د امریکا د بهرنیو چارو وزارت شل کاله دهر ناوړین تر نوم لاندې نغاره وډنګوله او بیا یې د طالبانوسره دقطریانو په منځګړیتوب هوکړه لیک لاس لیک کړاوس په کوم سکنیتوب د امریکاغږ اود آزادۍ رادیو د خپرونو بندول غندي؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس دې یوځل له خوب سم پاڅی لومړی د ې خپل شل کلن تور تاریخ په آیینه کې وګوری او بیا دې دواړه هېوادونه ظرفیت، کتلې او نفوس ، بشری او اقتصادی توان مندی، کلتور او فرهنګ، دین او عقیدې ،موقعیت او سیمه ایزه کړکیچونه او نورو وسایلو او ابزارو په تناسب مقایسه و کړی بیا دغندلو حق ته دې مراجعه وکړی که ریاضی یی کمزورې زه مرسته ور سره کولای شم.
نیډ پرایس وویل چې: «متحده ایالات په ټوله نړۍ کې خپلواکو رسنیو ته د لاسرسي د حق ملاتړ کوي خو دایی نه دی ویلی څه ډول
خپلواک ؟ کوم ډول رسنیو ؟ اولاس رسی یعنی څه؟ وایی ږیره دما او واک یې دملا!. داظلم او بربریت دی او که ستاسې درڼا ورځو ظالمانه بربنډه بې شرمه بی حیا ،توغندیو اوبمونو ، بمباریو او استخباراتی تباهیو دوه لسیزو عام وژنو طلسم کومه خپلواکی دابربریت منی چې زموږ بې خبره آشنا ولې په عالم کوری کې تاته کریدت درکوی دیو شمیر نا بکارو دآزادی رادیوهم عین زاغ اوکارغه دی . وایی چې سور سپی دلیوه ورور دی. د امریکاغږ او آزادې اروپا/ازادۍ رادیو د خپرونو بندول [د طالبانو] سمو اقداماتو څخه دی ستاسو په اوږده لیست کې خو د یو بل اقدام اضافه کیدل ستاسو حماقت دي. د افغانستان خلک آزادوه خلک خبرونو ته د لاسرسي حق ا و روښا نه دریځ لری».
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي تام ویسټ ولې زموږ کورنی مسایلو کې لاس وهنه کوی هغه هم لکه امرالله په خپل ټویټر باندې د طالبانو له خوا د امریکاغږ او آزادۍ رادیو د خپرونو بندول غندلي او ویلي یې دي چې افغانان خپلواکو رسنیو ته د لاسرسي حق لري کوم افغانان ؟ رینا امیری،فوزیه کوفی ، سیما سمر ، دازادی رادیو مرکچیانې لکه : دپخوانی فاسد پارلمان افه ګانې...............چې په اټکل ناندری وهی!.
تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د طالبانو له لورې دننه په افغانستان کې د امریکاغږ د منځنیو او ایف ایم پر څپو د خپرونو بندول په کلکه وغندل او ویې ویل چې: "دا هغه ډله ده چې وايي دوی د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ له هیوادونو سره مشروعیت او عادي دپلوماټیکې اړیکې غواړي. ښه، یو له هغو شیانو څخه چې موږ یې د سوله ایزو مظاهرو سربیره دفاع کوو د مطبوعاتو ازادي او اطلاعاتو او خبرونو ته د خلکو ثابت او د باور وړ لاس رسی دی خو مطبوعات ،آزادی ،انسانیت ،اطلاعات او خپرونې او ثابت باورونه او استدلال منطق او عقلا نیت غواړی نه حیوانیت اونړیوال بربریت .."
ښاغلي کربي زیاته کړه چې: "مو ږ به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مطبوعاتو له آزادۍ او د اتباعو له حقونو څخه دفاع ته دوام ورکړو، څو هغوی رسنیو او خبرونو ته لاسرسی ولري . ددې مانا داده چې موږ منافقود دومره بې ګناهو انسانوعام وژنه وکړه خو لا پښېمانه نه یوخو دمنافقو تر شا لا دریږو او ملاتړ یې کووداشو د نړۍ ګوت کوټ. داپلمې نورې نه شړی کیږی اسلامی آمارت حاکمیت لری او دحاکمیت کنترول ته ادامه ورکوی. دا لاندې کږې وږې پلمې هغه مثال ته ورته دی وایی چې داوښ په څښتن زور نه رسېد نو په موړه یې خوله لګوله!".
ښاغلي کربي وویل، د طالبانو کړنې د دوی له څرګندونو سره مخالفې دي او "موږ وینو چې زده کړو ته یې د نجونو لاسرسی قطع کړی او د ښاریانو په ځانګړې توګه د ښځو د مدني او بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو شاهدان یوهم شاهدی او هم جګړه ماری او دڼړۍ پولیستوب.".
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وویل: "که طالبان واقعاً په رسمیت پېژندل غواړي او مشروعیت ولري، هغوی باید په قانوني لارو عمل وکړي یعنی ددوم بن ککړې غونډې ته زمینه برابره کړی یا دتښتیدلی متفکر او که مټکور وه لاره دې برانیزی دالهجه اوغږ نور باید بدل شی دجګپوړوداډول ناندرۍ له شرم او بې غیرتۍ اوړی هو! طالبانو دا کار کړی اوبربنډه واقعیت دی خو نیوکه باید دمنافقو په خوله داډول توجیه نشی کومې ښځې چې په اروپا او امریکا کې دڅارویو له موقف کمې ګنل کیږی او دهغو له جسمه مادی او له حیوانیت بدتره ګټه اوچته کیږی ایا دغه غیرانسانی تجاوز دبشر په حقوقو کې ځای لری حتی دولس مشر په سویه! لاندې څوټکو کې زموږ دکورنیو جاسوسانووزن هم له امر یکایانو کم نه دی زه دامنم چې طالبان دا کار کړی اوهغوی باید له سخت دریخی راووخی او په بشپړ عدالت ، انصاف، مساوات او اخوت باندې کوتلی ګامونه اوچت کړی له کرکې او جاهل انحصاره را ووخی ا عالی سیاست ژوره جهان بینی رامنخ ته کړی ولې نه ستاسو به خوښه ،فرمایش او دګرزی غنی هاها ډوله ګوډاګیتوب.."
طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو سخت مقررات وضع کړل، ښځې د یو څو دفترونو په استثنا په دولتي ادارو کې له کار کولو منعې شوې، منځني او عالي ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول او ښځو ته امر وشو چې د شرعي محرم پرته سفر ونکړي. ددې تر څنګ طالبانو پر مدني فعالانو، د ټولنیزو شبکو په کارونکو او د رسنیو پر کارکوونکو باندې محدودیتونه وضع کړي او پدې هیواد کې په سلګونو نه یو څو اماتوره رسنۍ د طالبانو له خوا د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي دي.اوهمددا رنګه دجمهوریت یو څو خپل سرې ،بیکفایته،کاپی شوې بهرنۍ رسنی چې دافغا ن فرهنګ نوم یی بدکړی وه ..
د افغانستان په کومو مطبوعاتو باندې د طالبلنو د محدودیتونو په نتیجه کې چې کاناډا او هالنډ په ګډه په اټکل سره د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف (MFC) د رئیسانو په توګه د نومبر په ۱۸ مه (لړم ۲۷) اعلان وکړ چې په دغه ایتلاف کې د افغانستان غړیتوب لغو

. د ائتلاف ګډو مشرانو ویلي، دغه اقدام یې د ټولو غړو په مشوره او د ائتلاف له غوښتنو سره سم کړی دی ولې کا نادا او هالند لغو شو دافغانستان په لانجه اوتجاوز کې دناتو ستر سپی ول چې اوس هم لا کوړنجی.
ددې ايتلاف په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د رسنيو د آزادۍ ايتلاف ته څرګنده ده، چې په افغانستان کې د رسنيو د آزادۍ وضعيت له بده مرغه نور د نړيوالې ټولنې د ژمنو سره مطابقت نلري. په حقيقت کې اوسنی حالت د جدي اندېښنې وړ دی."
افغانستان د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې هغه وخت د رسنیو د آزادۍ د نړیوال ایتلاف غړی شو، چې د اشرفکک غني په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت د رسنیو د آزادۍ په برخه کې نړیوالې ژمنې ته متعهد شوخوڅه ډول؟
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) په ګوډه اوماته احصایه کې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د نامعلوم تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په تېر کال کې د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو له ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي
د بې سرحده خبریالانو سازمان هم ویلي چې د دوی موندنې ښيي چې په تېر کال کې په افغانستان کې ۲۱۹ چاپي ډنډوره چیانو، غږیزو او تصویري جعل کارو رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک تر لاسه کړي، ۵۴۷ رسنۍ موجودې وې، خو اوس مهال په هېواد کې یوازې ۳۲۸ رسنۍ فعالې دي.
د رسنيو د آزادۍ او د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د دوام په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې تر دې مخکې د افغانستان د خبريالانو مرکز په يوه راپور کې ويلي و، چې په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهيسې د خبريالانو او د رسنيو له کارکوونکو سره د تاوتريخوالي ٢٤٥ پېښې شوي دي چې په کې نیول، وهل ټکول، تهدیدونه او ټپي کیدل شامل دي چې ډب نه ویادب نه وی.
مخکې له دې چې دغه بندیز ولګول شي، د امریکا غږ اشنا راډیو د افغانستان له دننه څخه د ورځې د ۱۲ ساعتونو لپاره د ۱۵ ایف ایم څپو او دوه منځنیو څپو له لارې شپږ ساعته په دري او شپږ ساعته په پښتو خپرونې کولې. دغه رسنۍ په بېلابېلو خپرونو سره د افغان ولس غږ د هغو مسايلو په اړه نړۍ ته رسوي چې په کورنيو رسنيو کې د طالبانو له خوا سانسور شوی د ی دغه سانسورباید تعریف ولری او خانګړی منذرجې طرحې.
د امریکا غږ آشنا راډیو چې په افغانستان کې دننه څه باندې ۷.۳ میلیونه اوریدونکي لري. خو د ډهل غږ له ورایه ښه لږیږی د رامنځته شوې ستونزې څخه ژغورل شوی او اوس خپلې راډیویي خپرونې له افغانستان څخه بهر افغان اوریدونکو ته په ۹۷۲ کیلو هرټز منځنۍ څپې وړاندې کوي