یو دوست را ته لیکلي چې په شعر کې ولې اسمان او فلک کاروي. د هغه په نظر اسمان یا فلک ګنې خدای دی. ریښتیا هم ځینې خلک په لیکنو کې د اسمان، فلک، افاق، ګردون یا د هسک کلمو په کارولو او فهم کې ستونزه لري. ځینې بیا دا کلمې د خدای په معنی تعبیروي. ځینې نور بیا زړه نا زړه دي، کله يي د خدای او کله يي د پنځ شوي پتوګه کاروي.
په قران کریم کې افاق، فلک او افلاک (چې د فلک جمع ده) او عبري کلمې دي، هیڅکله د خدای د مترادف (Synonym) پتوګه نه دي کارېدلې، بلکه د بڼې له مخې د پنځېدلو په توګه کارول شوي دي. هسک، ګردون، اسمان يي ناعربي او ناعبري کلمې دي چې دلته د کلمو د ریښو(Etymology) په اړه خبرې زموږ د بحث موضوع نه ده.
تر میلاده (۳۴۰ ) کلونه مخکې نامتو یوناني فیلوسوف ارسطو د ( افلاکو په باره کې) یو کتاب ولیکه. هغه مهال ځمکه ثابته او د پينۍ (universe) مرکز ګڼل کېده او نور ټول ستوري د هغې پر محور په ګرځېدا تصور کېدل. بیا وروسته په دوهمه میلادي پېړۍ کې بطلیموس دغه مفکورې ته یو چوکاټ جوړ کړ. دې چوکاټ کې يي ځمکه په مرکز او د سپوږمۍ او لمر سربېره نورې پنځه سیارې (عطارد، زهره، مریخ، مشتري او زحل چې هغه مهال یوازې همدا پېژندل شوې وې) د ځمکې پر شاخوا پر مدارونو کې تنظیم کړل. په لومړي مدار کې سپوږمۍ، دوهم مدار کې عطارد، دریم کې زهره، څلورم کې لمر، پنځم کې مریخ، شپږم کې مشتري، اووم کې زحل او اتم کې نور ستوري د «ثابت ستورو،Fixed Stars » په نوم ترسیم کړی شول.
د بطلیموس په لاس د ځمکې او ستورو ترسیم او په دې اړه د هغه تیوري، په نوره نړۍ او عربي هېوادو کې وروسته دود شوه. په اوومه عیسوي پېړۍ او وروسته، وروسته اسلامي پوهانو د بطلیموس د افکارو تر اغیز لاندې د ځمکې، ستورو او اسمانونو په اړه نظریات؛ خپلو پلویانو ته داسې وځلول چې دوی له اسلامه رااخیستي. د هر یو اسلامي کار پوه لخوا پرې د وخت په هر پیر کې جلا جلا دیني ټاپې ولګول شوې!
همدارنګه د افغانستان دیني پوهانو، شیخانو او صوفیانو دغه نظرونه د خپلې دیني پوهې، د ټولنې د سنتونو، دودونو او کلتور سره ورګډ کړل او یوه داسې ګډوله يي ترې جوړه کړه چې د افغاني ټولنې د زیاتو لوستو کسانو سر هم پرې نه خلاصیږي!
زیات شمېرکسان فکر کوي چې دا نظریات له بطلیموس نه دي اخیستل شوی او له اسلام څخه ملایانو دوی ته ډالۍ کړي.
زموږ ستر صوفي او بې بدیل شاعر رحمان بابا هم وايي:
لکه لمر په څلورم اسمان لیده شي
محبت په سل حجابه کې عیان دی
رحمان بابا چې د پېښور په بهادرکلي کې زېږېدلی او په اوولسمه عیسوي پېړۍ کې يي شاعري کړی د څلورم اسمان او بیا هلته د لمر له موقعیت څخه د نوموړي خبرتیا بیخي عجیبه ده. دا خبرتیا د بطلیموس له اثارو څخه د مستقیمې مطالعې په وسیله نوموړي ته نه ده رسېدلې، بلکې دا تیوري په اسلامي جامه کې د ملایانو او صوفیانو په لاس رحمان بابا ته رسېدلې ده.
په ۲۱ پېړۍ کې هم د بطلیموس دا تیوري چې نوره زړه او له ښې لوېدلې، زموږ ټولنه کې د ځینو لوستو کسانو لخوا په همغه زړه بڼه تاییدېږي او په ملاتړ يي خپل ګریوانونه څېروي او تر خولې ځګونه بادوي!
دلته غواړم د اسمان، فلک، افاق، ګردون، هسک د کلمو د کارونې په اړه زموږ د پخوانیو څو تنه شاعرانو د کلام بېلګې وړاندې کړم. د شاعرانو کلام ځکه یادوم چې په ختیځ کې شاعران زیات له دغو کلمو سره سروکار لري. البته د دوی لخوا دغه کلمې په یو واحد مفهموم نه دي کارېدلي. ښه دا ده چې د اضافه تبصرې پرځای، خپله د کلام بېلګې راواخلم:
شیخ اسد سوري:
د فلک له چارو څه وکړم کوکار
زمولوي هر ګل چې خاندې په بهار
ډېر مخونه د فلک څپېړه شنه کا
ډېر سرونه کا تر خاورو لاندې زار
چې يي ملاوې نه کږېږي په غښتلیو
دا فلک پر وکا څه کاري ګوزار
څه تیری څه ظلم کاندې ای فلکه!
ستا له لاسه نه دی هیڅ ګل بېله خار
«پټه خزانه ۴۰ مخ»
خوشحال خان خټک:
که اسمان دې د زمري په خوله کې ورکا
د زمري په خوله کې مه پرېږده همت
+++
که لويي مې د اسمان سره سیالي کړه
په پستۍ تر تورو خاورو نه بدتر یم
+++
که يي درست د مټو زور راته ښکاره کړ
بیا فلک سره کشتي په خپل دستور کړم
شنه زمري او تور هاتیان په ځنځیر کیږي
بویه دا چې ځان فلک وته تربور کړم
+++
اسمان پیري لري زما پسره
مه ډېر غافل شه مه ډېر بې سره
+++
ما خپل سر تر فلک ولیده په پورته
د دې خوب مې معبره، کوم تعبیر دی
+++
په فتنو ډکه توره اسمانه
لا به دې کله شي دا خونه ورانه
چې بل یو نوی جهان پیدا شي
ګوندې څوک بیا مومی خلاصی له تانه
+++
څو څو ښادۍ دي په دا افاق کې
واړه بیا مومي په اتفاق کې
+++
چې فلک سره سر باسي
په همت کې هغه زه یم
+++
اسمان په ډول ډول پیری کا
خوشحاله ګوره ګوندې وار در شي
+++
لا منت لرم په دا هم له اسمانه
ننداره د اباسین د سر کلا، نه
+++
که ښکلې ټولې شي سره لکونه
راباندې پرېوځي دا فلکونه
خپل یار به چیري پکې غلط نه کړم
که دا مې سترګې وي دا کلکونه
هیڅ فریاد د چا د ظلم جور مه کړه
به هر چا باندې چې شندي دا فلک دی
+++
که ګردش د اسمان دا دی چې لیده شي
که د خدای رضا په دا وي راغی وار
اسمان هرکله پیری یکرنګي نه کا
ګه په کام د ګل جاروځي ګه به خار
رحمان بابا:
د سړي د دښمنۍ توان مې نه وو
خدای راپېښه دښمني کړه د اسمان
+++
هیڅ وفا يي له هیچا سره ونه کړه
ترو رحمان به څه مانه کا له افلاکه
+++
دا تر لاندې به همه واړه چیت پیت شي
مګر سر وي چا وکښلی تر فلکه
+++
ګېډه وتړه په پړي سره کلکه
د روټۍ طمع ونه کړې له فلکه
له اسمانه چې څوک طمع د وفا کا
دغه طمع يي طاعون ګڼه بې شکه
+++
دا اسمان دې د هغو په مدعا وي
چې په ما باندې يي کړی ستا اجبار دی
حمید ماشوخېل:
دا څه دور د ګردون راغی وقت نور شو
چې شېوه د عادلانو ظلم زور شو
+++
که يي کار په یوه رنګ وايی
نه به وايي اسمان ابلک
په هر چا دی یو یو غشی
د فلک دلاسه لک
+++
اول تا د بېلتانه په اور الوی کړم
بیا په خوله کې نفساني فلک راتوی کړم
واړه مړه تر ما پخوا فلک زده دی
زه يي هم د ستا د غم لپاره لوی کړم
+++
په دې اړه نورې تبصرې بل وخت ته پرېږدم
د ۲۰۲۳ کال د جولای ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی