د پسرلي موسم دی فضا آرامه اوزړه وړونکې ده او طبیعت وټولونباتاتوته نوی ژوند
ورکړی او ګُلي ګلذار دی. د یوه ګلبڼ (کوکیاڼه) په انکړ کي یو لوی غټ شین چمن دی،
چي شا اوخوا ئې لوي جیګي وني ولاړدي او د چمن پراړخوئې ښایسته او ښکلي
رنګارنګ ګلان لکه: (ګلګلاپ، چمبلي، یاسمین، نرګس، رانااوزېبا، ګنډېري
اوګلپاڼي اونور دغسي.) ولاړدي، چي پرښکلائې دچمن دښایست لمن غوړولې وه.
په دغه چمن کي بیا ډول ډول مرغانو لکه: (کوتري، قُمّري ګاني، توتیان، بلبلي،میناګاني
کارګان، زرګي، مړزان، چروندکان، خِرګټي او تاروګان اونور.) کښته پورته کېدل
او یوچوڼهار ئې جوړکړی وو.
هرتوکم مرغه له خپلي ډلي سره وو. یوه کارګه دغه ننداره څارله، خوده هم لکه دا نور
مرغانو په چمن کي «مله خان» چینجیان، وړې اولوي خزدکي نیولې.
که به په کومه ډله کي دوو مرغیو سره جنګ سو کارګه به ورتی په خپل موښکه بې
سره جلا کړه یاني جنګ تې نه سره پریښودل. که به په ونه کي جنګ سو هلته نه ورتی.
مرغانو په چمن کي رښتیاهم مېله جوړه کړې وه. دګلانو پرڅانګواولښتو به کښېناسته د
ونوو پر ښاخلواوښاخو به ناست وه یوچوڼهار اویو ږوږئې جوړکړی ووتابه ویلچي دایوه ننداره ده.
یوه پیشي پټه پټه دېخوا هاخوا کېده که ئې کومه مرغۍ ښکار کړې وای. دکارګه ترسترګه سوه ورغی پیشي ئې په
موښکه ووهله او وې څغله ول. خوپیشي به بیاراغله
مګرمرغان هم ځني الوتل. پیشوته دا ښکارهم څه آسان کارنه وو.
پیشي دېخوا هاخوا پټه پټه وځغاستل شی ئې لاس ته و ره نغی ناهیله سوه. کارګه دا ټوله صحنه څارل.
پیشي ستړې هلاکه راغله غلې دیوې وني تنې ته بوڅکه پرخپل لکۍ کښېناسته.
دغلیمۍ څخه ناچاره نندارچي سوه. دې هم اوس دمرغانو خوشالۍ ته سیل کاوه. پاس په
ونه کي پریوه ښاخ دوې مرغۍ ناست دي خو یوواري په جنګ سوې. دپیشي ودې دوومرغیو ته چي پاس په ونه
کي جنګ سره کوي هیڅ پام نسته.
دا و نندارې ته د مرغانوځیرده. کارګه هم دغه هال څاري.
که ګوري د وني له ښاخه دواړې مرغۍ ترپ دپیشي مخي ته ولوېدلې. پیشي چي وښکار
ته ئې هیڅ هیله هم نه وه په تعجب سره ئې دا دواړي مرغۍ حمله کړې اویُویه وړې.
کارګه دا ټوله عملیه ولیدل. دچمن پرهغه بل اړخ بیا یو«تارو» مستۍ اخستی وزرونه ئې
غوړولي لکې ئې برداره کړې اوغاړه ئې پورته نیولې چوڼهار ئې جوړکړی دېخواهاخواځغلي او ګوري هم چي
«چغال پیشي» پټه په خزه کي ورته پرته ده. نه کوي چي له دې ځای بل ځای ته ولاړسي یا ځان له دغه
خطره لیري کي.
«تارو» مغرورۍ اخستی دچغال پشي ومخي ته دېخواهاخوا کیږي. چغال پیشي هم
پراټوپ کړل تارو په هواسو خويومترنه وو په هواچي چغال پیشي هم وروغورځېدلتارو ئې په هواکي ونیوی.
دغه غمناکه صحنه هم کارګه ولیدل.
نوئې خپلي جوړې ته ورږغ کړه، چي راسي. هغه هم راغله.
کارګه داکیسه دمرغیو چي څرنګه پاس په ونه کي په جنګ سوې اولاندي دپشو مخ تهولوېدې؛ وکړه.
او ورته ئې وویل:( نفاق دواړي مرغۍ ډېر آسانه دبلا خولې ته ورواچولې.)
اوبیا ئې د«تارو» کیسه ورته وکړه چي څرنګه غرور دغیلم په لاس کيورکی. کارګه خپل جوړې ته وویل:
(ورځه ټولو کارګانو ته زما دسترګو لیدلی هال وه
وایه.) «جوړې» ئې ورته وویل: ( خاماخا ځم داستا ټولي خبري وکارګانوته کوم.)
کارګه بیا ورته وویل: [ نفاق بد دی هم مغرور++
وَرّکوي کس غلیم ته په ضرور]
[ نفاق مګړۍ ګورۍغرورهم ++
کله نه سۍ تربګن ته په حضور]
«جوړې» ئې وویل: (بېشکه چي نفاق اومغروري بد دي اوسړی وغلیم ته آسانه په لاس
ورکوي.) اودا هم د خپلو کارګانوخوا ته ولاړه.