د فلسطین په اړه د خلکو دا استدلال او منطق چی اعراب دومره میلیونه دی او اسراییل دومره خلک دی که اعراب ورپسی چک چکی هم وکړی نو به اسراییل تر منځنی ختیځ ورک کړی زما په نظر ډیرفرسوده ، تاریخ تیری او بی منطقه استدلال دی.
راځی ددی لپاره لږ د فلسطین دینی او تاریخی شالید وګورو چی : آیا ټول انبیا علیهم الصلوات والسلام چی پر دی خاوری تیر شوی دی او ددی خاوری د تقدس او تبرک لامل دی یواځی د اعرابو پیغمبران دی او که د عجو پیغمبران هم دی؟
آیا قران یواځی د عربو لپاره مقدم اومقدس دی که دا تقدم او تقدس یی د عجمو لپاره هم دی ؟
آیا بیت المقدس یواځی د عربو مسلمانانو لمړنی قبله ده او که پردی تقدس نور مسلمانان هم ایمان او باور لری؟
آیا سرورکاینات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیم وسلم یواځی د اعرابو لارښود او قدوه دی که د عجمو قومونو لپاره هم رحمت، قدوه او لارښود دی ؟
آیا معجز الهی کلام یواځی د اعرابو د لارښونی او هدایت منبع او سرچشمه ده که د عجمو انسانانو او مسلمانانو لپاره هم د لارښونی او هدایت وسیله ده ؟
آیا حضرت عیسی مسیح د فلسطینی عربانو، مسیحیانو او دغلته د نورو میشتو خلکو پیغمبر او مقدس انسان و که د عجمو مسلمانانو لپاره برابر او مساوی تقدس لری ؟
آیا بیت المقدس او شاو خوا سیمه د عربو مسلمانانو لپاره حایز اهمیت ده او که عجم مسلمانان هم ددی اهمیت او تقدس پیرو دی ؟
که ددی ټولو سوالونو ځوب یو او برابر وی چی دا هرڅه د عربو او عجمو مسلمانانولپاره برابر او یو شان مقدس، مهم ، پاک ، سپیڅلی، غښتلی، او ښاغلی دی نو پورته پوچ او بی ځایه استدلال پخپله نفی کوی چی د بیت المقدس لپاره د یواځی عربان مټی راونغاړی .
که څوک د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر دی قول چی ټول مسلمانان د یو تن اوجسم پشان دی او ددی تن او جسم هره برخه چی په درد وی نوری برخی په کرار نه پاتی کیږی او په درد او الم به اخته وی نو بیا ټول مسلمان امت یو جسم وجان دی او ددی جسم و جان هره برخه د هر ډول تکلیف په وړاندی برابره خوږیژی.
د پښتو ژبی دا متل چی اوبه په ډانګ نه بیلیږی د همدی حدیث د مفهوم افاده ده چی خپل وجود څوک په ټوټو نشی تقسیمولای .
دا خبره چی ولی عرب قومونه او پرګنی سره اختلافات لری او یو ندی سمه ده بلکی دا ګیله او شکایت د هر مسلمان حق دی خو دا حق ددی معنی نلری چی مونږ د د عربو د بی اتفاقی له امله دینی شعایر او تعلیمات منتفی کړو او د دینی تعلیماتو منافی پروپاګند وکړو او یو امت د عربو او عجمو بیا پر نورو نومونو او ژبو وویشو .
ایا پر دی مو غور او فکر کړی دی چی ولی د اسراییلو ملاتړ ته امریکا ، انګلستان، جرمنی، فرانسه او ایتالیا سم د لاسه سینه او ټټر وهی او د ملاتړ ناری پورته کوی ؟
دوی ولی دا کار کوی ؟
که پورتنی دا استدلال چی ( عرب دا مسولیت لری چی بیت المقدس وساتی او دوی پخپل منځی اتفاق مکلف دی ) مدار اعتبار و نیسو او سم یی وګڼو نو د پوښتنه لازمی باید ځواب شی چی امریکا او نورو متحدین یی کوم دینی، مذهبی، سیاسی، جغرافیوی منطق او دلیل لری چی د اسراییلو ملاتړ ته د راشی ، دا د کوم معیار او منطق په اساس؟
زما په اند امریکا او متحدین یی د ارزښتونو د ملاتړ لپاره د اسرایلو نه د ملاتړ میدان ته راځی اود جنګ اعلان کوی دا ارزښتونه ددوی لپاره د دوی دینی، مذهبی ، تاریخی ، معنوی ، او د ګډ دښمن ارزښتونه دی او داګډ مخالف او دښمن یواځی او یواځی همدا اسلامی امت دی تر دی بل هیڅ کوم اساسی دلیل نشته چی دوی د د دومره لری جغرافیی نه د یوه وړوکی هیواد ملاتړ ته مټی را بډ وهی .
بیا هم دا خبره د تامل او تاثر خبره ده چی ای کاش نزدی پرتو عربو قومونو او دولتونو داسی سیاسی مشرتابه درلود چی د خپل امت د مشترکو ارزښتونو لپاره یی فکر درلود او دا یی خپله دنده ګڼلی وایی چی د مظلوم ترخوا ودریږیږ
که دا یی هم نشوای کولای نو لاقل دایی منلی وایی چی دا مظلوم فلسطینیان پر حقه ندی او له دوی یی لاس اخستی وایی نو بیا به هم ستونزه دومره پیچلی نه وایی او فلسطینیان یی بشپړ یواځی پری ایښی وایی.
داچی د اسلامی هیوادونو د کنفرانس په غونډو او نور ناستو کی د بیت المقدس موضوع د مجلس د اجنډآ سرټکی وی او دخپلو ایمانی اجنډآو برخه یی ګڼی ولی خو د ریښتینی اړتیا پر وخت پری چپه خوله وی او د ملاتړ نه یی خودر را در کوچه ای حسن چپ میزند !
په هر صورت د ټولو شته ستونزو سره سره هیڅ داسی دلیل او منطق د منلو ندی چی د بیت المقدس موضوع د یواځی پر عربانو پوری وتړل شی بلکی هره موضوع چی د امت لپاره په هر هیواد کی راپیدا کیږی د ټول مسلمان امت اصولی دنده او مکلفیت دی چی باید پوښتنه یی وشی.
داچی نن اسلامی نړی پر ټوټو ویشل شوی ده او مغرض افراد او کړی د تمسخر په عنوان د اسلامی امت ترمینځ د سرحدونود شتون او نه شتون موضوع د بحث او ساعت تیری برخه ګرځوی د همدی عالی دینی اصل د نه رعایت خبره ده چی مونږ ځآنونه خپله سره ویشلی دی او هم دښمن سره ویشلی یو او نه مو پریږدی چی سره یو شو او په همداسی د شک و تردید په تیوریګانو مو مصروف ساتی چی د یو بل د غم او خوشحالی نه لری اوسوږ
ولی په عین وخت کی بیا د همدغو کرکجنو نظریاتو او تیوریوسر لاری او همدغه ضعیف الایمان عناصر بیا د اروپای اتحادیی د غړو هیوادونو پر داسی سرحدونو ولاړ انځورونه باسی چی دوه هیوادونه یواځی د یوه ځمکنی خط پر مټ سره بیل شوی وی او یوه میز ته ناست دوه لوری په دوه مختلفو هیوادونو کی ناست وی چی دا اتحاد او اتفاق هلته ممکن دی نو دلته ولی ممکن او د تعمیل وړ ندی !
ددی یواځنی دلیل د همدغسی ضعیف الایمانه عوامو او د همدغسی ضعیف الایمانه خواصو شتون دی چی مونږ یی سره بیل کړی یو او د یو بل د خوښی او غم نه یی لری ساتلی یو کنه دا امت یو دی او پیړی پیړی یی په یوه ستر قلمرو کی د ابراهیمی ادیانو د پیروانو په ګډون یی د نورو ادیانو لارویان هم د ځان سره لرل او په پوره مینه او سوکالی یی سره د ګډ ژوند چاری مخته وړی ولی د زعامت او مشرتابه واګی د همدی مسلمان امت پر لاس کی وی .
نن هم که مونږ د دغه شته قومی او ملتی تعصباتو نه راووځو او د یو امت په عنوان فکر وکړو او د خپل مشرتابه په تعین کی د اسلامی اصولو پیروی وکړو لری نده چی زمونږ لوری ته د څوک کږی سترګی راواړوی او یا د راسره د مساوی او برابری پر اصولو سیاسی ، اقتصادی او ټولنیز معاملات حل و فصل نکړی .
دلته دوه اساسی ستونزی چی مونږ یی د امت پر عنوان نه مراعت کوو دادی چی یو د قران ددی ایت پر مصداق چی لم تقولون مالا تفعلون څه چی وایو عمل پری نه کوو بل داچی دینی تعلمیات مو یواخی د اعتقاداتو او عباداتو تر بریده دی پرنورو دینی تعلمیاتو چی معاملات او اخلاقیات دی هیر کړی دی
بله داچی مونږ د خپل سیاسی مشرتابه په تعین کی خاموش او غلی پاتی کیږو او هیڅ رول نه ادا کوو همدا ضعیف الایمانه مشرتابه بیا د ټول امت پر سر معاملی کوی او پر داسی غمیزو مو اخته کوی چی نسلونه نسلونه یی بیا قیمت ادا کوی .
زه په زغرده دا ویلی شم چی هغه کسان چی د اسلامی امت په درد درمند نه وی پر خپل ایمان د له سره غور وکړی – څوک چی د انسانیت پر درد او تکلیف د درد او تکلیف احساس ونکړی پر خپل انسانیت د وویریږی او څوک چی د نړی په هر ګوټ کی د مظلوم او دردمند سره د درد احساس ونلری نو پر دی باید و پوهیږی انسانیت ورنه کډه کړیده .
فلسطینیان پرته له دی چی مسلمانان وی بیا هم دا حق لری چی لکه د نړی د نورو انسانانو په څیر د آزادی، خپلواکی او د خپل راتلونکی د ټاکلو حق ولری او هغه تش په نامه او دروغجن د ولسواکی غږ پورته کونکی خلک باید ددوی لپاره غږ پورته کړی که د حق لپاره غږ نشی پورته والی نو فکر کوم د انسانیت او تعقل لار داده چی خاموشی د اختیار کړی .
دا باید تول په یاد ولرو چی تول هغه انسانان چی د حق لپاره یی قربانی ورکړیده او د ظالم پر وړاندی ودریدلی دی او هغه کسان چی د ظالم پر وړاندی د ودریدلو نه ددی پخاطر چی ګواګی مړه به شی په ګډه او یوه هدیره کی سره خښ دی نو مرګ حق دی ولی د مظلوم سره همغږی او ودریدل یوه انسانی او دینی وجیبه ده او ټول انسانیت منونکی او خوښونکی پرګنی باید د حق پر خوا ودریږی ترڅو د ظالم لاس د مظلوم د ګریوان نه رالنډ کړی کنه د ظالم پر وړاندی چپ پاتی کیدونکی هم د ظالم د ظلم سره مرسته کونکی او د ظالم سره د جرم کډونوال بلل کیږی.
د یوی داسی پر امنه نړی په هیله چی فلسطینیان پکی خپلواکه هیواد ولری.