زرپاڼه !

زرپاڼې ته بیا هم دوستانو برېښنا لیکونه رالیږلي دي،دوی نه مننه کوو او کورودانی ورته وایو .یودوست چې د نغمې د ټیلي فون لمبر یا برېښنالیک یې مونږ نه غوښتی ورته باید ووایو چې اول خو داچې نه یې لرو اوکه ویې هم لرو هیڅ کله به یې درنه کړو،ځکه اخر مسوولیت هم څه شی دی .نغمه دافغانستان د هنر پیزندل شوې ستورې ده او هغه باید په ارامه فضا کې خپل هنری کار ته ادامه ورکړي نه دا چې وخت بې وخته ټیلیفون کوونکو څخه پرېشانه شي .امان زوی صیب لیکنه دې ورکه شوې نه وه ،ستا لیکنه به څنګه ورکیږي دوږمې کلیوال یې ، هغه هم دلوګر دمیروال ده .هیله لرم په راتلونکې کې به هم راسره اړیکې ټینګې ساتې .او حاجی محمد صیب که د زرپاڼې ویب لاګ پاڼې واړوې د مور او پلار لپاره لیکل شوي ډېر مواد به پکې ووینې .او هوډ صیب د ستاینې نه دې مننه ، زرپاڼه ستاسي خپله پاڼه ده .هیله ده ددې په ښایسته کولو کې به راسره تل پالۍ .

دسیف الرحمان وردګ برېښنالیک :

اسلام علیکم
د زربانی تولو کارکوونکو ته سلامونه وراندی کوم
زموز د نغمی د ایمیل ادرس او یا د تیلیفون شمیره به کار ده که جیری به دی ادرس باندی راولیزی دیره مهربانی به مو وی.
 
دحاجي محمد انډیوال برېښنا لیک :

ګرانو دوستانو ښاغلو اوآغلوشاعرانو سلام !
زه پخپله شاعرنه يم خو ښه شعرمي ډيرخوښيږي ، آن تردې چې ځيني شعرونه چې كله لولم نو دبدن ويښان مي څك ودريږي. له تاسو نه هيله كوم چې دمور، پلار اوهيواد په هكله خپلي شاعري ته زور وركړئ .
په درنښت

د امان زوی برېښنالیک :

ګرانه د (زرپاڼه) ويب بلاګ خاوند او چلوونكيه!
د برياوو په هيله مو يم.
ما د وږمه سبا په يوو شعر( مه كوه قسم باور مې نه راځي) باندې يوه وړه ليكنه كړې وه، خو نه پوهيږم چې هغه د شعر لاندې د تبصرو پر ځای كې ولې رانغله او چيرې وركه شوه، اويا دا كه تاسې نشر ته پرې نه ښوده؟ په هر حال له لوى رب نه مو سرلوړې غواړم.
امانزوى له لوګره،

دعبدالله هوډ ساپي برېښنا لیک :

ډېر وروسته او ډېر عجېبه زرپاڼه کاش دمخه [خبر]واې هوبس همدومره چي ډېره ښکلې بريښنا پاڼه [دعامراوسبا]دلازياتوپنځونو په هېله هوډساپی کونړ ځلا ایف ایم .