«الذین ان مکنهم فی الارض اقامواالصلوةوءاتواالزکوة وامروا بالمعروف ونهواعن المنکر ولله عقبة الامور»
سوره حج ۴۰ ایة
وقت شعر وشاعری بگذشت ورفت
وقت سحر وساحری بگذشت ورفت
وقت اقدام است وسعی جد وجهد
غفلت وتن پروی بگذشت ورفت
عصر٫ عصرموتر ریل است وبرق
گامهای شتر بگذشت ورفت
تلگراف ارد خبر از شرق وغرب
قاصد ونامه بری بگذشت ورفت
شد هوا جولانگه نوع بشر
رشک بی بال وپر بگذشت ورفت
گفت این سخن محمود راوبرفت
سعی کن تنبل گری بگذشت ورفت
۱۹۰۹ سراج الاخبار محمود طرزی
دفی الارض دسپلین او دژوندانه ژوروالی په څه کې دی ؟که څه هم دژوندانه موخې او اهداف ډیر ې او پیچلی دی خو بیا هم ملی دیالوګ،زغم اوتساهل،داقتصادی حقوقو تادیه په فرهنګی او اجتماعی برخوکی، دبشردحقوقو غوښتنه،مدنی ټولنه، دقانون حاکمیت او سوله ایز ژوند دانسان انسانیت رابرسېره کوی اود رواداری منل شوی لور ته یې بیایی .
"عقل" دانسانا نودسمې لارې یو منطقی برخه او پوهاوی دی چې د پوهيدلو او راپوهېدلو لپاره کاریږی .
اصولا باید په ژوندانه کې دهدف او هدفو ټاکلو او هغو ته رسېدل دانسان دپوهې پوړ او دفکر له څرنګوالی سره متناسب وی او له یوې مخې پرعقلی معیارونو،قیاس،اوعلمی منطق وسنجول شی نوپه همدې اساس پوهه او تدبیر دهدفونو په ټاکلو کې رغنده اهمیت لری اوویې کاروی
"باور" عینی اخلاص اوعملا د رښتینولی د رامنځ ته کېدلو بې له ریا اوهرډول تزویراو بدی څخه "باور" به له يو بل سره د اعتماد غوښتنو د گډولو او مصالحې په مفهوم او "پرانيستوب" به خامخا د ستونزي د غوټو په خلاصولو کي مرسته وکړي. چېرې په ځمکه کې لمونځ کوونکی او زکوة ورکونکی زموږ دکار په برخلیک چې امر وکړی په ښو اومخنیوی وکړی له بدو.دا د یوچا اماتوری وظیفه نه ده ټول مسلمانان مکلف دی. دلته دغه معیار دحاکمیت له محدودې اوتوجیه کولو څخه بهر وځی. ځکه په زور یارانه نه کیږی کوم مهم ټکی چې په پورتنی ایة کې ذکر شوی هلته دغه اخلاقی نزاکت سلسله مراتب لری وزن لری او مانا.زموږ برخلیک له خمکې پیل کیږی .زموږ اخ او ډب همدلته دی. انسان همدلته مصروف د ی او دسولې لاره په معاصره نړۍ کې ورڅخه ورکه ده! استعمار او استعباد به هرڅه کوی خو زموږ مسولیت ددې وږی او تږی ولس په وړاندې څه دی؟
فلهذا ! ديوه جوړونکي سیاسی ديالوگ ځانگړتيا په دي کي دی چي دوه لوری د عقل او روادارۍ په واسطه سره پوه شی او له هغه عملا پيروي و کړي او دواړه خواوي دي ته چمتو وي چي يو بل ته دزغم توان اوطاقت لری، دا ومنی چې يوله بله یې زده کولی هم شی او په توپیرنو ،بدلونونو پرانيستي ، سپيني داخلاص خبري وکړي.
پرانيستوب یا پیلامه کولاي شي د يواو بل له نظرياتو او غوښتونو په پوهای کي سره ګډه مرسته وکړي. که خبري پرانيستي او سپيني نه وي گډ پوهاوي هم نه را منځ ته کيږي او په طبعيي توگه گډ هدفونه هم نه ټاکل کيږي.دلته ګډ اهداف چې وایی :بنی آدم یو دبل غړی دی چې په پیدایښت کې له یوه ګوهره دی ځان له یوې سرچینې راپېژنی چې ګوهر ګڼل شوی. دغه سوچ شپږمه پېړۍ کې شوی اوس یوویشتمه پېړۍ ده اودمعاصرې نړۍ وخت او زمان دی.
دلته ډنډه یامسولیت د توپیرونو له منځه وړل نه دی او همدارنګه د مسولیت د يو بل ماتول او ټيټول هم نه دی بلکې ډنډه د باور ايجاد کول او له يو بل سره د فکرونو او غوښتنو شريک کار دي. ډنډه د اختلافونو او توپیرونو تر منځ د «گډي ژبي »ابزار پيدا کول او ابتکار هم په کورنۍ وسایلو او اړیکو کچه، او هم بهرنۍ په عین موډل کې د توپیرنو تر منځ د باور د ټولنیزه پلونوګډ فرهنګ جوړل او د گډ پوهاوي را منځ ته کول دي.موږباید ومنو چې بدلونونه په مجموع کې له منځه نه ځي او نه تلونکی دی نو له بدلونونه مه ويريږی.په داسې حال کې چې بدلونونه طبيعي نه دي او دپرمختګ سبب ګرځی. دا بدلونونه نه دي او دا له يو بل سره د نظريو توپیرونه دي چي موږسیاسی ديالوگ ته کينوي او دا بدلونونه دي چي توافق په ضرورت بدلوي. په هغه ټولنه کي چي له توپیرونو او تفاوتونو ډکه وي سیاسی ديالوگ يو ضرورت او عامل دی، ترڅو په کرکو او سوءتفاهمو غلبه وشي، یا خدعه تګلاری غوره شی ترڅو د يو بل دريځونو درک کړای شی او ترڅو دقضایاوو علاج او دحل لاره وموندل شی.
ايديولوژي نه په عقل وزن کيږي، نه د باور را منځ ته کولو وړتيا لري او نه د پرانيستوب منلو ته چمتوالی.
له هغوي سره چي د زور، کرکې ،خشونت اواستعماری جگړي ستاينه کوي او په پیغور ناندرۍ وهی اونشی کولای دیوې کتلې او نفوس له شتون څخه استازیتوب وکړی، له هغوي سره چي د تا غوښتنو ته په ټوپک ځواب درکوي، له هغوي سره چي په منطق او استدلال هیڅ باور نه لري او له خپلو نظريو د باندي واقعيت نه پيژني دې خلکو سره د عقل په بنياد بحث کول ممکن کار نه دی دهغو په وړاندې دسولې مراحل، ثبات،فردی امنیت.اقتصادی او اجتماعی دا ډول وگړي له قناعت او قناعت کولو بيگانه اوپردی دي او ته نشي کولاي له دوي سره خپلي نظریي او خپلي غوښتنې گډي کړي. هغوي فکر کوي چي حق له دوي سره دی او دوي ځانونه د حق او حقيقت مالکان گڼي. دوي فکر کوي چي تر ټولو ښه او تر ټولو برتر دي. هغوي تا ته، د تا نظرياتو او استدلال ته اهميت نه ور کوي او هڅه یي دادی چي خپلي نظریي در باندي تحميل کړي او ته هم د دوي په شان شي. دوي خپلي نظريی او غوښتني ايديولوژيکي کوي او دوي ته په نورو د خپلو نظريواو غوښتنو تحمل کول يو مقدس مکلفيت ښکاري او د مکلفيت تر سره کول زور او ټوپک هم توجيه کوي او همدلته دی چي دواړه وژل او جگړه کول هم په مکلفيت بدليږي. سره ددي چي د نظريو او فکرونو اختلاف د انسان فطرت دی او موږ نشو کولاي دوه وروڼه او يا دوه انسانان چي يو شان ته خوی او يو شان فکر ولري پيدا کړو. خو ايديولوژيک بي فکره لښکر په تفاتونو او د نظريو په اختلافونو باور نه لري. دوي د هر څه يو شان کول غواړي او دا ډول غوښتنه نه يوازي عقلي توجيه نه لري، بلکي يو ناممکن کار هم دی.