( 1 )

که ویده ده د نیاګۍ زه تا سره یم

ای د نیمې شپې سپوږمۍ زه تا سره یم

رقیبان که مې دېوان دي زه بهرام یم

ګل اندامې ښاپېرۍ زه تاسره یم

ادم زاد یم خو ادم نه مې زړه موړ دی

د جناتو شهزادګۍ زه تا سره یم

دا نو مه وایه تنها یو څوک مو نشته

زما خپلې بې وسۍ زه تا سره یم

له نیکه نه یې راپاتې نو پالم دې

د ټو پک تورې شپېلۍ زه تا سره یم

ښکاري نه یمه شاعر یم مه ډارېږه

د ځنګله وړې کبلۍ زه تا سره یم

۲۰۰۹ فبروري ۲۳

      پېښور

 

                  ( 2 )

په لوړه بیه یې بدرنګ واخیسته

دې ښار څه بل شان غوندې رنګ واخیسته

تا پرې د ښمن ما پرې خپل ورور وژلو

ښه شوه بابا تورې دې زنګ واخیسته

دپیرنګي په شانې وغوړېدو

رقیب د یار له شونډو رنګ واخیسته

دښمن پردی و ،خو ما وپاللو

څه په لوی لاس مې ځان له جنګ واخیسته

پېغلې ! هغوی مانه رباب اخیستی

چاچې داستاد بنګړو شرنګ واخیسته

۲۰۰۹ ، فبروري ۲۳

         پېښور