په نړۍ کې دا څو ورځې ډېرې خونړۍ تېرېږي ، په تېره بيا د منځني ختيځ کې؛ په منځني ختيځ کې د فلسطين او اسرايلو تر منځ په جګړه کې په ميليونونو ملکي وګړي په غزه کې محاصره دي، په زرګونو ملکي وګړي او هغه خلک چې له وسلوالو ډلو سره هيڅ ارتباط نه لري په نښه شوي، وژل کېږي او په لسګونو زره ټپيان شوي دي، له ناروغانو او ټپيانو ډک روغتونونه بمبارشول، په ميليونونو نور ښځې، ماشومان او سپین ږيري له کوره بې کوره او د سيمې پرېښودلو ته اړ شول، دا چې جنګي اصول او مقررات وايي چې به جګړه کې بايد ملکي سيمې، روغتونونه ، ښوونځي، د ملکي کسان د کار روزګار ځايونه او هغه ځایونه چې خورا جدي خطر متوجه نه وي بايد بمبار او په نښه نشي او نه هم په دغو سيمو کې پوځي عمليات وشي. او تر ډېره دا ډنډوره ، اصول او مقررات د لويديځ هېوادونو اروپا او امريکا چې ځانونه د بشري حقونو او ا نساني حقونو علمبرداران ګڼي ډنډوره کېږي او د دوی لخوا تاکيد ورباندې کېږي خو نن سبا چې په غزه کې ملکي ځايونه ، ود انۍ، ماشومان او په روغتونونو کې ټپيان او ناروغان ،ماشومان او مېرمنې د اسرايلي ځواکونو لخوا په ړندو بمباريو کې په نښه کېږي ، وژل کېږي ،ټپيان کېږي او همدارنګه په ملکي وګړو خواړه، اوبه او برېښنا بند دي، ټول لويديځ امريکا او اروپا پټه خوله ده او د منځني ختيځ شېخان د اسرايلو له ډاره سپڼ نشي کولای . نه دلته د ملکي وګړو د وژنې ، نه د قتل عام او نه هم د ملکي تاسيساتو د نړېدلو خبره مطرح کېږي او نه د بشري حقونو د پايمال کېدلو خبره کېږي او نه هم دې بشري ناورين ته د بشري ناورين په سترګه کتل کېږي.

ځکه په عمومي ډول هغه څه چې لويديځ یې کوي ، د امريکا او اروپا خوښه وي او د دوی د ملاتړو هېوادونو لخوا ترسره کېږي هغه سم ، په تول برابر او د بشري حقونو څخه سرغړونه نه ده او که بل هر څوک چې د ددې هېوادونو خلاف وي ان که نظامي ځايونه هدف کړي هغه د اصول خلاف کار وي او د بشري حقونو څخه سرغړونه شمېرل کېږي او د دوی مطبوعات یې چې په دنيا کې د (برين واش) وظيفه ترسره کوي له شرقه تر غربه ډنډوره کوي، په دې مانا چې په نننۍ نړۍ کې د اروپا او امریکا لپاره بشري حقونه، انساني ارزښتونه، د ملکي خلکو وژل، ملکي تاسيسات ورانول يوازې يوه حربه ده يوازې يو شعار دی يانې دا چې که ددې هېوادونو سياسي ،اقتصادي او نظامي مخالف هر هېواد هر سم کار وکړي د بدي او د انساني ارزښتو خلاف يو پرتوګ ورته جوړوي او که د دوی طرفدار وې هر بد او غيرانساني کار دې د نړيوالو اصول برابر، منطقي او د بشري حقونو څخه سرغړونه نه ګڼل کېږي بلکې د( ځاني دفاع ) پوښ ور اغوستل کېږي.

او همدا لويديځ هېوادونه اروپا او امريکا بيا د بيان د ازادي او له اوسپنې څخه د سرو زرو د جوړولو لپاره ډنډورې لري چې هغه ددې هېوادونو رسنۍ او مطبوعات دي، هغوی دا کار او ذمه واري لري چې د دوی ټولو ناکردو او غير انساني کارونو ته د بشري حقونو جامه وراغوندي او بيا یې په نړۍ کې د پروپاګنډې په ډول په خلکو د ميډيا له لارې ومني.

د اروپا او امريکا نظامي او استخباراتي دکتورين يوازې په دې هڅه کې دي چې دوی او د دوی طرفدار هېوادونه څه ډول خپل سياسي او اقتصادي مخالف هېوادونه مات کړي ، دوی ته نه د بشري حقونو خبره مهمه ده او نه هم د ملکي وګړو او ملکي زيربناوو د وراندېدلو خبره همدا اوس سي آی اې د روسیې اوکراین په جګړه کې په ملکي هدفونو، په ملکي زیربنا باندې بریدونه همغږي کوي چې نظامي برخې سره هیڅ تړاو نلري، ترڅو د لویدیځ دفاعي صنعت بډایه کړي. ناټو او امريکا د اوکراین د خلکو څخه د ملاتړ په نامه هرې ناکردې او ناروا ته مخه کوي او ددې لپاره چې روسيه له پښو وغورځوي اوکراین ته وسلې ورکوي، لويديځوال پوځيافسران اوکرایني پوځي پرسونل روزي، لويديځ څارګر د اوکراين د وسله والو ځواکونو د پوځي عملياتو تاکتيکونه همغږي کوي. او په نهایت کې لویدیځ د اوکراین قوماندې ته استخباراتي معلومات شریک او چمتو کوي. مګر د سي آی اې لخوا چمتو شوي معلومات په ډیری قضیو کې د ملکي خلکو په وژنه تمامېږي. د جګړې له ميدان څخه په سلګونو داسې کېسې شته چې څومره ملکي سيمې په نښه شوې او څه ډول په مستقيم او غير مستقيم ډول ناټو، امريکا او کاناډا غواړي د اوکراين جګړه وغځېږي او دوی خپل نظامي ، سیاسي او اقتصادي منافعو او موخو ته ورسېږي، دوی اوږد واټنه توغندي اوکراين ته ورکړل چې د اوکراين پوځ به یې وکاروي او د روسيې په دننه کې به ملکي سيمې به نښه کړي لکه چې څو ورځې مخکې مو په رسنيو کې ولوستل چې افغان خبريال (خبير عاکفي) دده مېرمن، خواښې ، خسر او کوچنۍ لورکۍ په ډېر بې رحمانه ډول د اوکرايني ډرون الوتکو په داسې حال کې ښکار شول چې په خپل کور کې ناست وو او له جګړې په سلګونو کیلومتره لرې مېشت وو، دوی نه له جګړې سره کار درلود او نه هم په جګړه کې ښکېل وو خو دا په ملکي تاسیساتو د ناټو او لويديځ د حملو يو مثال دی په سلګونو نورې داسې قضيې شته چې دا خلک پکې ملوث دي تر څو د مقابل جانب غوسه راوپاروي او عکس العمل ته یې مجبور کړي او بيا یې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په نامه يې په نړۍ کې ډونډوره کړي.

دا ټول دا ثابتوي چې لویدیځ د نورو شیانو تر څنګ د اوکراين د جګړې په اوږدولو کې مرسته کوي. نظامي لابي ورته کوي. د وسلو پېر و پلور او په اوږد راتلونکي کې ددې سيمې ناامنه کول يې اصلي موخې دي او په ورته وخت کې، دوی د ملکي تلفاتو په کيسه کې هم نه دي. او نه هم غربي رسنۍ او نه هم د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې غربي مدني فعالان او د انساني حقونو ډنډورچيان په دې اړه خبرې کوي.

په هر حال د ملکي وګړو په نښه کول، په ملکي تاسيساتو بمباري کول، د روغتونونو ، ښوونځيو او نور عام المنفعه تاسيساتو په نښه کول او په زور سره د ملکي وګړو له خپلو سيمو بې ځايه کول ، شړل او مهاجرت ته مجبورول او د ټول وژنې وسلې کارول او ړندې بمباري کول او په ملکي وګړو د خوړو ، اوبو او برېښنا قطع کول د بشري او انساني حقونو بلکل ښکاره او جوته سرغړونه ده په هيڅ ائين ، دين، او هيڅ کلتور کې دا ډول کړنې د توجيه وړ نه دي او بايد چې ټول د انساني حقونو ملاتړي ملتونه ، ټولنې او سازمانونه یې پر خلاف غږ پورته کړي او د مستقلو او انسان دوسته ملتونو او هېوادونو چوپه خوله پاتې کېدل پرې ددې لپاره چې امريکا او اروپا د خپګان لامل به شي يو بزدلانه او ډارن عمل دی او لرې نه دی چې دوی به هم په نږدې او يا لرې راتلونکې کې د ورته عمل ښکار کېږي.