فکری مالیکت اود تالیف حق
(افغانستان کی د کتاب ورځ)

کتاب خپرول، اختراع، ساینسی فرمول، فلم، مقاله او ډیر نور ټول فکري ابداعات او معنوی شتمني بلل کیږي. له دې امله چی شتمنی ده، نو د مالکیت د حق مفهوم ورسره تعلق پیدا کوي. فکري شتمني هغه څه دي چی له فکری حالته مادی او فزیکی حالت ته اوړي او د بشریت د خیر او سعادت، روحی خوشحالی او کلتوری زیرمې په توګه پیژندل کیږي. دا حق د محصول دخاوند دی. ډیرو هیوادو کې د فرمول او اختراع حق تر یوې مودې دهغه لومړنی مالک پورې اړه لري، وروسته بیا د ټول بشریت شتمنی ګرځي. دتالیف او معنوی مالکیت په اړه بیلابیل نړیوال کنوانسیونونه، میثاقونه او تړونونه شته. آن دا چې د دې مقاصدو لپاره یو نړیوال سازمان رامنځته شو. دا سازمان د فکری مالکیت جهانی سازمان یا(WIPO) دی. د (WIPO ‌ / World Intellectual Property Organization) تاریخچه یونیم سل کاله مخکی وخت ته رسیږي، هغه داسې چې:
کله چې مطابع، دکتابونو، مقالو او فرمولونو او اختراعاتو جریان ګړندی شو، د ناوړه استفادې او د مالکیت د ناسمو ادعاوو د مخنیوی لپاره په ۱۸۷۳م. کال کې لومړی ځل په ویانا کی د ابتکار تر عنوان لاندې نندارتون جوړ شو. اما را بلل شویو مولفینو، مخترعینو او هنرمندانو ځکه پکې ګډون ونه کړ چې مبادا د دوی “فکری مالکیت” غلا نه شي، دوی ته داسې ډاډ او تضمین نه تر سترګو کېد چې یو ډاډمن نړیوال میکانیزم وي او د دوی د آثارو د خوندیتوب ضامن شي. همدا مبهمه انګیره د دی لامل شوه چی د کاپی رایت یا د تالیف د حق بنسټ جوړ شي. له دغې پېښې لس کاله وروسته؛ په ۱۸۸۳م. کې ( ۱۴۰ کاله مخکې) د کاپي رایت د حق د ابتدایی مفکوری په توګه د پاریس کنوانسیون دایرشو، هدف یې د فکری شتمنیود مالکیت خوندی کیدل او دمخترع او مولف ډاډمن کول و. د دې ټولو هڅو پایله د فکری مالکیت یا د معنوی شتمنۍ دسازمان جوړیدل و. لږ وروسته بیا په ۱۸۸۶م. کال کې د برن په ښار کې یو بل کنفرانس د ادبی او هنري آثارو د ساتنې او ډاډمنتیا په خاطر جوړ شو. په برن کنفرانس کې په دې موخه یوه بله نوې اداره رامنځته شوه. د پورتنیو دواړو هلو- ځلو د همغږي په خاطر په ۱۹۶۷م. کال کې په استکهلم کې د فکری شتمنیو د مالکیت سازمان تأسیس شو چې په دې سره د (WIPO) د بشپړیدو لاره هواره او دغه سازمان عملاً په ۱۹۷۰م. کال کې په اوسنی مفهوم سره تاسیس او نړیوال معتبر سازمان (UN ) هم په رسمیت وپیژاند او په ۱۹۷۴م. کال کې د ملګرو ملتونو دسازمان په چوکاټ کې د یو مستقل سازمان په توګه ځای پرځای او له هغه راهیسې د بشری حقونو دمنشور د اووه ویشتمې مادې سره سم، د معنوی او فکری ملکیتونو په اړه فعالیت کوي. دغــــه منشور د دغه حق په اړه داسې وایي: " وګړي کولای شي چې د خپلو علمی، ادبی او هنری تولیداتو له مادي او معنوی ګټو څخه برخمن وي. په فکری مالکیت کې هم لکه د مالکیت دنورو حقونو په شان ،‌ د یو اثر خالق یا پنځوونکی یا خاوند د خپلې اختراع،‌ تجارتی اوسوداګریزې نښې (برانډ) او دچاپ او تکثیرد حق لرونکی او د شتمنی او سرمایی په توګه دهغو له مادي او معنوی ګټو او امتیازاتو څخه استفاده کولای شي ".
له دې څخه وروسته بیا په دې خاطر چې دا حق یواځې پرمختللو هیوادو او د دغه ډول شتمنیو لرونکو ملتونو پورې منحصر پاتې نشی او وروسته پاتې هیوادونه هم ورڅخه استفاده وکولای شی، نو پرمختیایی هیوادو ته په قانونی ډول سره د فرمولونو، اختراعاتو، کتاب، مقالو اوتکنالوژیو د دلیږد او کارولو په برخه کې آسانتیاوې راوستل شوی. نن ورځ ټول هیوادونه د دغه حق او ماخذ په رعایت ورڅخه کار اخیستلای شی. خو اصلی مخترع، مالک او مولف معلوم وي.
له دې امله چې په هرڅه کې مبادله او تجارت معمول دی، نو خامخا د معنوی شتمنیو سوداګری ته هم نظم او قانون په کارو، نو ځکه د ګاټ دهغه کنفرانس په آجندا کې چې په یوروگوای کې دایرشو، د ګاټ دخدماتو د سوداګری ، فکری مالکیت (TRIPS) او قواعد دمبدأ په توګه مطرح شول، او د «یوروگوای» دکنفرانس په نوم یادشو. په دې توګه ګاټ د ډیرو نورو فیصلو ترڅنګ د معنوی مالکیت په اړه دموضوعاتو(TRIPS/ Trade-Related Aspects of Intellectual Property Rights) هم تصویب کړل. په دې توګه د پاریس او برن له کنوانسیونو وروسته، تریپس د فکری مالکیت دحق دبشپړیدو یوبل پړاو و. دشلمې پیړۍ په بهیر کې ډیر پرمختیایی هیوادونه هم د تالیف، اختراع، فرمول لرلو او د هغو دترلاسه کولوپه فکر کې شول او له (TRIPS)سره یوځای شول او اوس د فکري ملکیت حقونه پېژنی او رعایت کوی یې . دغه تړون دکاپی رایت حق ، دسوداګریزمارک، دجغرافیایی نښې او علامې، صنعتی طراحېو،پاتنت یاد اختراع ثبتولو،د جوړلو او سره تړلیو مدارونو طرحو لرلو ،د تجارتی شفرونو دساتلو، او دقانونی او محفوظی استفادې لپاره دسیالۍ په وړاندې دخڼد جوړوونکوګامونو کنترول مسایل رااخلی. د اپریل درویشتمه د دی حق نړیواله ورځ او ټولو هیوادو کی لمانځل کیږي. دغې ورځې څو مراحل او تکاملی پړاوونه تیر کړي دي او نومونو یې هم فرق کړی دی.
څرنګه چې معنوی شتمني، کتاب او تالیف ټول سره تړلی مسایل دي، نو افغانستان کی یې د کتاب د ورځې په نوم لمانځو، دا کاپی رایت او تالیف هم رااخلی. ټولو قلموالو، مولفینو او لیکوالو ته په دې مناسبت مبارکي وایم. الله پاک دې موږ ته په دغو معنوي ډګرونو کې زیات بریالیتوبونه را په برخه کړي. (امین).