الله پاک ټولو ژونديو مخلوقاتو(انسانان ، حيوانات ، نباتات او مرغان) ته يو خاص کيفيت ،وړتيا او استعداد ورکړئ دئ، چې د خپل ژوند د کولو د پاره ورنه استفاده وکړي. مثلاا تولد-تناسل، د ځالې- مېنې جوړول،خپل اولاد لويول، خپله روزي پيدا کول، د چاپېريال او اقليم سره ځان عيارول او ...
خو بشر ته ئې د استعداد تر څنګ يوبل نعمت چې نور ژوندي موجودات ئې نه لري هم ور کړئ دئ او هغه عقل دئ. د‌همدې عقل له رويه ورته اشرف المخلوقات ويل کيږي .
استعدادونه بې د عقل نه، نه غوړيږي، نه انکشاف پيدا کوي او نه د تکامل او ودې سبب کيږي . همدا وجهه ده چې نور ژوندي مخلوقات د پيدايښت نه تر اوسه د ميليون هاوو کلونو په تېرېدو سره په همغه استعدادي وړتيا ژوند کوي،لاکن چې عقل او د تفکر قوه نه لري ،نو د ژوند په دود او طريقه کې يې هېڅ تغير نه دئ راغلئ .ځاله ، غارونه او د تنازع بقا د پاره مبارزه ئې په همغه پخواني شکل دوام لري .
لاکن انسان بيا د الله پاک په ورکړي نعمت (عقل) هره لحظه نوی فکر کوي، د زده کولو او نورو ته د ښودلو ، سوچ او تجربې په وسيله خپل ژوند ، ماحول او د طبيعت د رازونو نه د خبرېدو او پوهيدو په تلاش کې دئ. چې ددې تلاش نتيجه تغير ، تحول ، ابتکار ،خلاقيت او د ترقۍ -تکامل په لوري ګړندي قدمونه اخستل او ځان او ټولنې د پاره د سهولتونو او رفاه برابرول دي .
علم، پوهه،هوښياري، بېداري ،تفکر ، خيالونه، اډياوی او د انساني استعداد نه ګټه پورته‌کول د عقلي نعمت ثمره ده .
خو که انسان او انساني ټولنه د عقل او دهغه نه د زیږیدلي علم نه کار وانه اخلي او عقل ئې د جمود ،رکود او د بکارت په حالت کې پاته شي او خدای پاک ورکړي استعدادونه ئې همغسې مستور ، باکر او بې ګټې پاته شي ، بيا د تغير ، تحول ، ترقي ، سهولت او رفاه تمه نه کيږي ، بلکې عيناا د مرغانو ، حشراتو او خزندګانو په شان به يې ژوند يوازې په خوراک ، څښاک ، جنسي مقاربت او رفع حاجت کې دوام پيدا کوي .
د عقل د فعاليت او بېدارۍ ، علم د زده کولو ، اډياوو او خيالاتو د پياده کولو او استعدادونو د رشد د پاره هم ځنې شرايط بايد په ټولنه کې وجود ولري ، لکه ازادي ، ذهني او فزيکي امنيت ، تشويق او تر ټولو مهم د علم د زده کولو او ورزده کولو تلوسه ، ضرورتي درک -اهميت او مؤثريت باندې بايد انسان او ټولنه يې معتقد واوسي او په همدې انګيزه يې تلاش جريان پيدا کړي .
موږ عملاا زموږ په خاورينه کره کې ددې واقعيت عيني شاهدان يو چې :
په کومو ټولنو کې چې د عقل په بنياد علم ته توجه او اولویت ورکړل شوئ دئ او د ټولنې د افرادو د استعدادونو د رشد د پاره خڼډونه نه دي جوړ شوي ،د ژوند په مختلفو ساحو( علمي، تحقيقي ، تخنيکي ،تکنالوژيکې،اقتصادي او هنري ... ) کې د ډيرو لويو کشفياتو، اختراعاتو ، تحقيقاتو او ابداعاتو لاسته راوړنې لري او د مرفه ژوند څښتنان دي .
خو هغه ټولنې چې د خپل عقل نه يې کار نه دئ اخستئ او علم ته يې توجه نه کړې ، استعدادونو ئې د ودې،انکشاف او ظهور چانس نه دئ موندلئ ، جبراا ټول عمر يې په عذاب ، فقر ، بېوزلۍ ، ذلت او انفعاليت کې تېريږي.
بناا د سالم ، مطمئن، ثابت ، ارام او مرفه ژوند د کولو د پاره د استعدادونو په رشد بايد جدي کار وشي او شرايط ( ازادي ، ذهني او فزيکي امنيت، علم -تحقيق او زده کولو ته ئې رجوع) ئې ميسر شي او په دې لاره تګ يې بايد د ټولنې د افرادو سازمانونو ، انستيتوتونو او دولتي مديريت عادت او عمل وګرزي .
که نه د الهي نعمتونو او طبيعي ثروتونو نه به محروم او د الله ورکړليو خزانو په موجوديت کې به ئې بيا هم لاس د بل خيرات ته اوږد او دمشقت او ذلت عمر به تېروي .

#دابادۍاو خدمت جهاد