملو تامین کیږی؟ وایی له کلی ووځه خو له نرخه مه وځه! ایا دجګړې اصلی استازی امریکا او پاکستانه نه وه؟ ای اس ای باور درلود چې دوحه به هم په سیاسی او اقتصادی لحاظ داسلام اباد دوه مخی حکومت او ادارې ته دلنګې غوا حیثیت پیداکړی. پاکستان د پاکیج په هلوځلو کې وه. دامریکا سیاسی لوبغاړی زلمی خلیل زاد وه چې هم یې پر مېخ واهه اوهم سندان امر یکا یوکراین کې مصروف شو ه نور په اقتصادی لحاظ په افغانستان کې ورته پاتې کېدل ستونزمن وه. نوځکه په یوه کته او خره پسې ګرځېدل چې دغه بار نور کم کړی چې دا کار یې وکړ ډیر څڅیدلی او بی پلانه یی ډګر پرېښود . امریکا کې داکلیمه ډیره عامه ده چې وایی stupid همدایې وکړ .
وایی کله چې سوی ګام کړً سپی ته ……ورغله همدا لوبه وشوه که ددې څلورو برخو په هکله له امریکا وپوښتل اوس یې هم په طرحه نه پوهیږی چې دوی ولې دغه ډول لوبه له افغان ولس سره وکړه. په اتلسو میاشتو کې دغه ضرب زبانی شکل ونه موند دکابل ، طلباوو او امریکا ضربو ضربت اوضربتما تشخیص نه شول.
ورځ تر بلې د ماشومانو ګواښونو نړی ونیوله هرڅه په یوطرفه واټن واوښتل .
ناکامی ، بدمخی،شرمندګی او فساد خوًهم حد لری .اصلا امریکا یانو دا ټوله لوبه دغه حالت ته راوستله او دافغانستان برخلیک یې له پېچلو ستراتیژیو سره مخ کړ.د افغانستان او امریکا سیاسی ثبات په داډول تګلاری باندې استوار نه وه.پوښتنه داده چې امرکاء او مټکور ډیر زیات خیانت وکړً امریکا باید جدی حساب ور کړی وای
دغه محاسبه ونشوه .
ته تام ویست ته ګوره اوبیا دافغانستان بحران ته.
دطالبانو بېړه دقدرت په خاطر:

امریکا او طالبانو دافغانستان دخلکو
دبرخلیک په هکله ډیره بېړنۍ اوکمزورې تګلاره غوره کړه.دغه هوکړه لیک کې ډیرې برخې لکه حقوقی،ملی، دینی او مدنی مجهولې او نامعلومې دی ددوحې مسئولینو افغان ولس ته دبرخې اخیستلو چانس ور نه کړ معامله ان په حکومت برخه اخیستلو پورې دانډیوالی په مبنا عملی شوله دا دود افغا نستاان کې له بده مرغه ډیر اوږد تاریخ لری چې څوک له چا سره اړیکی لری. دغه نصاب یو اټکلی غیر عملی اوعلمی تګلاره ده چې ضرریې ولس ته ځی.
پاکستان بیا هم ددوحې تړون کې بل سیاست ولوباوه. طالبان باید داومنی چې دولس مشروعیت نه وه اخیستی دلت داقتصادی ستونزو ترازو یوه پله اوبله پله کې دامنیت خبر که بشپړ خونسبی توپیر هم کم وی حا داچې دې دواړو متممو کې ډیز یات توپیر شته. داقتصادی امنیت مخه دامریکایانو څو ملیونو نیولی !
دلته حقیقت اوحق دوه هله لوری دی چې طالبان یې مئول زړه یې خفه کیږی او که خوشالیږی داد ولې حق دی.