حنیف يعنى هغه چې له کږ لارى حق ته راوښتۍ وي.
(جنيف )یعنی هغه چې له حقه کوږ شوى وي.
حنیف دین :
هغه دین دی چې د الهې پیغمبرانو په واسطه په مختلفو وختوکښې له ادم علیه السلام نه تر خاتم النبین حضرت محمد ﷺ پوری دي .
حنیف دين ابراهيمى : په عامه اصطلاح د الهې دین صفت دې اوپه خاص ډول د حضرت ابراهیم علیه السلام دین دی .
حنفى مذهب:
د اسلام مقدس دين کښې د اهل سنت والجماعت د څلورو مذاهبو څخه د یومذهب نوم دى
امام ابو حنيفه (رح):
امام ابو حنیفه د اسلامى(حنیفی ) مذهب امام دی په امام اعظم هم مشهور دى اصلی نوم یی نعمان بن ثابت بن زوطی بن ماه دی په کال ۸۰هـ /۶۹۹ م د عبدالملک بن مروان د خلافت په وخت کی زیږیدلی دی المتوفی سنة ۱۵۰ھ /۷۹۷م په بغداد کی عجمی النسل دی او ویل کیږی اصلی ريښه یی د پروان ولايت افغانستان دی .
تابعین : هغه کسانو ته ویل کیږی چې د رسول الله ﷺ د صحابه سره یی ملاقات کړی وی, ابوحنیفه د تابعینوڅخه دی یعنی د رسول الله ﷺد صحابه سره یی ملاقات شوی.
کنیت: [ ک ُ ی َ ] کنیة. کنیه. هغه نوم چي په اول کې (ابو)،ابا،یا (ام ) راغلی وی لکه ابی بکر، ابوهریره ،ابوالحسن ، ام ګلسم او نور دی
کنیت : مشهورپه ابوحنیفه (رح) دی ځینی دی د اولاد په نامه معرفی کوی حال داچی د حنیفه په نوم هیڅ اولاد یی ثابت شوی نه دی بلکه دا د کنیت نوم ابوحنیفه ( رح) په اعتبار د دی (ابوالملة الحنیفة) وصفی معنی دی چی اللهﷻ په قرانکریم کی فرمایی: "فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا "ال عمران ۹۵ - د مبارک ایة په اساس دی .
امام ابوحنیفه (رح) یوځوی درلوده د حماد په نوم چی په سنه ۱۶۷ هـ وفات شوی نور اولاد(لور او ځوى) نلرى .
ابو: (أب) په عربی لغت کی غالبا د پلار په معنی اطلاق کیږی اوکله هم د مورنی نیکه ،تره او هم د استاد او معلم په مفهوم چی د انسان تربیت کوی هم اطلاق کیږی. په همدی دلیل خینی کسان فکرکوی چی ابوحنیفه شاید د ښخینه نوم,( حنیفه )پلار وی خو دلته( ابو ) د استاد او معلم په مفهوم کی راغلی .