په یوه هېواد کي يو ډېرښه دینداره عالم سړی وو. او ډېر مریدان ئې لرل او تل د الله
په یاد کي وو. دغسي یو نېک سړی هم په یو بل هېواد کي وو چي هغه هم ډېر مریدان
لرل او تل د الله جل علی شانهو په عبادت کي وو.
دا یو پیر ډېر نرم ملایم او خوش خُلقه انسان وو. د خپل مريدانو سره ئې ډېر نرم او آزاد چلندلاره او که هرکله به له مریدانو کومه سهوه او یا یو ناوړه کار ځني و خوت ده به په ډېره ملایمۍ او نرمۍ سره لار ښوونه ورته کوله؛ نو ورته بې وویل: چي بیا ئې ونه کۍ! مریدان ئې تل په ډېره علاقه او خوښۍ سره پر را ټول ول.
تل به په ذکرځای (خانقاه) کي سره را ټولېدل او ذکر به ئې کاوه. مريدان ئې خپل د پیر
به لیدو زیاته خوښي څرګنده ول.
خو هغه بل شیخ هم یو ډېر پوه عالم اوعارف سړی وو. د ده مریدان هم پر ده
راټول ول.
تل خپل دراټولېدوځای (خانقاه) ته تلل هلته به ئې د الله ذکر کاوه.
دا شیخ بیا په خپل چلند کي یو څه جدي او سخت دریزه وو. کله چي به ئې له مریده
کومه سهوه اوغلطي پېښه سوه ده به په جدي اوسخته لهجه هدایت کاوه. نو د ده مریدان
تل په وېره کي وه چي یو غلطې او ناوړه کار ځني و نه خیژي.
خو سره له ډېر احتیاطه غلطۍ ځني کېدلې. ولي چي دوی یوڅه په وېره کي وه.
په پرتله د هغه بل پیر د مریدانو د دې شیخ د مریدانو سهوي ډېري وې.
دا ځکه چي احتیاط او وېره پر دوی غلبه کول نو غلطۍ به ترې نه ژر کېدلې.
خو پیر او شیخ دواړه پخپل بندګۍ کي د الله حضور ته پاک خلک وه.
خو کلونه تېر سوه. تصادفا دواړه پیران په یوه وخت کي مړه سوه.
که څه هم دواړه په جلا جلا ملکو وه.
دواړو مریدانو خپل شیخان په ډېر احترام او الله ته په عجز اوزاریو او آیاتو ویلو
سره ښخ کړه.
د پیر مریدانو به ویل چي الله دي پیر صاحب وبخښي عجب خوشاله اونرم سړی وو.
د شیخ مریدانو به ویل چي الله دي شیخ صاحب وبخښي ډېر بزګوار سړی وو؛ خو
ډېر جدي وو.
الله تعلی دواړه خپل حضور ته وغوښتل. او دو ته ئې و ویل:
لومړی پیرتې و ویل: چي ستا مردان تاته دعا کوي او وايي: چي الله دي پیرصاحب وبخښي ډېر ښه چلند دې وو او نرم سړی وو.
او شیخ تې و ویل: چي ستا مردان تاته دعا کوي او وایي: چي الله دي شیخ صاحب
وبخښي ډېر ښه سړی وو؛ خو جدي او سخت چلنده لیارئې لرله.
الله تعلی وشیخ ته و ویل: ته پخپل عمل کي څه کمی لرې. الله تعلی د خپل بندګانو
خولو ته ګوري او دعا ئې قبله وي او ږغ ئې اروي.