غزل
نجیب عامر


یو زړه لرم هغه هم چاودېدو ته دی راغلی
دا وخت لکه ښامار زما خوړو ته دی راغلی
اوه قدمه لرې مشره! پروت یې بې خبر یې
اوم اسمان نه خدای زما لیدو ته دی راغلی
له چانه به ځان ساتې هر پنځم سړی قاتل دی
وضیعت نور په دې ښار کې شرمېدو ته دی راغلی
دانه منم زما په مرګ به ته جنت له درومې
منم چې انسان بیرته ستنېدو ته دی راغلی
خبر نه وم چې غم به مې په زړه ځاله کړي جوړه
ما وی جوړې میلمه دی او څو شپو ته دی راغلی
داحال دی چې سوال ګر هم دروازه کې اواز وکړي
زه وایم عزرائيل سا اخیستو ته دی راغلی
دخدای په خدايۍ کې د استوګنې ځای یې نشته
عامر چې ستاسو چم ته اوسیدو ته دی راغلی

2009/09/17
     پېښور