نجیب عامر
شېبې یې د ښائیست په تصور کې تېروم
راپېښه ده ځواني په پېښور کې تېروم
وړه غوندې دنیا لرم، څو ښکلي راسره
نهنګ نه یم چې ژوند به سمندر کې تېروم
یه ښکلې! چې د مینې د زیارت یم منجور
نو لاس به کله کله ستا په سر کې تېروم
یاران په جمع وایي کډه وکړه له دې ښاره
دا زه لکه چې وخت مې په سنګر کې تېروم ؟
چې پورته کړم لاسونه په درګا ه کې د الله
دا واړه انسانان مې په نظر کې تېروم
چا وی سبا قیامت دی ،دادروغ نه شي رشتیا
دانن مازیګری مې په ګودر کې تېروم
عامره څه رازونه مې ساتلي دي په زړه
یوازې به یې خدای ته په محشر کې تېروم
۲۰۰۹ /مارچ / اول
پېښور
28.02.2009
- zarpana
( 1 )
دازغیو په مالت کې زه او ګلسر نه تېر یو محبت کې زه او ګلد شبنم او د زمزم په اوداسهد الله په عبادت کې زه او ګلخاورې کیږو که نن دلته په یو ځایرا پا څیږو به جنت کې زه او ګلاوربلونه مو ښائیست ته دي محتاجسکه وروڼه نزاکت کې زه او ګلنه دینار مو اخیستی شي نه مو زربرابر یو په قیمت کې زه او ګلله (حاتمه ) که یو کم...
01.03.2009
- zarpana
نجیب عامر
یو څه نوي راته وایه د ډالۍ خبر به نه وي ؟تا نه ځار شم خبریاله! د خوښۍ خبر به نه وي ؟په څپو د هوا ګانو ، د مرګونو اوازې ديچې د ژوند امید ترې وشي د سیالۍ خبر به نه وي ؟نور یې نه شم اورېدلی د نیستۍ کیسه زړه شوهراته وایه ستا په شونډو د هستۍ خبر به نه وي ؟تور او سپین د چا په لاس دي؟ داهرڅه راته معلوم ديزه دې سپینه مانۍ څه کړم د کېږدۍ خبر به نه وي ؟نیم یې وخوړل پخپله نیم یې نورو ته ډالۍ کړلد پاچا او...