دمغلو پاچاهی وه د جلال الدین محمد اکبرد امپراطوری په وخت کښې په اوسنی پښتونستان کښی د یوسف زایو اوپه مټه خیلو قبیلوکښې د یوسف زیو د قبیلی مشرحسن خان او د مټه خیلود قبیلی مشر طاووس خان دواړو ماشومان نه درلوده یوه ورځ یو ملنګ راغی دوی هریوه ته یی څوڅودانی کجوری( خرما) نظرانه کړل د الله ج په فضل د دواړو مشرانو بی بی یانی امیدواری شولی د حسن خان په کورکښې هلک چې نوم یی ادم خان ؤ او د طاووس خان په کور کښې ښکلی لور پیدا شوه چې نوم دُرخانۍ کیښود له مودو وروسته حسن خان او طاووس خان ماشومان د قرانکریم او د سواد د زده کړی لپاره جومات ته ولیګل په ورځو کی یوه ورځ وه د ادم خان ملا اواستاد په مسئله کی بند راغی ادم خان یی د مټه خیلو کلی ته ولیګه او د هغه ځای د سپین جومات ملا څخه یی د مسئلی حل پوښتنه وکړه کله چې ادم خان هلته ورسید د جومات په لارکښې یی یوه ښکلی پری شکله ولیده چې هیڅ کله یی داسی ښکلی انجنلی نه وه لیدلی دا انجلی دُرخانی وه چې له جومات څخه کورته روانه وه یوه بل ته یی وکتل او د مینی په تار بند شول ژوند همداسی تیریده ادم خان شپی او ورځی د دُرخانۍ په مینه کی سوزیده او دُرخانی هم د ادم خان په مینه کې بنده شوی ؤ . دُرخانی د ادم خان سره د واده په فکردښتو وحشی ګلونه به یی په تارکې پیرل او په غاړه کې به یی غاړکی کړه او ادم خان به د سوز نه ډک رباب واهه . یوه ورځ د ادم خان په کلی کی واده ؤ په دی واده کی د توتیا په نامه یوه انجلی ګډیده چی ټول یی محوه کړی ؤ د هغی ورځی په سبا کی حسن خان د توتیا دی کورته لاړ او توتیایی د ادم خان لپاره وغوښته د پلار په امر په اساس ادم خان مجبور شو د توتیا سره واده وکړی خو د دُرخانی مینه کله هیرولی شی
څه موده وروسته طاووس خان هم دُرخانی یوه ځوان ته چی د دُرخانی په زړه نه ؤ په نکاح کړه د واده په اوله شپه کی دُرخانۍ خپل میړه ته وویل چی ته پوهیږی چې زه دی واده ته راضی نه ومه خو د پلار د امرپه خاطر می دا واده کړیدی نو ته به ماته نه نږدی کیږی زما زړه له یو بل کس سره دی ته به زما ورور یی .
ورځی او شپی تیریدی یوه ورځ ادم خان یوه محفل ته دعوت شوی ؤ چې په دی محفل کي دُرخانی هم تصادفاً وه ادم خان په دی محفل کی داسی یو مست رباب وواهه چی زړونه یی وسیزل په همدی محفل کی دی دواړو مینانو په پټه لیدنه وکړه او سره یی وویل چی دوی دواړه به د خپلو څوتنو ملګرو سره وتښتی چې همدا کار یی وکړ د همدی ورځی په سبا د دُرخانی میړه خبرشو چې ښځه یی د ادم خان سره تښتیدلی ده ، د کلی اوقبیلی خلک یی راټول کړل او د هغوی په مرسته په لټه کې شول په لاره کی سره مخامخ شول ددی دواړو ترمنځ سخته نښته وشوه چی د ادم خان ملګری ټول مړه شول او پخپله ادم خان هم شدید ټپی شو چی دوه ورځی وروسته مړشو ، دُرخانی هم د خپل میړه سره بد خلقی او جنګونه کول او داسی ضعیفه او خواره شوه چی نور هغه ښکلی مخ او رخسار نه ؤ پاتی .
یوه ورځ دُرخانی د ادم خان قبرته لاړه چی میړه یی هم د هغه په تعقیب ور روان شو کله چې دُرخانی د ادم خان قبرته ورسیده خپل سریی د قبرپه سرکیښود او په یوه سلګۍ یی روح ورکړ .
له هماغه وخته تر اوسه کوم کس چی غواړی د رباب استاد شی د رباب کاسه یی د ادم خان د قبرد سر ونی څخه اخلی چی د زړونو شور اوسوز ایجاد وی .
د کابل ښارد پخوانیو کیسوله له کتاب څخه .
د کتاب لیکوال : پوهاند دکتر عبدالاحمد جاوید
ژباړن : الحاج سیدرقیب شاه ( هاشمی )
د یادولو وړ ده دا کیسه په دری،پښتو او نورو ژبو کښې په نثراو شعرلیکل شوی هم ده لکه د تنګی مولوی احمد او محمد حسین ګډ د نثراو شعر کتاب او نور