هغو درنو ځوانانو سره د زړه خواله چې فیسبوک کاوري

څرګنده خبره ده چې تکنالوژي؛ په تېره بیا درسنیو، میډیا او ټولنیزنیټورک دبیلابیلو پړاوونو په ترڅ کې بشپړتیا موندلې او د انسانانو د پېژندنې، د نویو افکارو دخپرولو، د پوهې او علمیت په پراختیا، کلتوری ودې، یوبل سره پوهاوی او دې ته ورته مسایلو کی یې ارزښت اوچت دی. دا له هغه وخته چې د ګوتمبرګ له خوا د چاپ ماشین اختراع شو، بیا تر رادیو، تلویزیون، مطبعی او دا دی اوس فیسبوک، اکس، واتساپ، وایبر او نور ډیر ذرایع.
د لیک او نشر لپاره زموږ معمول وسایل قلم، بیا د ټایپ ساده پخوانی ماشین و، اوس دا دی کمپوتر لرو او د دغو وسایلو په ذریعه اخبار، مجلو او فیسبوک او ویبسایتونو کې هررازلیکنې خپروو. یووخت به د اخبار مخ دومره مهم و چې د وزیرانو ویناوې به پکې ډیرې لږ خپریدې. د تجارتی اعلاناتو د نوشتی اندازه د عکس سایز او دا چې کومه پاڼه کې ځو ځله نشریږي، د اجورې جلا لایحه لرله. راډیو کی پنځه دقیقې وخت خپل ارزښت درلود. له نن څخه پنځوس شپیته کاله مخکې د پاچا او ولسمشرویناوې په ندرت خيرېدې. د مجلو هرې پاڼې خپل ارزښت درلود. موږ به چې د سودا کاغذي پاکټ څخه بوره یا چای تش کړ،پاکټ به مو پرانیست هغه به مو څوڅو ځله لوست، لاره یا بل ځای به که د اخبار کومه ټوټه وه، و به مو لوست، بیا به مو په درناوي ددیوال درز کې ایښود. هغه لیکنې ډیرې سنجیده، درنې، ادبی، د پند او عبرت، خوږې او روزونکې وې. له بده مرغه د لیکنو د وسایلو زیاتیدو، داسې وضعیت راوست چې هر چا چې توري(ا، ب، ج، ....) وپېژندل، پرته داملا او انشا له رعایت، توري سره نښلوي او یوڅه اوتې بوتې لیکي. په دې سره د لیک اهمیت خاورو سره برابرشو . یو مثال یې فیسبوک دی. له بده مرغه یو شمیر پښتانه ځوانان هغه څه پکې اچوي چې سړی له شرمه پرزمکه ننباسی. البته موږ ډیرې علمی، درنې، ارزښتمنې او روزونکی – معلوماتی لیکنې هم پکې وینو، لکه: د درنو لیکوالو: ل.یاد صاحب، کاڼي صاحب، خالدی صاحب، د ابدالی په قلم د سیستانی صاحب د لیکنو ژباړې،د فضل الرحمن ابراهیمی مسلکی معلومات، د شفیع الله تاند لنډې لیکنې، د ا. معارج، یوسف هیواددوست، همت مل او ډیرو نورو درنو لیکوالو لیکنې.
ویبسایتونه لکه تاند، افغان جرمن آنلاین، اریانا افغانستان انلاین، آزاد افغانستان، دعوت میدیا، نن. آسیا، ټول افغان ...هم خپل تکړه لیکوال لری. فیسبوک کې د درنو شاعرانو شعرونه هم ښکلی دي. د ښاغلی اسد دانش، انجنیر کلیوال، ډاکتر ستانکزی او یوسفزی د زړه خوالې او لنډ بحثونه او تبصرې او یو شمیر خبرتیایی لیکنې هم اوچت ارزښت لري، خو متاسفانه ځینې نورې لیکنې چې املا او انشا یې هم سمه نه وي، محتوایې پوچه، الفاظ ستُغ او سخیف، محتوا مبتذله او پیغام بې مقصده وي، سړی ډېر خواشینی کوي، خو دعالی فکر لرونکو او ارزښتمنو لیکنو په لوستلو ډېر خوشحاله کیږم او فخر کوم.
دا سمه ده چې فیسبوک کې هر فعال ځوان د طب ډاکتر ندی چې خلکو ته طبی مسایل ووایي، نه هم هریو انجنیر او د ساینس ماهر دی، مګر دوی کولای شی، د خپلو سیمو غوره دود- دستور، د مشرانو تجربې، د مړي ـ ژوندي مراسم، لنډۍ اومتلونه، میلمه پالنه، محلی لوبې، د سیمی مهم پیداوار او دهغو صحی او اقتصادی ګټې، د ولسونو نوښتونه لکه د اوبو بندونه جووړول او شاړو زمکو ته د اوبو سیخول، میلې او د سیل او ساعتیری ځایونه، مرکې ـجرګې او ډیر نورمسایل ولیکی. هیله ده ځوانان خپل ډېر وخت هم په فیسبوک ونه لګوي او نه ځان ورباندې معتاد کړي، دا ځکه چې هر تکنالوژی د مثبت اړخ ترڅنګ منفی اړخونه هم لري.
هیله ده درانه ځوانان یو ځل بیا فکروکړي او فیسبوک کې هغه څه ولیکي چې ټولنیز، سیاسی، علمی، اخلاقی، روغتیایي، اطلاعاتی(خبرتیایی) او تاریخی ارزښت ولري. فکر مو وي چې ځینې کسان په یو شمیر کلتوری مجلسونو، فرهنګي اوټولنیزو ناستوکې ضعیفې او سپکې ـ له ادب څخه لرې لیکنې د پیغور او ناسمو بیلګو په توکه زموږ مخې ته راکاږي، دا سې وخت کې شیبې راباندې ډیرې اوږدې شي. موږ به څنګه د منورو، وطنپالو، حساسو، ویښو او د نن ورځې د ځلانده افکارو لرونکو ځوانانو مثالونه ومومو؟