دبسوګۍ واده نه بلکې د سولې قلمرو ،دروغې جوړې بین الافغانی موقف اوتاریخی اهمیت کې دافغانانو ملی یوالی دی افغانان باید پوه شی چې دکرزی ددوه دورو غلط دریځ کوږ بار ووچې مزله ته ونه رسېد اوس هم سهوې او تېروتنې کوی اوهمدارنګه داشرف غنی احمد زی احساساتی ارګ مېشته اداره هم دسهامی شرکت له بوجه ونه شوه وتلی له ملت سره یې ډیرې ژمنې وکړې خویوه یې هم عملی نه کړه شوای .شرع حاضر ته ګوری اوبل ثبوت یې دلته .دولس مشرانتخاب په اماتور امرالله (مجهوله) څېرې یوڅه ویل .سروردانش داستبداد او ظلم په نوم خپل هویت رټه . دهارډوېر اوسافت وېر حمدالله په افغانی فرهنګ کې لا تراوسه یو ماشوم وه . کټ مټ د صلاح الدین ر بانی د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سر پرست وزیر وه درېواړه درې ډوله اجندا وې لرلې لکه سباته دملګروبې شرمه او بې حیا سازمان زړې ببولالې دی.سازمان .مشاور او وزیرخو هم اخر تعریف لری او مسولیت!
د متکور تر ټولو ستره ډنډه داوه چې کاريې اهل کار ته سپارلی وای چې وې نه سپاره او سولې ته له اول څخه په کلکه ژمن نه وه،په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی ورنه کړی شو او د تلپاتې ډاډمنې سولې تکل ،سیاسی دریځ ، ولسواکه پالیسی او تګلاره یې غوره افغانانو ته ونه سپارله .داسلامی او ملی اصولو په رڼاکې له حاکم دریځ او ځان غوښتنې څخه تېرنه شو .موږ ټول پوهېږو تر هغو چې په هېواد کې کړکېچ پای ونه مومي، اوسوله رامنځ ته نه شي، په هېواد کې ملی اراده، امنیت، سکون او ثبات ټینګدای نه شي، موږ باید یواوبل ومنو او همدارنګه طالبان هم ځکه دا د تاریخ جبر دی! مجروح دغه جبر په ځانځا نی ښا مارکې څو لسیزې پخوا دکابل پوهنتو ن په انګړ کې خپور کړی وه چې چور شو .زه باور لرم چې رښتینی یوالی،استحکام ،یو ولسواک نظام دملت په ګته دی او مشروعیت ته راخی ښه به داوی چې موږ خپل مسولیت وګالو اوله نیوکو او تیرکیسو او وچ سیاست څخه لاس واخلو په ښه او بریالۍ توګه دلته دسولې ،خیر اوفلاح لوری ونیسو . دغه مسولیت اوظرفیت اګاهانه ومنو ، که څه هم جګړې ته پای ورکول او د سولې رامنځ ته کول اسانه کار نه دی اوپه ټوله کې د افغانستان جګړه ډېره پېچلې وه او ده ګڼ سیاسی استخباراتی کورنی او بهرنی اړخونه یې درلود چې دغه سهوې او خطا وې موږ په خپله کړی. ددې پېچ اوناکامۍ یوه پیچلتیا یې دا وه چې ډېره اوږده شوه؛ پوره څلور لسیزې شوې چې په افغانستان کې جګړه روانه وه. هرڅومره چې دا جګړه دوام مومي او اوږدېږي ملګری اویوناما خوشالیږی، هغومره یې په ټولنه کې بې اتفاقيو، کرکو، تبا هیو ،سیالیو ،دغچ زمینه هم پراخېږي اوټولنیز درزونه او د سهامی شرکت روحیه بېرته نوره هم پياوړې کېږي او د خلکو ذهنونه او فکرونه له جګړې سره دانرشی ،ا ستعمار، اوبرباديو خواته درومی داغمیزه همدا اوس ته هم وینی تا سې دغه امار/احصا یه درک کړې.
پر دې سربېره، د افغانستان په جګړه کې ګاونډي، د سیمې او نړۍ هېوادونه یا په مستقیمه او یا هم غیر مستقیمه توګه په ډاګه ښکیل دي. له بده مرغه افغانستان د تاریخ په یو ځانګړي پړاو کې د نړیوالو زبرځواکونو اوسیمه ایزو قدرتونو د سیالیو او رقابتونو ډګر شو ی تاسې ګوری چې شتولتن بېرګ يو څه ویل اودولا له هرې الوتکې نه ولس ته لاسونه ښورول لکه چې واده ته روان وی. دغه ډول انسانان دخپلو دالرو او بقا غم کې دی نه دولس . ډېرو دلته د میلمنو په نوم لاسونه را اوږده کړل، ځینو نېغه لاسوهنه وکړه او دلته یې فزیکي شتون وموند او نورو بیا په غیرمستقیمه توګه لاسوهنه کوله.بل اخر او بل اول خو دتور لګونې مقاله جیب کې اچولې اوپه هر ستیج یې وایی شهباز قلندر خو لا پرېږده! دا حالت اوس هم دوام لري چې ولس ته په هېڅ صورت کې د منلو وړ نه ده او ولس مجبوردی خپل لوری پیدا کړی دادومره غټ پېتی بیا له یوکشمش او څلوېښت قلندر سر پرستان ، بې ګټې پرسونل، او بې کفایته کا بینه د څه لپاره؟
افغانان د یو ژمن او تاریخي ملت په توګه ډنډه او مسوولیت لري چې دغه ترینګلي حالت ته نور د پای ټکي کېږدی، جګړې ته پای ورکړي او سوله راولی. د سولې د خوندي کولو لپاره کار او زیار د هر افغان ملی، ایمانی او اخلاقي مسوولیت دی فلهذا پخوانی ولس مشره! ته دا پريږده چې دیموکراسی بې له مدیریت څخه افغانستان کې ناممکنه ده ! او دافغانستان په هېڅ ځاي کې قدرت میراثی نه دی. حال داچې دغه میراثی خبره ستا بیانو کې ښکاری ځکه هغه غله چې ته نازوې هغو ته جهادی مشرن وایی او بیا ترکیې او آلمان ته ورغلې بیا دغلطو ادرسو څخه له ځان څخه په ارثی ډول را چاپېر کړی دا بې انصافی ده!.
له وطن سره د مینې معیار نن دا دی چې هر څوک د سولې لپاره څومره کار کولای شي، د سولې په بهیر کې کوم ډول سالم نیت لوبولی شي. دا مسوولیت ټولو ته متوجه دی: له غټ رییسه را نیولې بیا تر بې تجربې او بیسواد سر پرست وزیرانو او عادي دولتي مامورینو پورې؛ له دیني عالمانو او ملا امامانو رانیولې بیا د هغوی تر مقتدیانو پورې؛ له پانګه والو او سوداګرو رانیولې بیا تر کوچنیو پلورونکو پورې؛ له قومي مخورو او سپین ږیرو رانیولې بیا تر عادي کلیوالو پورې ، دا د ټولو ملي او اسلامی مسوولیت دی او باید دغه مسوولیت سرته ورسوي هغوی چې سوله نه غواړی په هیڅ صورت کې ستا او دملت ملګری کيږی نه. یوعامل یی دهغو شخصی ګټې د ی اوبل خو همدې داړه مارانو همدا مظلوم ملت یې زبېښلی هغو ته افغانستان دلنګې غوا حیثیت لری!
همدارنګه، ملګری دی او که پردی دابه حقیقت کې دافغان ملت او ولس په خیر او ثبات نه دی ملګری ملتونه ډیر ګرم دی نسبت دې ته چې څه باید وکړی ملګری ملتونه سبا بیا غونده لرې دګیلو او ګزارو پېټي! اسلامی ا مارت ته ژبه په کار ده چې دغړیتوب پر بنا او تاریخ ملګرو ته قناعت ور کړی. ملګری ملتونه دافغانستان کورنی سیاست به غیرمنطقی توګه لابی کوی کله چې موږ د سولې په اړه خبرې کوو، نو دلته اسلامی امارت ته هم دغه ستر ملی او اسلامی مسوولیت متوجه کیږی؛ هغوی هم د دغه مجاهد ملت یوه مسئوله برخه ده. هغوی هم دیني او ملی مسئولیت لري چې جګړې ته په پای ورکولوکې او د سولې په راوستلو کې فعال سیاسی ظرفیت او اغېز ولوبوي. سوله په سیاسی ،اقتصادی ،تولنیزه، مدنی او په تېره بیا معاصره نړۍ کې خانګړی اهمیت لری .نن سبا دتکنالوژی علم اوپوهه به هر سکتور کې شامله ده باید د ټولو ګډه موخه عالی اراده اوقلمرو وي چې دګډې پروسې لپاره کار کول دقیق سوچ ، پراخ صبر،حلم ،هر اړ خیزه تدبیر،مبارزه او لید لوری په کاردی چې ټول افغانان د غو ملی ګټو ،اسلامی اصولو ته له هرڅه نه لومړیتوب ورکړی او داسلام معاصردین او جهان بینی ته په هره برخه کې لاره پرانیزی .یو تریلیون دولس صفره لری دا خرچه په دیموکراسی کې څنګه تعریف کېدای شی؟ بیادا تباهی څوصفرونه غواړی: د میلیونو انسانانو(ماشومانو، ځوانانو، مشرانو ،ښځو: رنډو او کونډو یتیمانو وژنې د نامعلوم ترورېزم تر نوم لاند ې نو ګډې موخې لپاره کار او مبارزه د دې غوښتنه کوي چې ټول د ملي ګټو د دفاع په سنګر او مستقله فضاء کې ودریږو.
اوس د دې وخت دی چې ټول له خپلو شخصي ګټو څخه تېر شو، ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړو او د سولې لپاره کار وکړو
تر بلې لیکنې پورې..............