افغان چارواکي، سياست پوهان، اقتصاد پوهان، سوداګر، د مهاجرو د حقوقو فعالان او... ، له کلونو، کلونو راهسې دا خبرې کوي، چې له افغان کډوالو، ترانزيت او سوداګرۍ څخه د افغانستان ګاونډيان د افغان حکومتونو په وړاندې د فشار د وسيلې په توګه کار اخلي او په دې توګه سياسي او اقتصادي ګټې پورته کوي او د دغې مسئلې او کشالې د بنيادي حل او هواري له پاره د افغان حکومتونو لاس له تيږې لاندې بولي.

پوښتنه دا ده، چې آيا رښتيا هم په ټوله کې افغانان او په ځانګړې توګه افغان حکومتونه بې وسه او ناتوانه دي او که د تدبير ځواک او ظرفيت نه لري؟

زما په اند په مونږ افغانانو هغه ټوکه شوې، چې وايي: کوم ماشوم له چرګ څخه وېرېده، د ماشوم دغې وېرې د هغه د کورنۍ غړي اندېښمن کړي ول، يو پوه مشوره ورکړه، چې يو چرګ د دغه ماشوم په مخکې حلال کړئ، سپين يې کړئ، پوخ يې کړئ، په خپله يې هم وخورئ او په ماشوم يې هم وخورئ، نو له دې سره به د ماشوم وېره له منځه لاړه شي، خو کله چې هغوی دغه کار وکړو، نو ماشوم په لوښي کې له پاخه کړي چرګ څخه هم وېرېده.

مونږ او زمونږ حکومتونه هم د افغان کډوالو له راستنېدو څخه همداسې وېره لرو، سره له دې چې دغه راستنېدنه که پخوا نه وه، نو په اوس وخت کې د پاخه شوي چرګ په څېر ګټوره او خوندوره ده؛ ايران او پاکستان د افغان کډوالو په وسيله خپلې دښتې په باغونو او ښارونو بدلې کړې، مونږ ولې له خپلو خلکو څخه د خپل هېواد لپاره ورته ګټه نه شو پورته کولی؟.

همدارنګه ايران او پاکستان د افغان کډوالو په نوم له نړيوالو مرسته کوونکو او خيريه بنسټونو څخه دا څلور لسيزې دومره مرستې ترلاسه کوي، چې يو پرې اټمي هېواد شو او بل يې له امريکا او اروپا سره اوږه جنګوي، مونږ ولې د يوې لنډې مودې له پاره د خپلو کډوالو خېټې مړولی نه شو؟.

وجه دا ده، چې مونږ د خپل هېواد د آزادۍ له پاره سرونه قربانوو، خو له ابادۍ او پرمختګ سره يې مينه نه لرو، په خپلو خلکو د حاکميت له پاره پلان جوړولی شو، خو د خپلو خلکو د خدمت له پاره پلان نه شو جوړولی، که د کډوالۍ او مهاجرت مسئله په خپل ځای پرېږدو او د مسافرت په هکله فکر وکړو، دا اوس چې زمونږ ځوانان د کار په بهانه کومو هېوادونو ته ډله ډله روان دي، دغه هېوادونه له پيل څخه جوړ او د کار زمينه په کې برابره وه او که اتباعوو يې د مينې په اساس د ابادۍ پلانونه جوړ کړل او خپلې مټې يې راونغاړلې او خپل هېوادونه يې جوړ او د کار زمينه يې په کې برابره کړه؟

څرګنده خبره ده، چې هر اباد او پرمختللی هېواد د خپلو خلکو په زيار او زحمت اباد شوی او پرمختللی دی، که په اسماني رحمت وي، نو له کفارو، خو مونږ مسلمانان ډېر حقدار يو، که په طبيعي منابعو وي، نو زمونږ هېواد خو هم بې شماره زېرمې لري، خو خبره داسې نه ده، اساسي خبره؛ لکه مخکې مې چې وويل د هېواد له ابادۍ او پرمختګ سره د هېوادوالو د زړه له تله مينه ده.
خبره را ځنې اوږده او بلې خواته لاړه، راځو اصلې موضوع ته، چې په اوس وخت کې د افغان کډوالو راستنېدل ستونزه او کشاله ده، که له ستونزو او کشالو څخه د راوتلو يو ښه فرصت دی؟

ګورئ! که موجوده اداره بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د قوشتېپې د کانال په دواړو خواوو دښتو کې د استوګنې او کرنې لپاره ځمکې [چې په هر شرط وي] ورکړي، نو زه باور لرم، چې د شپږو مياشتو يا يو کال په موده کې به له يو پلوه دغه دښتې په ښارونو، باغونو او زراعتي ځمکو بدلې شي او له بل پلوه به د ګاونډيانو د فشارونو ريښه له بېخه ووځي، هېواد به مو په ځان د بسيا کېدو په لور چټک ګامونه واخلي او د اړمنتيا ستونزه به مو له منځه لاړه شي او که داسې و نه کړو، نو د شاعر په وينا:
تر هغې به دې وطن کې ډز و ډوز وي
چې پلرونه يې دلې زامن يې کوز وي
درنښت
شهزاده شيرين زوی
۱۴۰۲/۸/۴ل