(---ییل ...)
مینه او قرباني شوله قبوله له هابیل
نفرت او کینه،حسد په برخه د قابیل
شیطان وسوسه وکړه په زړه کې د قابیل
غوره شو د ورور مرګ ورته او دی شولو قاتیل!
غوره کړل الله ؛آدم او نوح او ابراهیم
هم آل د عمران له شا وخوا د رودِ نیل
هن هن انسانیت راغی تر ښاره د بابیل
ډیری رسولان مبعوث کیدل له قوم او خېل
سلیمان،داود ،موسی،عيسی او محمد "ص"
یو د بل خپلوان ول خو تربور شو اسراییل!
دغه ڼني اسرایلیان ډیر کبرجن او مفسدین دي
نور انسانان نه ښکاری بشر دویته کړي قیل
قصه د مکې او ابرهه ورځنې هېره ده
پاک الله تباه کړل لښکرې په ابابیل*
مښوکو کې نیولې د پخې خښتې ټوټې وې
کافران ګمراه شول او ماکول اصحاب د فیل *
څلور مقربې ملایک دي مقړرې
جبرییل،میکاییل،عزراییل اصرافیل !!!!
دین دی د اسلام منظور په نزد د خدای تعالا
صرف قرآن دی قبول ؛ منسوخ شوي بایبیل
زه حمید زړور ساپی به تل دغه دعا کړم
درود پر محمد "ص" او پر امت ې زنجبیل
خدایه! یهودان له دې غرور څخه راکوز کړې
پلسطین دشهیدانو په نصیب کړې سلسبیل
*په کریم قرآن کې د الفیل(الم تر کیف...) سورت ضمني مفهوم
بلجیم د جنورۍ ۲۰/۲۰۲۴=۰۹رجب المرجب ۱۴۴۵=۳۰جدی ۱۴۰۲