00000

دنيا کې چېرته وفا پاتې نه ده
هغوى چې ځان ته پرښتې هم وايي
دبل هوسا ژوندون ليدلى نه شي
                  00000
پخوامې زړه لکه مرغۍ هومره و
اوس د زمري غوندې ځيګر لرمه
عشقه مننه ننګيالى دې کړمه

                  00000

ملا چيندخ غوندې په ډنډ کې اوسي
هغه دمينې کتاب لوستى نه دى
سنډا ته څله سرينده غږ وئ

                 00000

چاړه په بډه ګرځوي راپسې
چې تصور کې مې سل ځله وژني
هماغه کس مې ددوستۍ د عوه کړي

                 00000

زه ډوبېدم اوده په غټو کتل
زما اشنا لاس راکولى نه شو
بلا پښتون و خو بې پت وختو

              00000

زه د جانان په نظر ګورم ورته
هغه د زهرو کنډولي راکوي
زما يارانو کې يو مار هم شته دى