نجيب عامر
خوشالي ډېره او غم کم پکار دى
دغه تبليغ اوس چم په چم پکار دى
جانانه مينه په حساب راکوه
زه باران نه غواړم شبنم پکاردى
دبرخليکونو بدلوونکو خلکو !
دغم زپلو هم څه غم پکاردى
وخت بدل شوى زه هم ځان بدلوم
زما لستوڼي له لړم پکاردى
داستا موسکا مې کمزوري وګڼه
دزړه کوشير له مې ملهم پکاردى
جنات زمونږه حالات نه بدلوي
څوک ادم زاد ، بني ادم پکاردى
2008/جنوري/19
پېښور