د ملګرو ملتونو یو جګپوړي استازی ظاهرا په دوه امتیازونو کې طالبانو ته ځان وروښود یو مسلمانې ښځې اوبل د ملګرو ملتو اوچته چارواکې چې طالبان ښځې له حقوقو تحریموی.
افغانستان ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په پای کې د جمعې په ورځ د جنوري میاشتې په ۲۰ مه چې د( جدی/مرغومي له ۳۰ مې) سره سمون خوری په یوې کمزورې بېوخته، او بی بنیاده اعلامیې کې د اسلامی امارت سرپرستو چارواکو د هغو فرمانونو لغوه کیدل غوښتي چې د میرمنو او نجونو حقونه خلاف داسلام ،شرع، مدنی او حقوقی اصول پکې محدود او تړل شوی دي.دا اعلامیه خپله استخباراتی بن بست سره تړاو لری . دې لیکنه کې داسلامی امارت کمزوری او نابلد مدیریت او دملګرو ملتو ناوړه هلو ځلو ته په ډاګه ګوته نیول شوې ده.
دپلاوی مهم غړی اواهمیت:
په دې پلاوي کې چې د ملګرو ملتونو مرستیالې آمنه ج محمد، د ملګرو ملتونو د ادارې اجرائیوي مشرې سیما بحوث دواړه مسلمانې ښځې دی دی اود سیاسي او سولې په چارواو امورو کې د عمومي منشي مرستیال خالد خیاري دښځو د حقه حقوقو لپاره برخه درلوده، د افغانستان د اوسنی کړکېچن او نړیوال ټکنی وضعیت د ارزولو، د اسلامی آمارت له سرپرستو چارواکو سره د تعامل معادله او د افغانستان د ولس سره په اټکل، دوه مخیتوب او شفاهی ډوله د ملګرو ملتونو په پیوستون ټینګار وشو.دلته ملګری ملتونه او اسلامی امارت دلانجې دوه هغه لوری دی چې افغان ولس یولوری هم بن بست ته وړلی نشی دغه ملت اراده لری او ګډ اهداف. بیدار دی او ګوری. دملګرو ملتو په قطع نامه نه بلکې په اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانستان باید یوازې پرې نه ښودل شی خودا خبره شاته نور عوامل لری او اسباب او افغانستان په مختلفو ابزارو لاشعوری دول تیل وهل کیږی دااستخباراتی« بګو مګو » منطقی دلیل نه شی کېدای. اعلامیه دلته د پلرنی نصیحت مفهوم لری نه دسمې لارې حل!
په اعلامیې کې د ملګرو ملتونو جګپوړي هیت سیاسی موقعیت په دوه برخو جلا کوی یعنی د کابل واکدار اوبل د کندهارچې دا یو لویه خبره ده چې په دی کار دواړه لوری ملامت کیږی ځکه افغانستان یو امارت دی نه دوه! دامارت له سرپرستو چارواکو سره په کتنو کې په نړیوالو خیریه [خیراتی] مؤسسو کې د طالبانو لخوا د افغان میرمنو د کار په بندیز خپله اندیښه نه بلکې دلانجې دظرفیت کمول په مستقیمه توګه باید عملی شوی وای چې نه شوه ځکه فاجعه کې سازش او پلمه ځای نه لری. او دا یې هم ویلي چې د طالبانو دغه اقدام د منلو نه دی. چې د ګڼ شمیر مؤسسو کارونه ټکني کوي او د میلونونو بېوزلو افغانانو ژوند او برخلیک له کلک خطر سره مخامخ کوی. نو داجنایت ولې دغې مرحلې ته راووت؟ توره چې تېرېږی خو ګذار لره کنه .......
دافغانستان اسلامی امارت مسئولیت:
دافغانستان اسلامی امارت په افغانستان کې د دوم ځل لپاره واک ته د رسیدوسره باید یوشمیر ملی او اسلامی اصولو باندی کاملا مسلط وای چې نه دی کورنی او بهرنی مشکلات لری دزعامت اهلیت او مشرتابه له پوښتنو لاندې راولی خبرې دیرې دی عمل کم .اسلام پوهنه له عدالت، مساوات انصاف ،اوعادلانه توزیع سره هیڅ توامیت نه لری فرمانونه صادر یږی خو عاقبت ته یی نه ګوری چې په زور د کار مخه نیسی، تعلیم او ګرځیدو راګرځیدو په برخې کې یې د افغان میرمنو او نجونو حقونه محدود کړي چې نه اسلامی بیلګه لری او نه مدنی ،نه دادول جاهلانه تصمیم نیول ددوی حق دی.دا او نور مسایل دتودې خبرې، تحول فراخبر، څار اونور.... دیوشمیر شنونوکو دخېټې اټکلی او احساساتی ګونګوسی هم نه دی یو تاریخی مسئو لیت دی. دلته دطالبانو خوښېدل او ناخوښی خبره مطرح نه ده بلکې دملت ملی اواسلامی اصول له هرڅه لومړیتوب لری.دا پړاو د دوحې له تاریخ څخه محاسبه کیږی مسولانو فکر کاوه چې ژرندې ته را روان دی! ایا ملت یی نه وینی؟
طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته د شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښځوونځي وتړل او هم یې په دولتي ادارو کې ښځې د کارکولو څخه منع کړې. ددې سربیره د تیر میلادي کال په وروستیو ورځو کې د طالبانو حکومت په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز ولګاوه او هم یې په غیر دولتي موسسو کې ښځې د کار کولو څخه منع کړې.هغه کارونه چې نړیوال کلی او کور کې ځای نه لری او له نرخه وتل دی نوښکاری چې اسلامی امارت په خپل خان عریضه کړې او له کلی باید ووځي ځکه نرخ نه منی.
په اعلامیې کې د دې بندیزونو په هکله د میرمن محمد په حوالې لیکل شوي، "زمونږ پیغام ښکاره وه. په داسې حال کې چې د استثنا ووهرکلی کوو خو دا محدودیتونه افغان میرمنې او نجونې د داسې یوې راتلونکې سره مخ کوي چې هغوي به پخپلو کورنونو کې بندې وي، د هغوي حقونه پایمالیږي او ټولنې یې د خدمت څخه محرومیږي. دا ډیر کمزوری او له انصافه لېرې ګونګوسی دی ملګری مجهوله سوچ لری او داسې معلومیږی چې دکاسې لاندې نیم کاسه ابزار هم شته بناء ملګری ملتونه خپل دریځ او موقف کته راولی! درغنده حقوقو داعیه له محافظه کاری تګلاری سره ملګرې ده.
ملګری اونا ملګری فکتورونه:
د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې همدرانګه ویلي، " په ټوله کې مو هدف له نیکمرغه افغانستان دی چې د خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي او د ثبات لرونکي پرمختګ په لوری روان وي خو په اوس وخت کې افغانستان خپل ځان منزوي کوي او هغه هم په داسې حال کې چې دلته ناوړه بشري بحران روان دی.دابحران اوکړکېچ سوله، ګاونډی او ثبات څخه ګړیږی خو ستونزه له ملګرو را پیل شوی ده اویوازې لکۍ نه لری!"
میرمن محمد او میرمن بحوث پدې سفر کې دقضیی محراق او اهمیت له مملکتی سطحې ولایتی سطحې ته راټیت کړ په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې د بشري ادارو د کار کوونکو، مدني ټولنو استازو او ځینو افغان میرمنو او نجونو سره وکتل چې د طالبانو د بندیزونو له کبله زیانمن شوي. ایا دغه ډول تګلاره دافغان فرهنګ کې ګنجایش لری او که دبشری اهدافوترنوم لاندې بله لاره او اجندا جوړوی ملګری دلته ناملګری کیږی، مفلس دی او دبل چاجیب ته ګوری بناء ګپ یې نمایشی لید لوری لری.
د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې اجرائیوې مشرې میرمن بحوث ددې کتنو په هکله په اعلامیې کې ویلي چې افغان میرمنې به په افغانستان کې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره چوپه خوله پاتې نشې او دا یې خپل مسؤلیت بللی چې د دې میرمنو تر څنګ ودریږي. دا دمیرمن کلینتن پیغام ته ورته ما نا لری چې دروسانو په وخت کې یې دافغانانو ترڅنګ درېدله اعلان اوپټکې یې و کړلې خو کله چې وخت راغی بیایې همدغه افغانان په ستینګرو وويشتل. وایی همداکوم او همدا!
په اعلامیې کې د میرمن بحوث له قوله ویل شوي، " څه چې په افغانستان کې پیښیږي، د میرمنو د حقونو جدي پایماله کیدل دي او د نړیوالې ټولنې لپاره د بیداره کیدو غږ دی. دا ښیي چې څومره په چټکۍ د لسیزو پرمختګ یوازې په څو ورځو کې له منځه ځي.ولې حقیقت دادی چې نړیواله تولنه خو دبن له کنفرانس د«صم بکم اوعمی» په ناروغی اخته ده چې واکسین نه لری.که دافغانستان کړکېچ نه وای نو یوناما، اسلام آباد، منخنی اسیا نیم بنده هېوادونو به دترانززیت دالر له کومه کول؟ مفلس به څه وکړی په څنګ کې؟
میرمن بحوث ویلي چې ملګري ملتونه به د افغان میرمنو او نجونو سره ولاړ وي او د حقونو د تر لاسه کولو لپاره به د هغوي غږونه بدرګه کوي.داشیطان غلط او منافق خو اوس هم ولاړ دی وایی یو پټي رشقه یې وخوړه خوته یې لا خوسکئ بولې! داڅه دول لوړه کچه سفر دی؟ ایادا دمشورې ټکی او اهداف لری؟ اصلا طالبان همدغه نړۍ سرتمبګی ته هڅوی اوغواړی چې افغان ولس ور باندې منزوی کړی.
افغانستان ته د سفر کولو څخه وړاندې د ملګرو ملتونو دې فرمایشی پلاوي د آسیا او خلیج هیوادونو کې هم د افغانستان په هکله په لوړه کچه سلا مشورې کړي. هغوي د اسلامي همکارۍ د سازمان، اسلامي انکشافي بانک، په پاکستان او ترکیې کې د افغان میرمنو او په دوحه کې د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو سره کتلي دي. خو دا یو هم واحد نظر نه لری تول دفسبوکی هاها او استخباراتی چینلو کاسه او کپړی دی.
طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ترلاسه کړی خو تراوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.داخکه چې دوی دننه له ولس څخه دولس ژبې ته لاس رسی نه دی موندلی چې سیاست له کوره ببیل کیږی نه دوحې!
نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره یو لړ شرایط وړاندې کړي، چې د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی یې په سر کې دی.
زه تېرې څلور لسیزې دافغانستان کړېدلی ،پېچلې ،جنګ اوجګړو خوړلی حالت څېړم اوهېڅ زړه مې سکون نه دی موندلی او دیوې سراسری هوسا ،امن او سوکالې ورځې شاهد نه یم پاتې شوی. که کابل کې یو څو ورځې ارامی شوی نو نوروڅلورو ولایتونو کې اخ اوډب وه زموږ خلک آرام نه دی پاتې شوی.اقبال لاهوری وایی:
الله هغه ملت ته عزت او خوښی او سروری ورکړه چې خپل برخلیک په خپل لاس ولیکه
هغه ملت سره سراو کار نه لری چې بزګر یې بل چاته وکرل موږ په ټوله کې یو یو ،مسلمان ملت یو، یو موعزت او یو مو فرهنګ دی موږ داوبو په څېر په ډانګ نه بېلیږو. موږپه مجموع کې هغه ملت یو چې نه مو فریاد اوریدونکی غږ واورید او نه موغم خوړونکی ته لاس رسی لرو.افغانستان دیوه بې صاحبه کور اهمیت موندلی.هیڅوک دهيڅ ناوړین پړه پرغاړه نه اخلی.دا لوبه سم لوبغاړی غواړی او مدیریت.