په اروپا کې ډیر مسلمان زده کونکي روژه نیول خورا جدي نیسي. د روژې مبارکه میاشت د نړۍ اټکل1,8  میلیارډو مسلمانانو لپاره د هر کال په څیړ بیا پیل شوي او په ورستۍ لسېزه کې ده. روژه د اسلامي جنټرۍ(هجری) نهمه میاشت ده. روژه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته یوه سپیڅلي میاشت ده. د اسلام دین له پېنځو رکنونو څخه یو رکن روژه دی. له همدې امله روژه د اسلام دین یوه لازمي مهمه برخه ده. رمضان د عبادت، رحمت، برکت، مغفرت او د سپما خېرښېګڼو وخت دی. د همدې میاشتې په بهیر کې مسلمانان د لمر راختلو څخه تر لمر لویدو پورې روژه نیسي. تر څو پر محمد ص د قرانکریم نزول او لومړۍ اسماني وحې یادولو درنښت ترسره کړي. د خوراک څښاک څخه ډډه کولو تر څنګ د مسلمانانو پرهېزګاري ته بلنه ورکوي. د روژې ډېرې نورې دنیاوي او اوخروي ګټي موږ مسلمانان پیژنو. ځکه رمضان د هر هجري شمسي کال په پیل کې پیل کیږي او د کال په څلورو واړو موسمونو په اوږدو کې تېریږي، په پایله کې د وخت په تېریدو سره د روژې په نېټه کې بدلون راځي، د روژې کلنۍ یوه بشپړه دوره هر 33 کلونو ورسته بشپر کېږي. 
یوې تازه علمي څیړنې زده کونکو روژه تیانو ته د روژې نیولو ورسته د حیرانونکو اغېزو په اړه خبر ورکوي. د روژې په میاشت کې د اوږدې مودې روژه نیولو ورسته د مسلمانو ځوانانو زده کونکو په ښوونځي فعالیتونو کې، درسي سویه، درسي لیاقت او د ازموینې په نمرو باندې مثبت اغېز لري. دا تازه علمي څیړنېزه موندنې په اروپا کې د دوو بېلا بېلو څیړنېزو علمي مرکزونو لخوا تائید شوي او منلي شوي دي. 
ساینپوهان په دې اند دي او داسي انګیري‌، چې د دې لامل د خوراک په کمښت کې نه دی پروت، بلکې ساینسپوهانو دا پلټلي، چې د روژې شدت څنګه د زده کونکو په تعلیمي او ښوونزو پایلو باندې اغېز لري. دوی په خپله علمي څیړنه کې د روژې کلني دورې، د روژې زماني او مکاني بدلونونه هم په پام کې نیولي دي. دغه علمي څېړنه په اسلامي هیوادونو کې د اوږدې مودې روژه نیول د زده کونکو ښوونېزه لاسته راوړنې سره هم تړاو لري. 
دغه موندنې د (PISA) څیړنېز مرکز لخوا هم د زده کونکو ازموینې او ښو نمرو په ترلاسه کولو کې تائید شوي دي. دغې علمي مرکز په ټوله اروپا کې یا په هر هیواد کې د میشتو مسلمانو زده کونکو او د غیر مسلمانو زده کونکو ښونېزه فعالیتونه یا سویې سره پرتله کړي دي. دغه نوی څیړنه داسي شواهد وړاندې کوي، چې روژه د مسلمانو زده کونکو په لیاقت او نمرو باندې ښه مثبت اغیز شیندي، په ځانګړي توګه په هغه سیمو کې چې ډیر روژه تیان شتون ولري. 
هره ورځ د لمر ختو او لمر لویدو تر منځ د خوراک او څښاک د منع کیدلو سربیره، ډیر مسلمانان د روژې په میاشت کې په ټولنېزو فعالیتونو کې هم برخه اخلي. په دې کې د بېلګې په ټوګه هره ورځ د ملګرو او کورنۍ سره په ګډه د لمانځونو او تراوېح ورسته د خپلې اسلامي ټولنې له وګړو سره ناسته پاسته او روژه ماتول په کې شامل دي. په دې دواړو څېړنو کې څېړل شوي دي، چې څنګه د روژې شدت د روژې زماني او مکانې تنوع ته په کتو سره د ښوونځي زده کونکو په فعالیت او د ازموینې په نتایجو باندې مثبت اغیز لري. 
په اسلامي هیوادونو کې ښځینه او نارینه ځوانان او تنکې ځوانان هم کولي شي د اوږدې مودې لپاره روژه ونیسي، روژه د زده کونکو په ښوونېزه فعالیت او لیاقت باندې مثبت اغېز لري. دغه علمي تازه څېړنه د Journal of Economic Behavior &Organization لخوا یا په اقتصادي ژورنال کې خپره شوي هم ده. څېړنه ښیې، چې روژه په ښوونېزه فعالیت او لیاقت باندې ښه مثبت اغېزه لري. 
بله نړیواله اروپایې څیړنه چې په شپږو اروپایې هیوادونو کې د زده کړې په تړاو ترسره شوي. په نامه د PISA)  Programme for International Student Assesment) ) ده. دغه څېړنېز نړیوال مرکز د زده کونکو ښوونیزه لیاقت او فعالیت سره پرتله کوي. دغې څیړنېز مرکز هم مشاهده کړي او ثابته کړي، چې د روژې په میاشت کې د مسلمانو زده کونکو ښوونیزه بریاوې او لاسته راوړنو د پاموړ زیاتوالي لیدل کیږي. کله چې د څیړونکو پوهانو دې تکې ته پام شو، چې اکثرآ په روژه کې یا د روژې ورسته د مسلمانو زده کونکو لاسته راوړنې او فعالیت ښه کیږي، پوهان په فکر کې شول، چې د دې لامل څه شي دی. دا چې په روژه کې د مسلمانو زده کونکو ښوونېزه فعالیت، لیاقت او نمرې لوړیږي. ښایې لامل یې په سخته او اوږده روژه نیولو کې نه وي. روژه په خپله حتی د بدن لپاره خورا سخته او ګرانه پرېوځي، چې په پایله کې لږ منفي اغېز هم کوي. ښایې د مسلمانو زده کونکو د ښوونېزه فعالیت او لاسته راوړنې اصلې لامل په دې کې نغښتی وي، چې دوی د روژې په میاشت کې ډیر ټولنېزه فعالیتونه ترسره کوي. د روژې مبارکې میاشت ماهیت په دې کې نغښتی دی، چې یو مسلمان خپل دروني فکر او تفکر ته ورننوځي او خپل ټولنېز احساس مسوولیت مشخصوي. په ګډه روژه ماتی، جومات کې یو ځای لمونځ کول، له ملګرو او کورنۍ سره لیده کاته هم د دې کړنو برخې دي. د روژ په میاشت کې په ټولنیزه ډول یا اجتماعي ډول سره یو ځای کیدل، دا ټول په ښوونېزه فعالیت باندې مثبت اغېز لري. 
څېړونکي په دې اند دي، چې د روژې په سخته میاشت کې ګډې شریکې تجربې د مخ پر وده ژڼکیو یا ځوانانو سره د دوی هویت په جوړولو کې مرسته کوي. 
په داسي حال کې چې د روژې په میاشت کې نوی ځوانانو یا ژڼې په ګډه روژه نیسي، ځوانان ملګرتیاوې او نوي اړیکې جوړوي، د دې برسېره روژه په ځانګړی توګه دوی ته ورښېې، چې په ګډه روژه ونیسي، د ملګرو سره یو ځای کیږي، دا په خپله دوی ته یو پیاوړي با ثباته چاپیریال وربرابروي. دا هم د دوی په ښوونیزه فعالیت باندې مثبت اغیز لري. دا موندنې د دې فرضیې سره مطابقت لري، چې د ډېرې سختې روژې په بهیر کې ګډې تجربې د ټولنېزې پانګې او ټولنېز هویت رامنځته کولو ته وده ورکوي، چې د زده کونکی په ښوونېزه فعالیتونو باندې مثبت اغېز لري. لامل یې  شې ښایې همدا یې لامل وي.
د جرمني او سویس پوهنتوني ساېنسپوهانو او څېړنپوهان د مسلمانو زده کونکو په ښوونېزه فعالیت او لیاقت باندې د روژې په میاشت کې د اوږدې روژې نیولو ورسته د مثبتو اغېزو ثبوتونه وړاندې کړي دي. دا ثبوتونه او شواهد د دوو خپلواکو نړیوالو څیړنیزو مرکزونو لخوا کوم چې د محصلینو او زده کونکو ښوونېزه لاسته راوړنې ازموینې تر څیړنې لاندې نیسي اوس تازه وړاندې شوي دي، کوم چې په اسلامی هیوادونو او په عیسوي اروپایې هیوادونو کې په مېشتو د مسلمانو کډوالو باندې تمرکز لري.
څیړنپوهانو د مسلمانو زده کونکو د تعلیمي لاسته راوړنو په اړه د اسلامي دینې عبادتونو اغېز تحلیلولو او تجزیه کولو لپاره د هیوادونو ځانګړتیاو ته په کتو سره د ورځېنې روژه نیولو اغېزې د زده کونکو د ښوونېزه لاسته راونې په دوو بېلابېلو جلا خو هممهاله نړیوالو تحقیقاتي څېړنېزه مرکزونو کې بیا له سره پرتله کړي دي. د دواړو څېړنزو مرکزنو نومونه په لاندې دول دي. TIMSS ) Trends in International Mathematics and Science Study) او PISA) Programme for International Student Assessment)
دغه څیړنې د 1995 کالونو څخه تر 2019 کلونو پورې د (TIMSS) نړیوال څېړنېز مرکز لخوا ډیټا یا لاسوندونه په اوو پړاونو کې راټول شوي دي. دغه ټول راټول شوي مالومات او لاسوندونه ښیې چې د روژې په میاشت کې ګډې شریکې تجربې، د ټولنېزې پانګې رامنځته کول،( ګډ خوراک، څښاک او عبادت) زده کونکې زده کړې وړتیاو ته هڅوي او ټولنېز هویت ته وده ورکوي.
د څیړنېز مرکز (TIMSS) لخوا د ترسره شوي ازموینه او ارزونه کې په کومو هیوادونو کې چې اکثریت مسلمانان مېشت دی. د اتم ټولګې زده کونکو په ریاضی مضامینو کې (436) او سیاسنس مضامېنو کې (449) په هغو هیوادونو کې عیسویان اکثریت دي، په ریاضی مضامینو کې (500) او اجتماعیات مضامېنو کې (495) په پرتلېز ډول د پاموړ اوسط ټیټې نمرې درلودلې. د زده کونکو په تعلیمي فعالیت کې دا جوته تشه د کورنیو میاشتنې خالص عاید کچه په پام کې نیول شوي او له همدې امله یوازې د سېمو ترمینځ د اقتصادي پرمختګ پړاونو ته منسوب کیږي. 
د دې څېړنې له مخې د روژۍ په میاشت کې اوږده ورځنۍ روژه د مسلمانو ځوانانو د ښوونځي په ښوونېزه لیاقت او نمرو باندې مثبت اغېز لري. په ځانګړي توګه د روژې په میاشت کې بېلابېل ټولنېز فعالیتونه له مسلمانو ځوانانو سره مرسته کوي، چې نوي اړیکې جوړې یا رامنځ ته کړي او همدارنګه د ښوونځي په تولګي کې یو ګډ هویت رامنځته کوي. ساینسپوهان داسي انګېرنې لري، چې روژه د یوې مودې لپاره د زده کونکي د ښوونېزه فعالیت په لوړولو کې ګتور پرېوځي. دغه خبره د همدې څېړنې مشر د جرمني کولن پوهنتون کې د اقتصاد او ټولنېزو علومو پوهنځي کې د اقتصادي تاریخ پروفیسور او د جرمني عامه پالیسۍ په مارکیټ کې د Exzellenzcluster ECONtribute: Markets&Public علمي غړی دی. دا د کولن پوهنتون او بن پوهنتون ترمنځ د یو ګډ نوښت په نامه یو څېړنېز علمي مرکز نوم دی، چې اقتصاد، سیاست او ټولنې ترمنځ اړیکې څېړي او تحلیلوي. څېړنپوهانو په خپلو تیرو تحقیقاتي یا پلټونو او مطالعاتو کې د زده کونکو په ښوونېزو فعالیتونو باندې د روژې مستقیم اغېزې په ځانګړي توګه څیړلي ترسره کړي دي. 
په هرصورت د څېړنې مرکز مشر وایي، موږ دا په ډاګه کوو، چې هغه مسلمانو زده کونکې کوم چې سخته اوږده روژه یې تجربه کړي وي، د یوې منځمهالې مودې لپاره د روژې څخه ګټه پورته کولي شي، ځکه چې دوی خپل کړه وړه او ټولنېز چلند بدلوي. په دې توګه د ساینسي څېړنې مشر ښاغلی هوررننګ د خپلې څیړنې پایلې لنډېر بیان کړ. دغه څېړنه د جرمني کانستانس پوهنتون او د سویس د برن پوهنتونونو په ګډون د اقتصادي چلند تنظیمونکی ژورنال کې خپره شوي ده. څیړنکو ساینسپوهانو د اتمو تولګیو زده کونکو په اړه ډاټا یا مالومات د څو کلونو راهیسې راټول کړي او هغه یې په نړیوالو څېړنیزو مرکزونو لکه د اروپا لپاره(PISA)  او د نړیوالو زده کونکو لپاره (TIMSS) کې تر څېړنې لاندې نیولي دي. 
څیړنپوهانو د دې پوښتنې څېړنه ترسره کړي، چې ایا د روژې میاشتي ورسته روژه د زده کونکو په ښوونېزه فعالیت یا سویه باندې اغېز لري او یا د روژې ورځېنی اوږدوالی په کې رول لوبوي.؟ 
په داسي حال کې چې د روژې نېټه هر کال اټکل لس ورځې مخته راځي. د روژې ورځېنی اوږدوالی د لمر راختلو او لمر لویدو په وخت پورې اړه لري او په دې توګه روژه د کال په هغه وخت پورې اړه لري، چې د روژې میاشت په کې راځي. 
پایله:
هغه زده کونکي چې سخته اوږده روژه یې تجربه کړي وي، په راتلونکي کال کې په اوسط ډول ښوونېزه فعالیت او لیاقت یې تر نورو ښه کیږي او ښې نمرې ترلاسه کوې. ساینسپوهانو په دې توانیدلي دي، چې دغه مثبت اغېز د (TIMSS) په نړیوال څېړنېز مرکز کې د راټول شویو ډاټا یا مالوماتو په بنسټ د هغو هیوادونو په اړه په کومو کې چې اکثریت مسلمان وګړي په کې مېشت دي، ثابت کړي. په هغو هیوادونو کې چې اکثریت غیر مسلمان وګړي مېشت دي، دغه ښوونېزه ښه فعالیت په کې ونه لیدل یا راڅرګند نه شو. د روژې میاشت څنګه په یوه منځمهاله موده کې د زده کونکو په ښوونېزه فعالیت باندې مثبت اغېز کوي، د نورو شیانو په منځ کې په دې پورې هم اړه لري، چې ايا د هغه نور نږدۍ ډېری ځوان ملګري هم روژه ونیسي. 
دغه ترسره شوي څېړنه د اتو اروپایې هیوادونو له لورې د (PISA)علمي مرکز ته د ورکړل شویو ډاټا یا مالوماتو په بنسټ هم تائید شوي. په هغو کلونو کې چې د روژې نیولو ورځې اوږدې وې، د مسلمانو کورنیو ځوانانو نارینه او ښځینه د (PISA) په ازموینو کې د نورو غیر مسلمانو په پرتله تر ټولو ښې نمرې ترلاسه کړي دي او په هغه کلونو کې چې د روژې ورځې لنډۍ وې، بیا مسلمانو زده کونکو د لنډې روژې د مودې په پرتله لږ کمې نمرې ترلاسه کړي دي. دغه اغېز په هغو ښوونځیو کې چې د مسلمانو زده کونکو شمېر یا لوړه سلنه لري، ډیر ښه څرګند شوي، نسبت په هغو ښوونځیو کې چې مسلمانانو سلنه په کې ټېټه وه. ساینسپوهان د روژې دغه اغېز د روژې هویت پیژندنې یوې بلې نښې په توګه تشریح کوي. کوم چې روژه د زده کونکو په ښونېزه فعالیت باندې مثبت اغېز لري.
پای