هزار مرتبه کابل نکوتر ز دهلی است --- که آن عجوزه عروس هزار داماد است
دا لیکنه چی تر ډیره بریده یوی راټولونی ته پاتی کیږی نزدی شپږ کاله مخکی می د علامه محمد اقبال په اړه کړی وه، ددی لیکنی نه می هدف دا و چی د اقبال په اړه دا نا سم تصور چی هغه د یوه ګاونډی هیواد شاعر، لیکونکی، مفکر،فلسفی او حکیم دی سم کړای شی او لوستونکی په دی پوه شی چی هغه تر دی ډیر ستر انسان و چی یواځی د یوه هیواد په جغرافیه کی خپل شخصیت، لیدلوری او سیاسی فکر خلاصه کړی.
دلته ضروری ګڼم چی یادونه وکړم نوموړی د ۱۸۷۷ زیږدیز کال د نوامبر د میاشتی پر نهمه نیټه د برطانوی هند د سیالکوټ ښار کی د نورمحمد په کور کی وزیږیده او د ۱۹۳۸کال د اپریل د میاشتی په ۲۱ نیته د برطانوی هند د لاهور په ښار کی وفات شو نو لمړی خبره چی باید پری پوه سو داده چی نوموړی ټول ژوند د اوسنی ګاونډی هیواد د جوړیدو نه مخکی بشپړ کړی دی او د برطانوی هند د زبرځواکی پر مهال یی ژوند کړی دی.
اقبال له فکری او عقیدوی پلوه د کوم خاص هیواد اوسیدونکی نه و او نه یی هم فکر او خیال دومره کوچنی و چی په کومه مشخصه جغرافیوی سیمه کی د ځان محصور کړی هغه ستر انسان و او ستر انسانی فکر یی لاره . اقبال د تاریخ جبر په برصغیرکی وزیږاوه او د تاریخ جبر د لاهور ښار کی په ګور کړ هغه لاهور چی استاد خلیلی یی د فراز ، کامیابی او توطن پنوم داسی یادوی :
ز غزنی بود تا لاهور از لاهور تا دهلی
علمهای سپاه من چو شاهین در پر افشانی
دا خاوره او ښار د غزنویانو د خلافت په دایره کی د غزنه او دهلی ترمینڅ د غزنوی حاکمیت او یوغ لاندی یوه سیمه او ښار و.
د هیواد د ډیرو خلکو پاکستان سره تربګنی او ورته د دښمن په سترګو کتل ددی معنی نلری چی مونږ د اقبال سره د پاکستان له امله دښمنی وکړو او یا هم ورته د دښمن په سترګو وګورو. دداسی تصور یو اساسی او عمده دلیل دادی چی ډیری افغانان چی هلته اوسیدلی دی دایی لیدلی دی چی د هغوی د تعلیمی نصاب په کتابونو کی د اقبال انځور د علی جناح سره یوځای چاپ شوی دی او د مصور پاکستان نوم یی ورته لیکلی چی هیڅ کره تاریخی سند نلری، او یا یی هم د دوی اشعار د پاکستانی تلویزیون په پرده لیدلی دی او دا تصور یی غښتلی شوی چی اقبال د پاکستان دی په داسی حال کی چی هغوی د وخت جبر او د وخت د استعماری انګلستان د پلانونو او جغرافیوی ویش له مخی د برصغیر په سیمه کی ژوند وکړ . نور که یو څوک د نوموړی اشعار وګوری نو ورته به جوته شی چی هغوی تر دی ډیر ستر او وسیع فکر درلود چی یواځی د یوی جغرافیی پوری اړه ولری.
ددی ښه مثال به داوی چی مونږ د عربو شیخانو عیاشی نه باید په حرمینو د نیوکی او پر دینی شعایرو دلیل ونیسو ځکه د عرب شیخانو د ژوند طرز او طریقه ددوی شخص اعمال دی او له دینی ارزښتونو سره کوم تړاو نلری همداسی د پاکستان سره دښمنی ددی باعث نشی کیدای چی مونږ ستر تاریخی واقعیتونو ته د نفی په سترګه وګورو، کنه د خوشحال خټک ، حمید ماشوخیل، خان عبدالغفارخان، رحمان بابا او داسی ډیر نور په کوزه پښتونخوا کی زیږدلی دی ستر شوی او هم هلته وفات سوی دی نو آیا دا ددی معنی لری چی مونږ هغوی له خپلو ټبرونو، خیلونو، پرګنو او ورسره د معنوی او ارزښتی اړیکو له لیکو وباسو !
همدا راز د هند سره دسیاسی اړیکو شتون، نه شتون، دوستی یا دښمنی د ستر احمدشاه بابا، ستر محمود غزنوی رحمه الله تعالی عنهما له کړنو، نیکیو، جنګونو او نورو ارزښتی اقداماتو نه نه څه کمولی شی او نه هم ددی لامل کیدای شی چی مونږ له تاریخی واقعیتونو نه سترګی پتی کړو او یایی تغیر کړو .
اقبال د افغان خاوری او ملت په جیو پولیتیک او جیو ستراتیژیک ارزښت تر ډیرو سیاسونو ډیر اګاه او خبیر انسان و او په دی پوهیده چی دا ملت او خاوره د سیمی د ټیکاو ، مشرتابه او زعامت وړتیا لری بلکی دلته د ټیکاو او ثبات نه شتون د ټولی سیمی لپاره خورا ستر خطر او تاوان لری دغه شعر ته یی ستاسی توجه را اړول غواړم چی وایی :
آسیا یک پیکر آب و گل است
ملت افغان در آن پیکر دل است
از فساد او فساد آسیا
در گشاد او گشاد آسیا
اقبال د افغان ملت او د افغان قوم د سیاسی مشرتابه ډیرلیوال او علاقمند و او دا باور یی درلود چی د عثمانی ترکیی تر زوال وروسته دا سیادت او رهبری افغان پاچا شاه امان الله خان ترسره کولایی شی چی د همدی لیکنی په یوه برخه کی به د نومړی هغه اشعار چی د امان الله خان او نادرخان په اړه وییلی دی تاسی سره شریک شی .
هغ تر دی مخکی ځی او د افغان ستر امپراتور احمدشاه بابا پر مزار دغه مرثیه وایی چی :
بر مزار حضرت احمدشاه بابا علیه الرحمه
موسس ملت افغانیه:
تربت آن خسرو روشن ضمیر - از ضمیر ملتی صورت پذیر
گنبد او را حرم داند سپهر - با فروغ از طوف او سیمای مهر
مثل فاتح آن امیر صف شکن - سکه ای زد هم به اقلیم سخن
یا د شعر دا برخه چی وایی :
از دل و دستِ گهرریزی که داشت
سلطنتها برد و بیپروا گذاشت
نکتهسنج و عارف و شمشیرزن
روح پاکش با من آمد در سخن
اقبال رح د پان اسلامیزم ستری مفکوری لاروی و او انسانیت ته خدمت کول یی د ژوند ستر ارمان و، د مسلمان ملت او د خپلو اسلافو د برم او شوکت د بیا راژوندی کولو مخکښ او ددی داعیی ارمانجن انسان و ولی د توکمیزو او سیمه ایزو افکارو متعصبین او په فکری امراضو مبتلا ځنی کسان یواخی اقبال د خپل قومی وړوکی لید پر اساس ګوری او د ژوند د ځنو تیروتنو اړخ ته یی د نیوکی ګوته نیسی ولی د مثبت او نیک فکر خاوندان یی بیا له ستر انسانی او اسلامی فکر او لید لوری الهام اخلی اود تعالی او ترقی دغه ستر انسان ته د درناوی په سترګو ګوری .
د اردو ژبی دا شعر یی چی وایی :
يه راز کسی کو نهی معلوم که مومن - قاری نظر اتا هی حقیقت می هی قران
دا شعر یی د یوه ستر کتاب لپاره یو عنوان دی او اهل علم و فن کولایی شی پر دغه یوه شعر یی کتابونه ولیکی دا شعر همدومره وایی چی د مومن راز همدا دی چی خپله باید یو قران و اوسی معنی یی داده چی د یوه ریښتینی مومن او مسلمان دا ځانګړنه ده چی دده ټول اعمال، کرکترونه او کړه وړه د قران د تعلمیاتو په رڼا کی اوسی او د قران د احکامو د تعمیل یو ګرځنده نمونه وی . یو مومن د صداقت، مهربانی، درناوی. ترحم، عاطفی ،اخلاص، اخلاق، انسان دوستی ، خواخوګی ، مینی او پیرزوینی نمونه او مثال وی
بل ځای داسی وای چی :
همسایه جبریل امین بنده هی خاکی - هی اس کا نشمین نه بخارا نه بدخشان
دلته یی له شعر نه دوه هدفه دی لمړی داچی د سروروکاینات فخر موجودات ستروالی او زعامت وړاندی کړی چی دوی د جبریل همسایه دی او دمره لوړ اوعالی انسان دی چی جوړ له خاوری دی او عظمت او ستر والی یی له فرشتو او ملایکو هم لوړ دی ولی په عجز او خاکساری کی بیا خاکی بنده او د هیڅ کومی سیمی پوری متعلق ندی بلکی د تول انسانیت لپاره خیر او رحمت للعلمین رالیږل شوی دی . دغه خاکی بنده چی په مرتبه او عظمت کی تر ملایکو ستر دی خو د کومی خاصی سیمی او قبیلی لپاره ندی رالیږل شوی بلکی د هغوی منشور او هدف د تول انسانیت فلاح او کامیابی ده .
د هند خوارکی ملا چی د انګلیسی استعمار تر یوغ لاندی معاش خور دی او فکر کوی چی اسلام د څو عبادتونو مجموعه ده دا شعر وییلی دی او همدا شعر یی د سیکولریزم پر مخ ستره څپیړه هم ده :
ملا کو جو هی هند می سجدی کی اجازت - نادان یه سمجهتا هی که اسلام هی ازاد
وایی چی ملا ته په هند کی برطانوی هندی حکومت د لمانځه اجازه ورکړی ده نو دا خوارکی فکر کوی چی اسلام آزاد دی او خلک کولای شی خپل لمونځونه وکړی پداسی حال کی چی اقبال پر دی باور لری چی اسلام د ژوند کولو لپاره یو بشپړ ، کامل او شامل نظام دی چی د ژوند ټول سیاسی ، اقتصادی او اجتماعی ابعاد تر پوښښ لاندی نیسی یعنی اسلام یو بشپړ نظام دی یواځی د څو عباداتو مجموعه نده. اعتقادات، عبادات، اخلاقیات او معاملات ټول د اسلام د مبارک دین ستنی دی او دا ټول مراودات ترتیبوی او تنظیموی !
: اقبال رحمه الله و امیر امان الله خان ته وایی چی
ای امیر کامگار ای شهریار -- نوجوان و مثل پیران پخته کار
چشم تو از پرده گی ها محرم است -- دل میان سینه ات جام جم است
عزم تو پاینده چون کهسار تو -- حزم تو آسان کند دشوار تو
همت تو چون خیال من بلند -- ملت صدپاره را شیرازه بند
نوموړی باور درلود چی د اسلامی امت لپاره تر وروستنی عثمانی امپراتور سلطان عبدالحمید پاشا وروسته شاه امان الله خان ددی وړتیا لری چی د ټول امت زعامت او قیادت پلاس کی واخلی نوموړی په دی اړه خپلی هڅی هم وکړی چی دلته یی له لیکلو ډډه کوم ځکه د لیکنی تر موضوع او بحث بیرن خبره ده.
تا ز صد یـقا ن ا یـن ا مـت شـوی بهـر د ین ســــرمـا یه قـوت شـوی
با د هـمیــــشه به فـــر شـــــهی بــنــده د رگا ه ا مــا ن ا لـــهی
شـا ه شجـا سـت و بـسا لـت پـنا ه ســـا یه حـــق غــا زی ظـــل الله
را یــت ا قــبا ل تـرا بر جبـیـن ا نا فـتحـنا لک فــتــــحاً مبـیـن
ثـبـت لـوا یـت ز قـریـب مجـیـب نـصر مـن ا لله و فــتح قــریــب
ا شـهـب ا یــا م بکا م تـو با د خــطـبه ا ســـلا م بـــنا م تـو با د
د ل که بـتــو بــســته ا میــد ها مــی طـلــبـــد رفــعـت جـا ویـد ها
د یـن نـبی ا ز سـر تـو زنـده با د د ولــت تـو دا ئـم و پا یـنــده با د
زنــد گـی جهــد ا سـت ا ستـحقا ق نیـست جــز به عــلم ا نفــس و آ فـا ق نیــــــست
اقبال لاهوری د افغان سر زمین د اکابرینو معنوی شاګرد، مرید او لاروی و او تر دی ور اخوا چی څوک پری د درباری مداح تهمت پوری کړی دا شعر د ولولی چی د مولانا رومی بلخی علیه رحمه په اړه یی څه ښکلی وییلی دی چی :
باز بـر خـوانـم ز فـیـض پــیـر روم -- د فـتــر سـر بـســتهء ا سـرا ر عـلـوم
جا ن ا و ا ز شـعله هــا ســرما یه دا ر -- مـن فــروغ یک نـفس مثـل شـرا ر
شـمع سـوزا ن تا خـت بر پـروا نه ا م -- با ده شبـخون ریخـت بر پـیما نه ا م
پـــیـر رومی خـا ک را ا کـسیر کـرد -- ا ز غـبا رم جـلوه هـا تعـــمیـر کـرد
اقبال په ۱۹۳۳ زیږدیز کال کی افغانستان ته یو سفر درلود چی په مسافر نومی دیوان کی یی په منظوم ډولل ترسیم کړی چی یواخی د افغانستان ا افغانانو په اړه دی . د همدی سفر په دوران کی اقبال د مغلو د امپراتوری بنسټ ایښودونکی ظهیر الدین محمد بابر مقبری ته ورغی او دا شعر یی په اړه ووایاست چی :
خوشا نصیب که خاک تو آرمید اینجا
که این زمین ز طلسم فرنگ آزاد است
هزار مرتبه کابل نکوتر ز دلی است
که آن عجوزه عروس هزار داماد است
د همدی سفر په ترڅ کی چی ویل کیږی مولانا سید سلیمان ندوی او د سر سید احمدخان لمسی راس مسعود هم ورسره مله وه د افغان حکومت په رسمی بلنه کابل ته د خیبر دری له لاری راغلل وایی چی اقبال د کابل په لیدلو دا ښار د جنت په څیر یوه ټوټه وبلله او د کابل هوای د شام شریف او روم له هوا نه هم خوندوره یاده کړی ده . وایی چی د همدی سفر په ترڅ کی اقبال د افغان واکمن محمد نادرخان سره هم د دلګشا په ماڼی کی ولیدل- وییل کیږی چی د همدی سفر په ترڅ کی د اقبال دا خوب چی د یوه مستقل او خپلواک اسلامی هیواد په امامت کی لمونځ ادا کړی هم ترسره شو او هغه داسی چی د محمد نادر خان سره د لیدلو په بهیر کی د مازیګر د لمانځه اذان وشو او خپله اعلیحضرت محمد نادر خان د لمانځه امامت او اقبال ورپسی اقتدا وکړه – داچی اقبال اعلیحضرت محمد نادرخان ته د یوه ریښتینی او متدین مسلمان مشر په عنوان ډیر درناوی درلود نو د اعلیحضرت محمد نادرخان لاسونه یی ښکل او مچی کړل او داسی یی وویل :
جانم از سوزِ کلامش در گداز
دست او بوسیدم از راه نیاز
د همدی ناستی په پایی کی علامه اقبال و محمد نادرخان ته د ډالی پتوګه د قرانکریم یوه نسخه ورکړه او ورته یی د قران کریم د تعلیماتو او لارښوونو نه د پیروی پر محاسنو او نیکیو مشوری ورکړی چی د اعلیحضرت محمد نادرخان سره دا ناسته د علامه اقبال لپاره ډیره الهام بخښونکی وه او داسی یادونه یی کوی چی :
رازهایی آن قیام و آن سجود
جز ببزم محرمان نتوان کشود
کندهار کی یی چی د خرقه مبارک دیدار حاصل شو نو داسی یی وویل :
سنا است که فاران است؟ یا رب چه مقام است این ؟
هر زره خاک من چشمی است تماشا مست
خرقه آن برزخ لا یبغیان
دیدمش درنکته لی خرقتان
دین او آیین او تفسیر کل
درجبین او خط تقدیر کل
دا شعر یی وار له مخکی هغه چاته بیا هم د رد دلیل دی چی نوموړی د یواځی د پښتون ټبر پر خلکو مین وبولی بلکی نوموړی د علم او عرفان د سرلارو په ارزښت او درناوی ډیر ښه پوهیده او دوی یی خپل معنوی پلاران شمیرل دلته د حضرا ابوالمجد مجدود سنای غزنوی رحم الله په اړه یی په نم جنو سترګو داسی توری وکاږل چی:
ا ی حکـیم غـیــب ا مــا م عا رفا ن -- پـخـته ا ز فـیـض تـو خا م عا رفا ن
آ نـچه د ر پــرده غــیب ا سـت گـوی -- بـو کـه آ ب رفــته با ز ا یــد بجــو
بیا ددی شعر ځواب هم د ابوالمجد مجدود حضرت سنایی له لوری خپله کاږی چی :
باش تا بـیــــنی بــــهار د یگــری -- از بـها ر پاستــــا ن رنگیـنـتری
هــر زما ن تـد بــیر هـا دا رد رقـیـب -- تا نگــیری ا ز بها ر خـود نصیـب
اقبال لاهوری د کابل د ښکلی ښار پر توصیف داسی لیکی چی :
شـهــر کا بل خـــطه جـنـــت نـظــــیـر -- آ ب حیـوا ن ا ز رگ تا کـش بگـیر
چـشم صا ئـب ا ز سـوا د ش ســرمه چـین -- روشن و پا یــنده با د آ ن سـر زمین
د اقبال دا شعر نو بیا هیڅ تشریح او وضاحت ته اړتیا نلری :
سـر زمیـنی کـبک ا و شا هـین مـزا ج -- آ هـوی ا و گـیرد ا ز شـیرا ن خــراج
د ر فـضا یـش جـره با زا ن تـیز چـنگ -- لــرزه بـر تـن ا ز نهـیـب شا ن پـلـنگ
د اقبال مینه یواځی د افغان خاوری او افغان ملت سره یو اړخیزه نه وه بلکی افغان ملت یی پر ژوند او مرګ دواړو د خپلی مینی لورینه کړی ده وایی چی کله علامه اقبال ناروغ و او رنځپوهانو ورته خربوزه او پسته تجویز کړه نو د افغانستان پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له لوری پری دا پیرزوینه وشوه چی دغه افغانی میوی اقبال لاهوری ته ورسیږی اوچی کله نوموړی وفات شو نو بیا هم د افغانستان پاچا د هغوی د درناوی په خاطر د هغوی د مقبری لپاره ډیری ارزښتمنی د لاجوردو تیګی ورولیږلی چی مقبره یی پری مزینه کړای شی .ددغی قیمتی ډبر لیکی یا شناختی پر مخ یی دغه مشهور زمانه شعر لیکل شوی دی :
نه افغانیم و نه ترک و تتاریم
چمن زادیم و از یک شاخساریم
تمیز رنگ و بو بر ما حرام است
که ما پروردهی یک نو بهاریم
په پای کی د اقبال دغه پیغام افغان زلمو ته بسنه کوی او وایی چی:
پـیام ا قـبا ل به جوا نا ن ا فـغا ن
چـون چـراغ لا له سـوزم د ر خـیا با ن شــما
ای جـوا نا ن عــجم جا ن مـن و جا ن شــما
غــوطه هـا زد د ر ضـمیـر زند گی ا ند یشه ا م
تا بد سـت آ ورده ا م ا فـکا ر پـنها ن شــما
مهـرو مه د ید م نگا هـم بـر ترا ز پروین گذ شـت
ریخـــتـم طـرح حـرم د ر کا فـرستا ن( 1 ) شـما
فکـر ر نگـینم کـند نـذ ر تـهی د سـتا ن شــرق
پا رهء لعـلی کــه دا رم ا ز بد خـشا ن شــما
میـرسد مـردی که زنجـیـر غـلا مـا ن بشکــنـد
د یـده ا م ا ز روزن د یـوا ر زنــدا ن شـــــما
حـلقه گـرد مـن زنـید ای پیکرا ن آ ب و گـل
آ تـشی د ر سـیـنه دا رم ا ز نـیا کا ن شـما
باید ووایم چی تر تمهید وروسته ما یواځی د مختلفو مقالو او مستندو ماخذونو نه راټولونه کړی ده هڅه می یواځی داوه چی د اقبال سره د پاکستانی سیاست له درشل ونه کتل شی بلکی نوموړی تر ډیرو هغو کسانو چی اوس د افغان خاوری د ویش باور او اراده لری ډیر غښتلی افغان و او ددی خاوری پر نیکونو یی ویاړ د خپل ویاړلی ژوند یوه برخه ګڼله وایی چی:
حـلقه گـرد مـن زنـید ای پیکرا ن آ ب و گـل -- آ تـشی د ر سـیـنه دا رم ا ز نـیا کا ن شـما
اقبال ته تر دی ورستی شعر نه چی افغان زلمیانو ته یی ډالی کړی بدی ردی وییل جایز نه ګڼم ولی دا منم چی اقبال انسان و او ګناه ، خطا، اشتباه او غلطی به تری شوی وی ولی هغه ستر انسان و او د انسانیت خیر و فلاح یی د ژند هیله وه، اسلامی امت بیا رابیدارول او خپل تیر برم ته رسول یی د ژوند ستر هدف او موښه وه او افغان خاوره یی ددی ټولو ارمانونو ټاټوبی ټاکلی و چی دا زعامت او قیادت ددی خاوری شایسته دی . اروایی ښاده