ترمخ تردې چي دافغانستا تاریخي نومانو ته راسوپریوڅوسکالو(موضوعګانو) باندي رڼااچوو. زموږ په نننۍ نړۍ کي دهېوادونوسیاسي جغرافیه یي نومان پر درې ډوله وېشیلي دي. لکه: جغرافیه يي نوم یاني په دغه څلور ابعادوکي پروت هېواد دغه نوم لري. بل ئې ژبنیز نوم دی. کوم هېوادچي په یوه ژبه خبري کوي په هغه ژبه سره هم هغه ملک یاديږي. درېم ئې نژادي نوم دهېواد دی.
دساري په توګه «کانادا» جغرافیه يي نوم لري یاني په دغه څلورابعادو کي پروت ملک «کانادا» نومیږي او خلک ئې «کانادایان» دي؛ خوژبه ئې انګلیسي اوفرانسوي ده. دبولګي په توګه برازیل جغرافیه نوم لري خلک برازیلیان دي اوپورتَګالي خبري کوي. بله بولګه سویز جغرافیه یي نوم لري خلک ئې سویسیان دي. ژبه ئې فرانسوي، جرمني، اټالوي او یوه بله ژبه. اوتریش جغرافیه ئې نوم لري خلکو ته ئې اوتریشان وایي اوژبه ئې جرمني ده. اودغسي نور.
انګلیستان ژبه ئې انګلیسي ده هېواد ئې هم په دغه ژبه یاديږي او هم خلک ئې انګلیسان نومیږي. انګلیستان ته برتانیه هم وایي خلکوته ئې برتانویان وايي.
فرانسه: خلکوته ئې فرانسویان وایي اوژبه ئې فرانسوي ده دخپل ژبي په نامه یادیږي.
روسیه: خلکو ته ئې روسان وایي اوژبه ئې روسي ده دخپل ژبي په نامه یادیږي.
عربستان: خلکوته ئې عرب وایي اوژبه ئې عربي ده دخپل ژبي په نامه یادیږي.
مغولستان: خلکوته ئې مغل وايي او دوی دخپل نژاد له مخه یادیږي اوپه «خلخایي ((Khalkha خبري کوي.
دغسي هم افغانستان دتاریخ په اوږدو کي چي وګورې راز راز نومان ئې لرل. دهغه تاريخي نومانو څخه درې نامتو(مشهور) نومان یاد وو. لکه: اریانا، خراسان او اوسنی افغانستان.
دګوګل دلیکني له مخه: (افغانستان درقرون وسطي خراسان نام داشت ودرعهد باستاني به نام «اریانا» شهرت داشت. اولین نام کهنی افغانستان در «ریکویدا» که به زبان «سانسکرت» می باشد «اریاورتا»«Arya Verta»
یاد شده است، که معنی جایگاه وچراگاه آریانا است. این نام به زبان اوستايي«آیریانا ویجه»«Aryana Vaeja» می شود. ودرکتب یونانی به صورت آریانا «Aryana» امده است به گفته داکترذبیح الله «صفا» این همان نام که درزبان پهلوي به شکل اِران «ایران» به «یا»مجهول امده و در دوره اسلام با «یا» معلوم خوانده شده. بیشتر مورخان افغان توافق دارند که آریانا «ایران» نام سرزمین افغانستان درعهد باستان بوده است. این نظر نه تنها مخالف اسناد ومدارک تاریخي نیست بلکه برخلاف نظر خاورشناسان غربی وتاریخنگاران نامدار ایراني نیست.)
د دې لیکني نه ښکاري چي څه ناڅه دوه زره کاله ترمخ ترمیلاد دافغانستان نژادي نوم اریانا وو؛ یاني داریایا ټاټوبی.اوخلک ئې آریایي وه.
خراسان یاخورسان د اوسني افغانستان شمالي اومرکزي سیموته ویل کېده. دغه جغرافیه يي حدود اربعه دجنګو اوجګړو له کبله لویده او وړوکې کېده. خراسان ډېره لویه او پراخه تاریخي سیمه وه. ډېرپخوا ترمخ تراسلام داسیمه دلوېدیز څخه دایران دهستان،ګرګان اومازندران ... نه پایل لیږي او دختیز خوائې چین اوهند ته رسي. دحنوب بیا تر شماله د جیحون، کابلستان اوغزني پوري رسېدل ده.
ویکی پدیا: (خراسان سرزمینی است که درغرب از دهستان، گرگان، مازندران، دامغان وشاهرود(کومِش)، دشت کور و کورلوت آغاز می شود ودرشرق تا چین وهند کشیده شده است. ازجنوب تاشمال کرمان، سیستان،غزنی(زابلستان) و کابلستان واز شمال به امودریا«جیحون» و درپس آن سُغد وخوارزم می رسید.)
(وهمچنین ګفته می شود که یفتلی(۴۲۰ تا ۵۶۷م) نیز درهمین سده خودرا «خراسانی خوتای» خوانده اند واین لقب را درمسکوکات خود بکاربرده اند.) ویکی پدیا
مهمي ژبي چي په خراسان کي ویل کېدې. لکه: دري، گویش خراساني، کُرّدي، پښتو، عربي، ترکمني ترکي او داسي نوري ژبي. ویکی پدیا
(مراکیشی ابن بطوط درسفر نامه خود هنگام که به هند سفرکرده بود گوید: همه خارجیان را درهند خراسانی می خواندند.) ویکی پدیا
داخو یوتاریخ دی چي په مقاله کي ئې یوازي لنډه یادونه کېدای سي نور ټول واقعیت به په تاریخونو کي لټه وو.
خراسان داسلام په زمانه کي: تاریخ پوهان په دې عقیده دي چي دحضرت عمربن خطاب په وخت کي په «۶۴۳م» کال د احتف بن قیس په مشرۍ دنیشاپور اوهرات په نیولو سره دساساني سلسله پای ته ورسول. او بل روایت وایي چي په کال «۶۵۰م» دحضرت عثمان بن عفان په خلافت کي دساسانیانو امپراتوري رانسکوره کړه او اسلام ترکابله راورساوه یاني دخراسان سيمه بیا هغه خپل دپخوا نقشه نه لرله. عرب راغله دعربي ژبي زده کړه ډېره سوه عربي دودونه مخ پر زیاتېدوسوه. خراسان په نننۍ سیاسي جغرافیه کي په منځ کي دافغانستان، ترکمنستان او ایران ووېشل سو.
افغانستان: کله چي احمد شابابا په «۱۷۴۷م کي پرتخت کښېناست خپل حکومت اوسلسله ئې سمه کړه نو دغه جغرافیي سیمه چي د ده تر قدرت اوحاکمیت لاندي وه افغانستان وبلله اوخراسان نوم له منځه لاړتاریخ ته وسپارل شو.او په دغه قلم رو کي اوسېدونکو ته ئې افغانان وه ویل.احمدشاه بابا تر«۱۷۷۳م» کاله پوري پرافغانستان پاچاهي کړې.
د ده ټول دفتري کار اوسستم دخراسني دري ژبوافغانانوپه لاس کي وو.او«اوُردو» ئې ټول پښتانه وه.
(بخش نخست: پس ازتاسیس دولت ابدالی توسط احمدشاه دورانی واژه افغانستان بمرور زمان جانشین اسم تاریخي وپر ریشه خراسان شد ومیهن مارا بطوررسمی افغانستان گفتند. فرهنگ ومدنیت خراسان درقلمروفراخ خراسان کبیر«که قلب تپنده آن هماره درافغانستان تپیدن داشت» )...ویکی پدیا
او په اساسي قانون کي د«۱۳۴۳ هـ ل» کال لومړي فصل (دولت) کي داسي راغلي:( دافغانستان ملت ټول هغه افراد دي چه دقانون له حکمه سره سم دافغانستان ددولت تابعیت لري ددې افرادوپه یوه فرد باندي د افغان دکلمې اطلاق کیږي.) دافغانستان آساسي قانون:
ویکی پدیا: (افغانستان بصورت رسمی وبه عنوان نام یک کشور تازه ای میباشد که بخش مهم ازسر زمین اریانا کهن وخراسان بعد ازاسلام درحدود دو وسه قرن اخیر نهاده شده است.)... وبقول میرغلام محمدغبار مؤرخ شهیرکشور«بالاخره اسم افغانی و افغانستان به میان امده وبه مرور از قبیله به قبایل وطوایف انتقال وبه تدریج ازنشیبهای جبال سلیمان به تمام ملت ومملکت خراسان قرون وسطی اطلاق گردید و امروز جانشین آریانا قدیم به شمار می رود.)هم هغه ځای
کلمه افغان دراصل وریشه ی خودرا از زبان پشتو گرفته ودرپارسی روشن نیست.استادحمید اریا
اقای مسعودراحل: اقای «راحل» در رشته فلسفه درالمان تحصیل کرده. مینوسد:(درافغانستان ترادف بین افغان وپشتون نیست ازبین رفته است مفهوم افغان به یک مفهوم شهروندی مبدل شده است وتباریتهای مختلف درین مفهوم شهروندی سهیم هستند. هویت سیاسی وملی من افغانی وبازهم افغان است نه افغانستانی، خراسانی نه تاجیکی ویاچیزی دیگر. من اگربیشتر مشخص بسازم پس میتوانم گفت که من یک افغان دری زبان هستم.
آقای راحل دراصل نام گرای رابیماری جهان سوم میداند.)
میرعنایت: ووجه تسمیه «افغان»] (امروز تمام مؤرخین ازکلمه اوستا«اپگان»گرفته شده که بعدا درپرتوعربی سازی کلمات به «افغان» تغیرکرده است. به بیان روشن ترمؤخذ کلمه افغان درزبان پشتو نه بوده ...)
آقای سیف فاضل: (درباره افغانی وافغانستانی تزیید «ی» نسبتی باکلمه «افغان» یعنی «افغانی» به معنی شی وچیزکه به «افغان»نسبتی داشته باشد.اما نسبت دادن «اشخاص»به کلمه افغان نادرست است. چون لغت افغانی قبلا، اسم خاص وصفت فاعلی دارد.ازپیوند«ی»نسبتی باکلمه«افغانستان» لغت«افغانستانی» به دسته می اید که آن هم به معنا چیز است که به افغانستان نسبت دارد.) داټول د ویکی پدیا نه اخستل سوي.
اینجنیر داؤد اڅک پر۲۱ .۱ .۲۰۲۴م کال کي د اوغان/افغان اوپښتون ترسرزیزه لاندي په ټول افغان ویب پاڼه کي یوه مقاله لیکلې.(امریکایي تاریخ لیکونکې مېرمن(ماري لویس کلیفورد)پخپل کتاب (دافغانستان هېواد اوخلګ ئې) چي مرتضی اسعدي ترجمه کړی دی دعربي مؤریخینوله روایاتو څخه نتیجه اخلي اوپه ۱۴۱ مخ کي لیکي چي (عربو د«اوگان»افغان نوم دچټکو آسونوسپروپه معنی پربیلو قومونو«پښتنو» تاجیک ازبک ...باندي اطلاق کړی دی. تاسو ولیدل یا مولیدلي دي چي د(اوغان، ابگان، اپگان او پوـ کین...) په هکله ډېروکورنیو اوبهرنیو تاریخ لیکونکوبېل بېل نظریات وړاندي کړي دي.)
زماشخصي نظر دادی: (ابگان، اپگان، پوکین اویا اوغان) کلمې چي مؤریخین ئې څرنګه تشریح کوي اوڅرنګې بولي دا دهغودمعلوماتو، استعدادو،علمي پوهي په کچه اوشخصي نظریاتوپه درک پوري اړه لري. زه چي پورته نومونو ته ګورم یوئې لاهم عربي اوپښتوکلمې نه دي عربوله دغه کلمو څخه هغه توري ایستلي کوم چي د دوی په «الپ وبې»کي نه وه. ددهغه تورو پرځای عربي تاریخپوهانو خپل د «الپ وبې» توري لیکلي دي. دساري په توګه: «اپگان» عرب پخپل «الپ وبې» کي نه «پ» لري اونه هم «گ» ددغه توري لکه «اپگان» دوی ته ستونز من ووچي ادای کړي. نو د «پ» پرځای ئې «ف» اود «گ» پرځای ئې «غ» راوړی، چي د«اپگان» څخه «افغان» جوړسوی. عربوته دافغان ویل اسانه سوه. وټول اوسېدونکو ته ئې دخراسان«افغان» ووایه او ځای ته ئې «افغانستان» ووایه. دغه کلمې لکه «افغان» او«افغانستان» په پښتو «الپ وبې»کي نسته. د«ف» توری پښتونه دی. عرب پښتو ته «الباشتو» وایي.
اوبل: پښتانه قومونو اوټبرونه دځانه بیل تقسیمات لري چي په دغه تقسیمات کي نه کلمه د(اوغان، اپگان او افغان سته) پښتانه قامونه یا «زي» دي یا «خیل» لکه (نورزي، بارکزي، اڅکزي،لالازي اونور) او «خیل» لکه: (سلېمان خېل، اوتخېل، اوریاخیل) اونور. هوتک، کاکړ، اندړ،خروټي اونور. داټوله بیا پښې پښې دي نورنومان ورسره راځي. اوپښتانه له ځانه «کودکس» لري «پښتون ولي» چي په دغه ټولو کي د (اوغان/افغان یا اوغو) کلمه نسته. که د یوه پښتانه څخه وپوښتې چي ته په خټه اوغان ئې یا افغان ئې درپوري خاندي ولي چي دا خبره هیڅ دپښتانه په ټبر کي نسته. داچي «افغان» پښتون بولي تعصب لري. په خراسان باستان کي ټول ګډ وه؛ پښتانه وه عرب وه ترک وه کُرد وه دري زبانان وه اونور.پورته د دې یادونه سوې ده. د دري ژبه په خراسان کي ډېره وه اودري زبانان له ډېره وخته په خراسان کي وه. تاجیک ډېرورسته راغلی اودري ژبه ئې خپله کړې. په ننني افغانستان کي تاجیک په سلوکي لس نفوس لري ترډېره بریده په شمالي ولایتوکي مېشته دي. «دَريّ» زبانان دافغانستان په سلوکي اووه لس نفوس لري. چي دوی په کابل، کاپیسا، پروان، مزار، بغلان اوتخار کي مېشت دي. هر«دَريّ» ژبی تاجیک نه دی. هزره ګان دري وایي، هراتایان دري وایي په لغمان اوجلال آباد کي دري ویل کیږي داټوله نه دي تاجیک. دلته منبِـع ته اړتیا هم نسته. دهرافغان سرپه دې خبره خلاس دی. د«کارمل» په وختکي [چي تذکرې ورکول کېدې دپښتونو په تذکرې کي ئې هم تاجیک لیکه.د ډېرو محمدزواواڅک زو دهغه وخت په تذکرې کي ئې چي وګورۍ تاجک لیکلی.] دافغان کلمه پرټولو اوسېدونکوچي په کومه ژبه اوټبرکي دي، چي دافغانستان تابعیت لري بېله استثناء اطلاقیږي. اخځونه: ګوګل ویکي پدیا داینجنیرداؤد «اڅک» مقاله
دافغانستان قانون آساسي«۱۳۴۳»