نجیب عامر

(مسینجر ) مې له ملګرو خالي شوی
ځینې ما نه شي لیدلی
ځینې ما نه پټ پټ ګرځي
داعجبه دنیاګۍ ده
دانو څه انډیوالي ده ؟
ځیني نوي خلک هم شته
غځوي راته لاسونه
بس هم دې ته منتظر دي
چې قبول یې کړم نومونه
خودا زړه مې راته وايي
پخواني یاران دې څه شول
ترۍ تم په کومه خوا شول
چې اوس نوي یاران غواړې
پخواني خو دومره ښه وو
چې کره یې وو نومونه
مخ یې پټ نه و له چا نه
خو دا نوي یاران ګورې
په ټګۍ کې (لمبر ون ) دي
نه یې مخ درته معلوم دی
نه اصلي نوم یې روښان دی
خو بس دا یې لوی ارمان دی
جادويي خولۍ پر سر کړي
جادويي رانجه کړي پورې
چې هویت یې څرګند نه شي
او لګیا وي زوروي دې
هم دا اوس په مسنجر کې
زه شپیته لاسونه وینم
چې زما په لور غځیږي
که دوستي یې کړم قبوله
دبلبل غوندې غږیږي
خو په بد مرض اخته دي
له دروغو نه ځاریږي
له رښتیاوو نه ډاریږي
نو ملګرو خفه نه شئ
زه مونه شم قبلولی
که هر څو په مسینجر کې
دملګرو لوی فقدان دی
خو هم داسې تنهاښه یم
دې دوستۍ کې مې تاوان دی

 2009 ،جولايي 28
          پېښور