چکر            

 د درې کلنې سېلۍ کورنۍ دپېښور دارباب روډپه کوڅه کې اوسېده . سېلۍ په کورکې ترځانه یوه وړه خورسلګۍ او ترهغې وړوکی ورور  اباسین  هم درلود .
اباسین دشپږو میاشتو په شاوخواکې و ، سېلۍ دموراوپلار په شان سره اوسپینه نه وه ،هغه ډېره ښکلې او غنم رنګې وه ، خوسلګۍ بیا دپلاراومورغوندې سپینکۍ ښکلې اوپیته ، خواباسین نه دسلګۍ په شان سپین اونه هم دسېلۍ پشان غنم رنګی و ، هغه ددواړو خویندوپه منځ کې جوړ رنګ  درلوده . خوتر دواړو خویندو شوخ،بیداره او ښکلی  و.
سېلۍ له مور او سلګۍ دپلار سره ډېره مینه کوله . سېلۍ تل دامحسوسوله چې مورورته تل تر سلګۍ ډېر ایس کریم  ورکوي  ، اوترسلګۍ کمې څپیړې ورکوي .
خوپه سلګۍ مورتل ډېرې غوصې کوي ، اوتل یې  په کټ  په زوره ویده کوي .سیلۍ په دې هم خوشحاله وه چې  کله یې سهار  پلار له کوره دښوونځی په لوري رهي شي دتلویزون د رېموټ واک بیا ټوله ورځ ددې په لاس کې وي ،او هغه تر ماښامه  دبابوجی ( مسټر بین ) چینل ګوري . هغې ته دمستر بین فلمونوډېر خوند ورکاوه .
پلار یې( استاد غفور) په دووښوونځیوکې ښوونکی و،هغه به دوه وخته معلمی کوله ،هغه به  په سپین سهار له کوره ووت اوپه تیاره  ماښام کې به دکورپه دروازه له خپل زوړ بایسکل سره راننوت .
 استاد غفور به دماښام  د ډوډۍ نه پس لومړی خبری چینل ونیوه او خبرونه به یې کتل . خودپلار دې کار اودې چینل سېلۍ ته خوند نه ورکاوه . دخبرونوله کتلووروسته به هغه له خپل بیک نه دزد کوونکو دکورني کار کتابچې راواخیستې او نمبرې به یې ورکولې . کله ،کله به سېلۍ هم دپلار نه قلم واخیست او غوښتل به یې چې دپلار په شان په کتابچوکې توري وباسي، خودمور په څپیړه اودپلار په غوصه باندې به یې قلم بیرته دکوټې په غولي ګذارکړ .
سېلۍ ته نه وریادیده چې  دهغې مور دی هم، دپلارپه شان له کوره کومه ورځ وتلې وي .سېلۍ به ټوله ورځ دخپل کور په وړې حویلۍاو دووکوټوکې له خپلې وړې خورسره لوبې کولې ، ټوله ورځ به یې له شلو وارو نه هم ډېره وړه سلګۍ په څپیړه وهله .....
دسېلۍ ډېره خوشحالي به هله وه چې موربه یې دکورپه دروازه کې دکوڅې له مخې نه درېړۍ  والا څخه تازه ترکاري اخیسته . هغې به چې دریړۍ په سر سره رومیان ، شنه بادرنګ ، وړې ،وړې بینډۍ ، خړ خړالوګان ،  او پاڼې پاڼې  شنه دڼیا  ولیدله،  نو زړه  به یې غوښتل چې ددې ښکلو شنو بوټو په منځ  کې کېني اوله رېړۍ والا ماما سره،  د( ارباب روډ )  په ټولو کوڅو کې وګرځی اوخپل زړه خوشحاله کړي .
دسېلۍ داخوښي به کله ناکله  وه ، ولې چې پلار به یې تل دپېښور له سبزي منډۍ نه په ارزانه ترکاري راوړله . سیلۍ ته دپلار زوړ سایکل هم  ډیر خوند ورکاوه ، چې کله به یې پلار ماښام کورته راغی اودکور په برنډه کې به یې خپل سایکل ودرولو ، نو سېلۍ به له سلګۍ سره ورغله  اودسایکل دوهمه عرابه چې له ځمکې نه لږ څه په هوا به ولاړه وه ،په لاسونو څرخوله . اوکله چې به یې مور پرې برابره شوه ، نودواړوته به یې یوه یوه څپیړه ور کوله  او په غوسه به یې ورته ویل :
-  پنچر به یې کړئ،  په ځان به یې وغورځوئ ، خوږبه شئ، بلا مو ووهه .
سیلۍ ته به هغه ورځې هم وریادېدې چې مور به یې د کور خواته نږدې کلینک ته تله او اباسین لالا ته به ډاکټر ستنې وهلې . خو اوس یې مور هم کلینک ته ډېر وخت کیږي چې نه ده ورغلې . بله ورځ یې مور دهغې پلار ته وویل :
- سړیه ! ماشومان سم په کور کې تنګ شوي ، لږ مو د ماښام خواته د کور نه د باندې په چکر بوځه .زړه مې دې وړو ماشومانو ته خپه کیږي چې ناروغ نه شي سره .
دسیلۍ پلار ورته په ځواب کې وویل :
- زه پوهیږم ، عقل لرم خو ته نه ګورې چې څه حال دی .هرې خواته مرګونه دي .
دسیلۍ مور له غصې نه تکه سره شوه او ورغبرګه یې کړه :
- ځه بابا !مرګ خو شته که نن وي او که سبا، پوره یو کال وشو چې له کوره نه یم وتلې .کابل ته مو هم نه بیايې، پلمې کوې چې دلارې کرایه نه لرې او دلته  موهم دچا کره نه بوځې  .له هرې خوا را باندې قیامت راغلی .
هغې ځان له میړه نه مرور کړ خوداچې په سړي باندې یې ښځه تر هر څه ډېره ګرانه وه نو له خندا نه ورته شین شو اوورته یې وویل :
- ښه ده دکورملکې ! ته  مه مرورېږه ! سبا ته چې مې  معاش واخیست  نو  ماښام ته ماشومانو ته نوې جامې واچوه ، بیا به ( ارمي ستادیوم ) ته په چکر لاړ شو .خو په یوه شرط چې په کورکې یو څه خواړه برابر کړه، ولې چې هلته  هرڅه دپلار او مور په بیه خرڅیږي .
دماښام سره سم سیلۍ خپل سور اوسپین رنګی کمیس واغوسته، هغه پوهېده چې ( تی تیت ) ته روانه ده .هغې پوره خبرې نه شوای کولی .سلګۍ ته یې هم مور جامې ورواچولې ، لالا هم جامې واغوستې او مور یې هم په مخ پوډراو سرخي ووهل .اوس نو سیلۍ پوره مطمینه شوه چې مور یې هم ورسره یو ځای تی تیت ته روانه ده . دارمي ستادیوم ښکلو څراغونو ،لوی زرغون چمن ، لویې څرخکۍ چې خلک پکې ناست وو او څرخ یې پکې خوړ او.زانګو ګانو چې ماشومان پکې زنګېدل ، دسیلۍ او سلګۍ نه  زړه وړی و .پلار یې ورته یو ښکلی پلاستیکي توپ هم واخیست اودواړو خوایندو په چمن کې توپ بازي شروع کړه .ددوی نه لږ څه وړاندې  یوه بله کورنۍ هم په چمن کې ناسته وه ، داسې ښکارېدل چې هغوی هم کډوال وو. دسیلۍ په شانې هغوی هم یوه وړه لور درلوده .وړې نجلۍ ګلابي رنګه کمیس اغوستی و . هغه د سیلۍ خواته راغله او له دوی سره یې په لوبو پیل وکړ .بیا به یې دلوبوپه منځ کې دخپلې مورخواته منډه کړه . وړه نجلۍ دسیلۍ ډېره خوښه شوې وه .خوسیلۍ نه شو کولای چې له هغې نه دهغې نوم وپوښتي .
سیلۍ او سلګۍ دواړودې وړې نجلۍ سره په چمن کې منډې رامنډې وهلې ، مور او پلار یې په چمن کې خوا په خوا سره ناست وو .اباسین لالا یې مور په غیږ کې نیولی و او لوباوه یې .سیلۍ ته ارمي ستادیوم ډېر ښکلی شکارېده ، دهغې زړه غوښتل چې د تل لپاره دلته پاتې شي او ولوبیږي .
له یوه څه ځنډ څخه وروسته سیلۍ او سلګۍ په لوبو مړې شوې ، دمور خواته ورغلې . دمور هغې راوړې غوټې ته یې اشاره وکړه او په وړه ژبه یې وویل :
- ماما ! مم ..... پاپا .....
مور یې وویل :
- ښه ده .......
دغوټي سر یې خلاص کړ او ډوډۍ یې د وړوکي دسترخوان دپاسه کېښوده .په سپین قاب کې یې ورېژې او په بل قاب کې یې چپس، میده شوي بادرنګ، سره کړې غوښه  کېښودل . داوبو یخ بوتل یې هم را وویستو .هغوی په ډېره مینه په ډوډۍ کېناستل . ښځې سړي ته مخ ورواړاوه اوپه ډکه خوله یې ورته وویل :
- ګوره نن به ډوډۍ ډېره مزه درکړي ،څنګه ښایسته هوا ده .ټوله دنیا په څراغونواو په خلکو باندې ښایسته ده .
دسیلۍ پلار ورته په ځواب کې وویل :
- ښه ده ښځې ! که خدای کول میاشت کې به مو یووارې دلته په چکرراولم .خو په دې شرط چې کابل ته دپلار کره دمیاشتې څو کرته په تیلیفون پیسې خرابې نه کړې .
دسړي ددې خبرې سره سم دواړه په خندا شول .  دهغوی خولې لا له خندا څخه نه وې راټولې چې ناببره یو غرز شو .دغرز سره سم تپه تیاره شوه . ټول چمن چغو نعرو په سر واخیست .سیلۍ اوس څه نه لیدل چې مور یې ، لالا ، سلګۍ او پلار یې چیرې دي .یوازې چا له لاسه ټینګه ونیوله او زغلوله یې .له ډېرو منډو وروسته د سرک دغاړې د څراغونو د رڼایي لاندې یې ولیدل چې پلار یې ترلاسه نیولې او مور یې لالا او سلګۍ په غیږ کې نیولي له دوی نه مخکې  په سرک منډې وهي .
کله چې کور ته ورسېدل مور یې اول لالا دکوټې په غولې واچاوه .په لاسونو پښو او ټول بدن باندې یې لاس تېر کړ، بیا ځمکې ته ټیټه شوه او هغه یې ښکل کړه .بیا یې سیلۍ ترلاسه ونیوله ،ښه یې سر تر پایه ورته وکتل ،تاو راتاو یې کړه او پر مخ یې ښکل کړه .کله چې سلګۍ ته ورنږدې شوه ، دسلګۍ سترګې پټې وې .مور یې  چغه کړه نو پلار یې هم وارخطا شواوسلګۍ یې په زوره وخوروله .نو هغې ناڅاپه په ژړا پیل وکړ .په هم دې وخت کې پلار یې مور ته وویل :
- ظالمې مه یې خوروه ، رکه روغه ده ،خوب ورځي .
په هم دې وخت کې سیلۍ کتل چې پلار یې هم ژړل او هم خندل .په ژړغوني غږ یې وویل :
- دادې هم چکر ....... دخدای فضل شو ،بلا وه برکت یې نه و .....
شېبه وروسته یې مور په اشپزخانه کې ناسته وه او ددوی دپاره یې په کړاهي کې نور چپس پخول .پلار یې تلویزون روښانه کړی واودخبرونوچینل یې کتلو او توبې یې ویستلې .


2009 ،جولايي 23
         پېښور