هغه بله ورځ می دستانکزی سیب او دارشاد او دعوت وزیر خبری واوریدلی. دستانکزی سیب خبری می لیږ خوښی سوی خو دهغو دپوره وضاحت په انتظار وم چې پیدا می نکړ. بیا چی دوزیر سیب نوبت سو نوبیا می زیاته خوا باندې بده سوه.
داسی ښکاری چی امارت دمولویانو، شیخانو او مفتیانو ډلی جوړ کړی خو اسلامی لید یی بیخی محدود دی. دا په دی وایم چې شاید وزیر سیب یی له نخبه علماوو نه چڼ کړی وی او بیا یی وزارت ورکړی وی. که نه نو باید داسی دلایل ووایی چی ددوی په علم دنیا حیرانه سی.
دامارت خلک دی زما خبره په نصیحت ومنی او ټامیان دی له هغی بده استفاده نکوی.
دوزیر سیب خوابدونکی خبره
وزیر سیب وویل دنیاوی علم مباح ده او بیا چی هغه دامیر له حکم سره مخالف وی نو باید هغه منع سی. دا زما دهغه له خبری څخه برداشت دی. که زما برداشت سم وی نو بیا خو بیخی دنقد وړ نظر دی.
ایا علم فرض دی؟
حدیث شریف دی: طلب العلم فريضة على كل مسلم. دا حدیث صحیح حسن بلل سوی.
بل حدیث دی: اطلبوا العلم ولو بالصين. دا حدیث دنورو طرقو لخوا حسن بلل سوی.
اوس نو دوه حدیثونه دی چی صریح دعلم دطلب غوښتنه کوی. یوه په امر باندی او بله دفرض په لفظ. علماء دفرض عین خبره تنها په دینی اساسی مسائلو باندی کړی نور یی واجب کفایی بللی دی. البته دا ددریو مذهبو علماوو کړی. حنفی علماء په دی خبره لیږ واضح دریځ نلری. واضح پدی چی زه به یی په لاندی ډول بیان کړم.
دحنفی اصولیونو دریځ
داحنافو نامتو عالم الجصاص په اصولی کتاب کی لیکلی: دوحی نه اول شیان عقلا یا فرض دی او یا حرام او یا مباح. دخدای ج وجود، دنعمتو شکر، او انصاف پکی شامل دی. هرهغه چی نه فرض دی او نه حرام هغه مباح دی په دی شرط چی دهغه ضرر له نفع څخه زیات نوی. هغه کله په شریعت کی فرض سوی وی کله حرام سوی وی او کله مباح بلل سوی. دا پدی چی دوی دانسان دفایدی لپاره راغلی. الجصاص بل ځای لیکلی چی که انسان له خوراکه ځان منع کړی دا دهغه دمرګ سبب ګرځی. نو له خوارکه ځان منع کول یو قبیح کار دی. یعنی باید منع سی. هغه چی دهغه دترک نفع نه وی معلومه ترک یی حرام دی.
دالجصاص خبری ډیر پخی خبری دی خو کشکی نورو علماوو هغه نوری هم پسی بیان کړی وای. مهم ټکی دادی چه احکام دانسان دمنافعو دجلب او دضرر درفع لپاره راغلی. دوهم په شرع کی احکام په نصوصو ثابت دی. کوم چی ندی پکی ذکر سوی هغه عفو دی. الجصاص په دی باره کی زیات نصوص ذکر کړی. دا چی دفرضیت، وجوب او اباحی حکم په نفع او ضرر باندی ولاړ دی نو باید نفع او ضرر متیقن سی. که ضرر متیقن نسی نو تحریم یی حرام دی. دا زما برداشت دی. چی له لیږ فکر وروسته شاید تول له ما سره موافق سی.
الشاشی لیږ موضوع نوره څیړی ده. هغه ویلی واجب هغه دی چی الله تعالی دهغه عمل غوښتنه کړی وی. دوجوب نښانه دهغه دلیل دی. اخروی عقاب یی شرط ندی. واجب کله قطعي، کله محتمل، کله موسع، کله مضيق، کله مخير، اوکله مرخص وی.
الشاشی بیا ویلی کوم چی له خوراکه ځان منع کړی او مړ سی هغه ګناکاره ده ځکه هغه دمباح په ترک ځان مړکړی ده. نو دځان قاتل دی؛ (شرع وایی قتل حرام ده).
نو اوس باید ووایو چه دعلم طلب مباح ده او که فرض.
په اصولو کی وایی چی امر هم دوجوب لپاره وی او هم دندب یا اباحی (تخییر). مهم دلته دا ده چی طلب سوی نو باید مطلوب کار ترک سی او که نه؟ ښه نظر به داوی چی هغه عملی سی. که نه نو بیا شرع باید ساکته پاته سوی وای. رسول ص ویلی چی سوال مکوی. یا که زه یوڅه ووایم نو واجب به سی. دی احادیثو ته باید یو متفکر کس ډیر متوجه سی. نو دا چی حدیث ویلی چی اطلبوا العلم، نو څنګه یو مسلمان به ووایی چی نه زه یی نه غواړم.
د الجصاص نظر دی چی وجوب علی البدل کیدلی سی. دا له قرانی ایت سره موافق او داهل صوفه دسنت سره برابر. الغزالی ځکه ویلی چی فقه فرض کفایه ده. نورو ټول دنیاوی علوم پکی شامل کړی. دلته ددریو مذهبو د نظر سره توافق راتلای سی. هغه دا چی که فرض عین نوی نو فرض کفایه به سی. زه خو دالشاشی تقسیم په همدی توګه منلی سم. نو ځکه ویلای سو چی دعلم طلب فرض عین او فرض کفایه دواړه دی. عین فرض ددینی اساسیاتو په هکله او کفایه دنورو لپاره.
دالجصاص دعامی نظریی په رڼا کی وزیر سیب باید فکر وکړی چی ایا ددنیاوی علم مباح بلل دانسانانو لپاره ضرر کیدای سی او که نفع؟ د مسلمانانو لپاره هغه دضرر سبب کیدای سی او یا دنفعی؟ وزیر سیب باید دمسلمانانو دضعف شپږسوه کلنی تاریخ ویلی وای. همدی اباحی هغوی قوی کړی او که ضعیف کړی؟ وزیر سیب باید له خپل شل کلنی جهاد نه درس اخیستی وای. امریکا ولی په شمالی کوریا او یا ایران تعرض ونکړ؟ هغوی دنیاوی علوم مباح ندی بللی. دامریکایی یرغل لیست غټ وو. خو هغوی صرف په ضعیف مسلمانو دولتو یرغل وکړ. بله خبره چی وزیر سیب هیره کړی: هغه دا ده: الاسلام یعلو ولایعلی ده. نو په دنیایی کارو کی وروسته پاتی جامعی به څنګه اسلام ته علو ورکړی.
هغه چی وزیر سیب هیر کړی هغه دادی چه اسلام دژوند لیاره ده. هم ددنیا او هم داخرت. که صرف په عبادت باندی اسلام ختموی نو دا په دی معنی ده چی نیم اسلام به پریږدی. قران شریف باید سم وویل سی او فکر پکی وسی. دخدای دنعمتو له شکرانه او د تفکر کولو له عبادت نه خلک مه محروموی.
دامیر المومنین اطاعت
لکه چه پورته مو وویل دمباح ترک حرام بلل کیدای سی. دا به دیوی شیبی لپاره فرض کړو چی وزیر سیب سمه خبره کړی. مونږ خو وایو چی فرض کفایه دی یا اقلا مندوب. مباح نه. ددنیاوی تعلیم ترک دمسلمانانو په ضرر دی. الجصاص وایی چی هغه چی دهغه ضرر سم نوی مالوم دهغه ترک روا ندی.
الجصاص ویلی چی درزق طلب مباح دی. خو هغه بیا حدیث شریف نقل کړی:
إنَّ الرُّوحَ الْأَمِينَ نَفَثَ فِي رَوْعِي: أَنَّ نَفْسًا لَنْ تَمُوتَ حَتَّى تَسْتَوْفِيَ رِزْقَهَا فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَجْمِلُوا فِي الطَّلَبِ. نو دطلب جمال په څه کی دی؟ ایا هغه دمباح علومو په ترک کی راتلای سی؟
ایا امیر او که درسول ص نه اطاعت وسی؟
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ﴿۵۹﴾
داختلاف په صورت کی باید دخدای او درسول متابعت وسی نه دامیر. چه رسول ص وایی طلب دعلم فرض دی او علم هم عام ویلی سوی وی نو باید په محتملاتو تاویل ورنکړل سی. که امیر هغه منع کړی نو دا خو بیا دامیر کار غیر شرعی کیږی. کیدای سی هغه معصیت وی. نو زما خو دشپږکلنی درس لا یاد دی چی ویل سوی چه لاطاعة للمخلوق فی معصیة الخالق. یا د امام ماوردی په نظر دامام اطاعت په شرع باندی مقید دی.
هیله ده دامیر اطاعت افراطی بیان نسی. امیر یو عادی انسان ده او معصوم نده. چی خلفای راشده دانتقاد حق مسلمانو ته ورکړی نو افغانی امیر چی فقیه هم ندی باید دا حق له مسلمانو وانخلی.
دامیر اطاعت په مامورینو واجب ده. خو عام خلک دانتقاد حق لری. الدین نصیحة. دامام جائر په وړاندی دحق کلمه طاعت ده.
هیله ده دامارت مخلص خلک زما دا لیک دامارت عالی مقاماتو ته یوسی. هغوی ته بیان سی ترڅو امارت داسلامی امارت په ځای افغانی امارت پاتی نسی.
هیله ده مرتد او فاسدی حلقی له دی لیک نه سوء استفاده ونکړی. که بیا هم هغوی سوء استفاده وکړی نو په امارت فرض ده چه خپل موقف په ښه ډول بیان کړی.
و ما علینا الا البلاغ المبین