په یو داسی حالت او وضعیت چی د جګړه او خشونت په لمبو کې د هېواد ډیر بي وزله افغانان سوزي.

په یو داسی حالت او وضعیت چی جګړه او خشونت نا امنی، بی عدالتی، بی قانونی زیږوی.

په یو داسی حالت او وضعیت چی جګړه او خشونت د اداری مفسدینو او د عامه دارایی غاصبینو لپاره د رشد او بقا زمینه برابروی.

په یو داسی حالت او وضعیت چی طالبان هم دجګړه او خشونت څخه کار اخلی او بینالافغانی سولی پروسه ته غیر حاضر دی. او په دی هکله هر څوک هر دول قضاوت، ګمان او ادعا څخه کار اخلی، مثلاٌ ځینی وایی د طالبان قهر او غضب له څلویښت کلنیزه تحمیلی جګړو څخه سر چینه اخلی، ځینی وایی نه دا ځبره نه ده، بلکه اصلی موضوع دا ده، چې طالبان خپل ټول اختیارات د کله د روسیه په لاس، کله د ایران په لاس، مګر اکثر اوقات د پاکستان په لاسونه ورکوی، له دی کبله طالبان خپل واک او اختیار نه لری چې افغانانو سره، په یوه عادلانه بین الفغانی سوله پروسه کې، طالبان مذاکراتو ته نه حاضریږی، کله له روسی، کله له ایرانی، کله له پاکستانی سلاحګانی دمظلوم افغان ځوانانو په مقابل کې په کار اچوی، له عقل او خرد څخه ګریزان او اما د سرتمبګی او احساساتو پسی سرګردان دی.

په هر صورت په دی هکله دلته د یو افغان ادعا ته لمړی ذهن معطوف کړو، بیا لږ تبصره پکشی کوو.

ښاغلی محترم هلمند پردېس، د "ټالیب ته ورور ویل، اوښ ته رباب وهل دي!" تر نوم لاندی داسی لیکی:

"
ټالیب ته ورور ویل، اوښ ته رباب وهل دي!

دا خبره مې ځکه وکړه، چې حکمتیار هم په خپله تازه وینا کې چې په ارګ کې واوروله، ټالیبانو ته د وروڼو خطاب وکړو، او پر دوی د سولې غږ وکړو. دلته دوې پوښتنې مطرح کیدای شي:

اول: اصلي ستونزه چرته ده؟
دویم: د ستونزې حل څه دی؟

اصلي ستونزه د ټالیبانو جګړه د افغان ولس او افغان حکومت په مقابل کې دی، چې دوی یې په ډېره بې رحمۍ سره مخته وړي، او دا جګړه تر ډېره پیچلی او خونړۍ ځکه ده، چې مستقیما د پاکستان څارګرې ادارې (ای،اېس،ای) له خوا سپانسر کیږي، او د( اى اېس اى) په جنګي مهارت او د ټالیبانو په فزیکي ځواک سره مخته وړل کیږي، لکه پیسې، وسلې او جګړیز مهارت د پاکستان د استخباراتو او ځوانۍ د ټالیبانو لولخړه کیږي.

نو ځکه وایم، چې ټالیب ته د ورور ویل لکه اوښ ته د رباب وهل دی. (پښتو متل دی، وایي چې، اوښ په رباب څه پوهیږي)،ټالیب له پخوا څخه د پاکستان څارګرې ادارې د خپلو ملي او سمیزو ګټو په خاطر ګروګان نیولی دی. خو امکان یې لره، چې ټالیبانو د کرزى د ورورګلوۍ پیغام ته لا د مخه لبیک ویلى واي، خو پاکستان څارګره اداره دومره کمزوري او کم عقله نه ده، چې داسې ارزانه او عادي د ټالیب سولې ته پریږدي. دوى دومره په مهارت سره د ټالیبانو له فکري او روحي دایرې راتاوو دي، چې پر دوی د ورور وژل، د ورور غم او د ورورۍ غږ هیڅ اثر نه کا، دا د دې مانا ورکوي، چې ټالیب ته د ورور ویل ستونزه نه شي حل کولی، بلکې ځان ته فریب او دوکه ورکول دی، غفلت او د دې ناوریني حالاتو په خپل حال پاتې کیدل دی.

ستونزه د پاکستان څارګره ادره او نورې سیمه یزې استخباراتي کړۍ دی، چې د افغانستان جګړه ورځ په ورځ اوږدیږي او خونړۍ کیږي.

د حل لاره یې سخته ده، خو ناممکنه نه ده، افغان دولت لره په کار ده، چې د امریکا او نورو نړیوالو دوستو هیوادونو په مرسته پر پاکستان تر حد عظمیي پوره هر رنګه دېپلوماتیک، اقتصادي او سیاسي فشارونه راوړي، یا خو ترې ټالیب خلاص کړي، او یا دې د پاکستان څارګره اداره دېته مجبوره کړي، چې دغه دوښمانانه سیاست یې نوره رسوا او باید د سولې په پروسې کار وکړي. د دې ډېر امکان هم شته چې پاکستان به اخیر هم ټالیبان د سولې میز ته راکش کوي،خو دلته بله ستونزه دا ده؛چې پاکستان لا د وخته د دغې سودا لپاره د امریکا، د افغانستان او د افغانستان خواخوږو نړیوالو هیوادونو جاج اخیستى دى، خو دوی اول غواړي چې په دغه برخه کې له امریکا، او بیا د سیمه یزو استخباراتو او اخیر کې له افغان دولت څخه ښه ستر امتیاز واخلي، او پر ټالیبانو سوله وکړي، خو دا چې پاکستان به کله په ټالیبانو د ځان په ګټه سودا وکړي ، دا به وخت ته پریږدو. خو د ښاغلي حکمتیار او ښاغلي کرزي پر ټالیبانو د ورورګلوۍ غږ هسې عبس د وخت تېرول دي، د افغان حکومت اوسنۍ دریځ د پاکستان د ملکی حکومت او استخباراتو پر وړاندې ډېر معقول دى، زموږ حکومت باید له پاکستان سره همداسې جدي چلند وکړي، او دوى باید د پاکستان هر شوم عمل متوجې ووسیږي.

ټالیب له وخته د پاکستان د استخباراتو په څارګریزه لومه کې ښکېل دي، او د دوى هر قدم او پریکړه به د (اى اېس اى) په خوښه وي، ښه مثال یې دا دى؛ چې ښاغلي کرزي ټالیبانو ته دا لس کاله د وروڼو خطاب وکړو، خو هغوى ورته یو ځل هم و نه ویل، چې ته هم زموږ ورور یې، او نه یې د ده ورور ګلوۍ غږ ته کوم ځواب ورکړو، او برعکس هر ځل د دوى د افغان وژنې لړۍ لا خونړۍ کیږي.

زه دا په یقین سره ویلي شم، چې په کومه ورځ ټالیب د پاکستان د استخباراتو له منګولو راخلاص شي، په همغه ورځ به دوى سولې ته غاړه کېږدي، کنه نوره د سولې او ورورګلوۍ دعوې هسې دروغ او د خلکو سترګو ته د خاورو ورشیندل دي. د یوه سوله ایز او سر لوړی افغانستان په هیله!

پای "

تبصره: دلته لمری باید یو تذکر صورت اخلی چې، سره له دی څخه چې د ښاغلی هلمند پردېس د مضمون په عنوان کې یو ظریف ادبی پښتو طنز پراته ده، یعنی همدا "اوښ لپاره رباب وهل" ده چې کولای شی، د ملګرو، همصنفیانو او یا همزولانو سره د استعمال مورد ولری، مګر سره له دی نه چې د تشبیه حسن کلام څخه، په یوه شه توګه کې کار اخیستل شوی ده، له دوه دلایلو په اساس نباید چې له دغه ښکلی تشبیه طنز څخه په سولییز دګر کې استفاده ګړو.

لمړی خو مونږ نباید په یو داسی نازک وخت او اساس وضعیت کې چې سولیز ادبیاتو ته هم اړتیا لیدل کیږی، یو داسی تشبیه طنز څخه استفاده وکړو، له دی کبله چې د انسانی کرامت مراعتولو سره همدا ښکلی تشبیه طنز یو لږ مشکلات څرګندوی!

دوهم: زمونږ افغانی فلسفه مونږ لپاره تر اوسه پوری د رباب غږ اوریدل تاثیرات پر اوښ باندی رد نه دی کړی. بیا د همهغه منطق پر اساس مونږ دا حق نلرو چې د رباب نغمه او یا هم اوښ بی ځایه او یا بی له کوم سند، بدنام وکړو! یعنی: کیدای شی د یو رباب یوه با سُره نغمه، حتی پر یو اوښ باندی هم خپل اغیزمنه تاثیر او یا تاثیرات ولری.

په هر صورت که چیرته د مضمون له عنوان څخه تیر شو او د مضمون محتوی ته را بشو، بیا ګورو چې ښاغلی هلمند پردیس ادعا کوی چې محترم طالبان پځبله کوم واک او اختیار نه لری او ټول واک او اختیار یی د پاکستانی چوته نظامیانو په لاس کې ده!

مونږ دلته پیش له دی نه چې په دی باره کې قضاوت وکړو، له محترم طالبانو څخه دا پوښته مطرح کوو، چې آیا طالبان په خپله د بین الافغانی سولیز مذاکراتو واک او اختیار لری، که نه لری؟

آیا واقعاٌ پاکستان، ایران، روسیه او یا کوم بل هیواد طالبان لپاره دا اجازه نه ورکوی چه پخپله د بین الافغانی سولیز مذاکراتو کې سهیم شی، او یا چې طالبان پخپله علاقه نه لری چې افغانانو سره یو ځای په یوه عادلانه او صادقانه بین الافغانی سولیز پروسه کې برخه ولری؟

بی له شکه بهترین لاره دا ده چې امریکا چې دا جګړه طالبانو سره پیل کړی دی، له طالبانو څخه دعوت وکړی، چې طالبان په صلح پروسه کې لطفاٌ سهیم او دخیل شی!

مګر که چیرته امریکا له طالبانو څخه دا غوښنه نه وکړی، نو بیا زمونږ پرابلم او یا پرابلمونه څنګه به کیږی؟ باید تر هغه وخته پوری همدا افغان کشُی ادامه ولری؟
څه وایی مولوی صاحب هبت الله په دی هکله؟

په افغانستان کې په دا وروستیو څلورو لسیزو کې مختلفو چپو او ښي ډلو ټپلو رژیمونه جوړ شول او یا ورته جوړکړای شو؛ په هر حال، اکثراً یو د بل د نظرې او ایډیالوژۍ مخالف وه، او د یو د بل برعکس وه او تاریخ شاهد دی چي ډیرې تاوتریخوالي او ناخوالي یی تر مینځ تیرې شوې، د دوي ترمنځ چی څومره ایډیالوژي توپیرونه وه، هومره یی تر منځ یو د پیوستون اود ګډون مشترکه وجه هم وه، مګر پوښتنه دا دی چې دا افغان کشُی چې نن صبا روان دی، تر څه وخته ادامه ولری؟ مسولیت یی څوک په غاړه اخلی؟؟؟

-------------------------------------------------
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما