ټولنيز ژوند کامل او بې عيبه نه دئ . حتمې اشتباه وې ، غلطيانې او تېروتنې په کې صورت نيسي.غلطي د انسان او انساني ژوند سره لکه سيوری ملګرې او مل وي. خو سيوری په هغه ځای کې لیدل کيدئ شي چې رڼا وجود ولري.
په تياره کې نه جسم او نه يې سيوری ليدل کيږي، بينا او نابينا يا خلاصې او پټې سترګې دواړه يو شان بې تاثيره وي .
په انساني او ټولنيز ژوندکې علم ،معرفت او پوهه رڼا ده ، چې په دې رڼا کې انسان د منزل مقصود( مادي ، معنوي او يا دواړه) په لور سفر کوي.کومه ټولنه چې د علم او معرفت نه محرومه وي ژوند يې د تيارو ژوند دئ ، چې نه هدف معلومولئ شي او نه خطر محسوسولئ شي ، نه پاڼ ويني او نه پړانګ ، همدا وجهه ده چې برخليک يې د پاڼ نه په لوېدلو او يا د پړانګ له لوري په خوړلو ختميږي .
بناا دډې د پاره چې انسان او انساني ټولنه يې بې خطره ژوند وکړي ، په سالمه توګه خپل هدف ته ورسيږي او د تصادماتو ، ټکرونو او نورو عذابونو سره مخامخ نه شي، تر هرڅه اول د علم -معرفت-پوهې رڼا او د الهي ستر نعمت (عقل) نه کار اخستلو ته اشد ضرورت لري . مګر د انسان علم-معرفت او د عقل په وسيله درک د چاپېريال او د طبيعت د رازونو نه آګاهي محدوده، نامکمله او کمه ده .له دې کبله په ژوند او سفر کې يې غلطي او اشتباه حتمي صورت نيسي او د غلطيو دابعادو ، کثرت او زيانونو د کچې د را ټيټولو د پاره يو د بل علم، مشورو ، تجروبو او انتقادونو ته ضرورت پيدا کيږي، ځکه انسان په يوازې ځان او يا ګروپ ددې توان او قدرت نه لري ، چې بې غلطۍ او بې نقصه عمل وکړي ، بناا څومره چې په ټولنيز ژوند کې د ټولنې د افرادو د علمي تصميم او پرېکړو شراکت ته زمينه برابره شي ، په همغه اندازه اشتباهات کميږي او زيانونهيی د اقل حد ته تقرب پيدا کوي.
د همدې انساني غلطيو(شعوري او يا غير شعوري) په ګوتهکول ، يادوول ، بيانول او ښودلو ته انتقاد يا نيوکه ويل کيږي ، تر څو غلطې کوونکی ورته متوجه او بيا تکرار نه شي. د ضرري -تاواني عواقبو مخه يې ونيول شي او د ټولنې سفر او حرکت په سم لوري جريان پيدا کړي.
انتقاد يا نيوکه په ټولنيز ژوند کې حياتي ارزښت لري.
انتقاد په ټولنيز شريک ژوند کې د هر انسان خدايي حق دئ. چې انتقاد نه وي اصلاحات نه راځي.
وايي دوست به دې وژړوي او دوښمن به دې وخندوي . انتقاد د دوستانو کار دئ.، ولو که تريخ هم وي.
خو انتقاد بايد سازنده، معقول،مؤجه،مستند او د غلطيو د نه تکرار د پاره وي، نه د ذوق او شخصي علاقې -احساساتو د تسکين د پاره .
انتقاد او توهین-تحقير بايد يو د بل نه تفکيک شي.
انتقاد يو روا ، ضروري او ګټور اقدام دئ ، د غلطيو د اصلاح د پاره ، خو توهين -تحقير بيا ناروا ، شيطاني او مضر عمل دئ د نورو د سپکولو او ذليل کولو د پاره .
بد بختانه زموږ په ټولنه کې د مختلفو عواملو او انګېزو له کبله د انتقاد کلتور نه دئ بنسټيز شوئ او د ټولنيز ژوند دا مهم اصل د توهين او تحقير په مانا تعبيريږي ، ځکه تر انتقاد لاندې ادرسونو هدف د ټولنې خدمت او اصلاحات نه ، بلکې د واک حاصلول -ساتل او دوام دئ.
بناا واکمنان او پيروان يې هره خبره- عمل چې د دوی واک ، کړنې او اجراات تر سوال لاندې راولي او وضاحت او حساب غوښتنه او د مجريانو د اعمالو ارزونه ،د دوی په مزاج سم نه لګيږي ، د منلو او اصلاح-وضاحت-حساب ورکولو په ځای يې ځان ته اهانت بولي او انتقاد کوونکي ته د قناعت ورکولو او ممنونيت په ځای د دوښمن په سترګه کتل کيږي او حتي الوسع کوښښ کيږي چې د انتقاد کوونکي خوله بنده او يا يې نابود کړي.
انتقاد يو بې بندوباره ، بې قيده ، بې شرطه او بې اصولو عمل نه دئ ، چې د اد انتقاد کوونکې
د فکر او خيال لکه بې قیضې او وحشي آس هرې خواته و ځغلول شي ، بلکې د ټولنې د منل شويو او ترسيم شويو ارزښتونو ، اصولو ، قوانينو ، مقرراتو او ګټو په دايره( ديني-ملي عقايد او ارزښتونه او ګټې )کې د مجريانو او مديرانو د طرزالعمل ، ظرفيت ، وړتياوې، صداقت او تعهد په عمل کې ارزول کيږي ، چې په خپل ماموريت کې سم روان دي او که کاږه ؟
غلطيانې يې شعوري دي او که ناآګانه ؟
د ورکړل شوي ماموريت بار وړلئ شي ، که نه ؟
د دوی کاري اهليت د ټولنې د پاره مفيد دئ ، که تاواني؟
ترقي- تکامل -رفاه يوازې د غلطيانو په پېژندلو،منلو ، دهغې نهعبرت -درس اخستلو او نه تکرار منځته راتلئ شي ، نه د غلطيانو په پټولو،انکار، تکرار او بې بنياده توجيهاتو .
بناا د ټولنې د سم مديريت ، اصلاح او د فساد د ورکولو د پاره يوازينی کاري وسله او وسيله سالم،مشروع او مؤجه نقد دئ ،چې د مجريانو د بېباکۍ -بېبندوبارۍ-بې مسؤليتۍ د مخنيوي دپاره بايد وشي او اوليائې امور ځواب ويلو او حساب ورکولو ته مجبور کړي .
لکه د سالم بدن د پاره چې وقايوي او حفاظتي واکسينونه د مهلکو مرضونو د مخنيوي د پاره حياتي ضرورت دئ، د فساد نه خالي ټولنی او ادارې دپاره انتقاد هم وقايوي -حياتي رول لري، څو سياسي-اقتصادي-اجتماعي-امنيتي-ثقافتي اورګانونه د فسادي ويروسونه او مېکروبونو د ضرر او تاوان نه محفوظ او مصؤن پاته شي .
#دابادۍاوخدمت جهاد
د،ب،هيښ