تش به نوم دافغان مېرمنو اوبشری حقونو به چارو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې آفه ګۍ رینا امیري وایي پر افغان میرمنو د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه" یوه ایډیولوژي ده. یو سیاسي اقدام دی، نه اسلامي" خو داننه وایی چې کوم ډول او څرنګه سیاسی ګام دی ایا د رینا په څېر او بڼه کومه بله مسلمانه میرمن هم شته؟
میرمن امیري د امریکا غږ «ډیوه» څانګې سره په ځانګړې مرکه کې یووار بیاغږ پورته کړ له افغان میرمنو او نجونو څخه د متحدو ایالتونو په ملاتړ ټینګار وکړ خو دې باندې یې سر نه خلاصیږی چې متحده ایالاتو شل نه کړه اود جنګ اوجګړې په نولس کې له افغان ولس سره پاتې راغلل له مټکور سره ددوحې هوکړه لیک ته راغلل نو امیری زردالو به کوم لوری راټینګ کړی؟نوم غټ خوظرفیت اوشخصیت له اهلیته هم ډیر سپک! امیری هم لکه محقق اوقانونی بن بست لری. اسلام په ړۍ کې هیڅ انحصاری بنه نه لری او نه دچا شخصی ملکیت دی.امیر دې لاړه شی اسلامی ادب او اخلاق دې زده کړی.تاریخ خو دېره ا وچته مسئله ده.
د متحدو ایالتونو دغې چارواکې د طالبانو له خوا تازه محدودیتونو ته په اشارې وویل:" هغوی (طالبان) وایي چې دا کار یې د اسلام د سپیڅلي دین لپاره کړی. هغوی وایي د کلتور لپاره یې کړی. خو که د افغانستان تاریخ ته نظر واچول شي، هیڅ داسې پړاو نشته چې یو حکومت له کار او تحصیل څخه د ۵۰ سلنه نفوس د حذف لپاره پالیسي جوړه کړي وي."ښکاری چې رینی په احصایه او حکومتولی هم نه پوهیږی . امیری خوب لیدلی « ډیوه» هم بل څوک نه لری هر نداف اوهرې کاسې اوکپړی سره مرکې کوی پطری ته یې نه ګوری یوازې ګړنجانی[لقب] پسې ګرځی .دامیری بل اټکل ته ځیر شی.روایت همداسې وی.
میرمن امیري زیاته کړه د طالبانو د ادعاوو برخلاف، د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون چې سعودي عربستان یې هم غړی دی، ویلي هغه څه چې په افغانستان کې"د اسلام په نامه کیږي، د اسلام په ضد دي." امیری دکومو میرمنو لپاره مبارزه کوی؟دې سندره کې خو ملګری ملتونه، داروپا اتحادیه ، دنیتو بګیلان غړی، امریکا او نور بد وبلا ...... ټول شامل دی دا نغاره خو تول ډمان ټنګوی خو اسلامی امارت کوڼ دی دغه زمینه هم دوی نړۍ ته په لاس ورکړې ! داحقیقت دی خو دا ددې مانا بیا نه لری چې هره آفه دې خپلې ببولالې وایی.هلته نورې باشخصیه اومسلمانی میرمنې شته چې ملی او اسلامی هویت لری او افغا ولس ور باندې ویاړی. ستا له تعلیم سره څه ؟
هغې زیاته کړه، له تعلیم او په غیر حکومتي سازمانونو کې له کار کولو څخه د میرمنو او نجونو د منع کیدو په اړه د طالبانو پریکړه د اسلامي لارښوونو خلاف ده، هغه دین چې پر "شفقت، عطوفت او د بیوزلو په پالنه" ولاړ دی.
امیري وویل د سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو، قطر او مالیزیا په ګډون له هر اسلامي هیواد سره چې یې خبري کړي، د یادو هیوادونو چارواکو ویلي هغه څه چې طالبان کوي، په ټولو ځایونو کې د اسلام تصویر ته زیان رسوي.خو داسلام تصویر دومره محدود نه دی چې یو څو ګوډاګیان یې تمثیل کړی شی حتی یو فاسده آفه ګۍ. خو هغوی ستا په څېر خپل ولس او مېرمنې نه تحقیروی او نه ستا په شان دروغجنې دی.
دغې امریکایي چارواکي د سعودي عربستان لیدلوري ته په اشارې وویل، یاد هیواد هڅه کوي چې پر میرمنو محدودیتونه لیرې کړي او څو تر۲۰۳۰ میلادي کاله پورې میرمنې په هغه هیواد کې وکړای شي په بشپړ ډول په اقتصادي فعالیتونو کې ګډون وکړي.ده درکجا ودرختان درکجا امیری اقتصاد هم را ګرولی.
امیري وویل:"هغه څه چې طالباان کوي د افغانستان لپاره په بشپړ ډول ویجاړونکي دي. هغوی افغانستان د ناورین سره مخ کوي." نوامیری بیا ولې امریکا قطر کې هوکړه لیک ور سره لاس لیک کاوه ؟ دا مانا دا لری چې امریکا غواړی چې افغانستان نور هم وېجاړ کړی دروغګوی حافظه ندارد!
دغې امریکایي چارواکې په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې چې طالبانو د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې نه یوازې میرمنې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو بې برخې کړې بلکې په غیر حکومتي ملي او نړیوالو سازمانونو کې یې هم له کار کولو منع کړې.داخبره تکرارا ډیوه په غیر مستقیمه تو ګه کوی. وایی بیګیرش که نګیریدت!
میرمن امیري وویل چې په غیر حکومتي بنسټونو کې د میرمنو نه کار کول به د ماشومانو په ګډون د افغانستان بیوزلې خلک له خطر سره مخ کړي کوم چې همدا اوس یې شمیر میلیونونو ته رسیږي. داچیغې ټوله نړۍ وهی چې لیوه راغی هلی ژرشی!
بله خوا د بشري حقونو یو شمیر مدافعینوپه ډاګه د میرمن امیري د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې امریکا او ملاتړي‌ یې د افغانستان د اوسني وضعیت په خاص ډول د بشري حقونو د نقض ستر مسولان دي. دغو فعالانو همدارنګه ویلي دي چې میرمن امیري یوازي د طالبانو کړني غندي او د افغان میرمنو په ژوند کې یې هیڅ بدلون ندی راوستی او نه یې راوستلی شی.دلته بوښتنه راولاړیږی کله چې امریکا او اسلامی امارت طرف کیږی امیری څه کاره ده؟ چې ځان طرف ښیې او که چېرې طرف وی نو بیا ذا نولسوکې څوک پاتې راغلل واشنګتن لا هم په کارغه مړز نیسی!
میرمن میري د بشري حقونو د فعالانو د نیوکو په ځواب کې وویل چې د ډیری افغانانو ناهیلي درک کوي چې وایي له اعلامیو اخوا یو لړ اقداماتو ته ضرورت دی . خو هغې وویل بیانیې مهمې دي ځکه دا بیانیې ښکاره کوي چې له افغانانو څخه د ملاتړ په برخه کې نړیوال یووالی موجود دی.نه رینی دافغانستان فرهنګ پېژنی او نه نړیوال داهغه ندیوال دې چې دبن ککړه اداره یې رامڼخ ته کړې وه
له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو بندول، د میرمنو او نجونو پر مخ د ښونیزو مراکزو، حمامونو، تفریحي پارکونو تړل، له محرم پرته د سفر مخنیوی، د عالي تحصیلاتو بندول او په غیر حکومتي سازمانونو کې د میرمنو د کار مخنیوی هغه عمده موارد دي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنیدو وروسته، پر افغان میرمنو وضع کړي دي.
د طالبانو دغو اقداماتو د متحدو ایالتونو په ګډون د نړۍ د هیوادونو او لویو سازمانونو تند غبرګونونه راپارولي او ویلي دي چې د طالبانو دا اقدامات به ناوړه پایلي ولري. نړۍ سره اټکلی ، احساساتی ،خیالی، استخباراتی، دوه مخی او سازش لوی شرم او بی غیرتی ده چې له مظلوم بې ګناه ولس سره دغبرګون خبره کوی. اسلامی امارت مجبور او مکلف دی چې دلوړو تحصیلاتو دروازې دنجونو پرمخ خلاصی کړی او همدارنګه دښوونخیو او کار زمینه هم په بېړه مهیا کړی دا به ډېره سفاکی او نمرودی عمل وی که دوی دغه کرکه او انحصار ژرترژره لیرې نه کړی.