لنډه کیسه د(دوو هم ټولګیانو)
په یوه کلي کي دوه هلوکان وه چي دواړه به ښوونځي ته په ګډه تله او دواړه هم په یوه
ټولګي که وه یاني (هم ټولګیان) وه.
دواړو به په نومرو کي سیالي سره کوله کله به یو په نومرو کي ترمخ وو کله به بل.
خو دواړه سره خوشاله وه ساعتونه به ئې سره تېرول.
دواړو دوولسم ټولګی په بریاليتوب او ښه نومرو سره پای ته ورساوه.
له پوهنتون څخه استازي راغله چي د کانکور آزموینه واخلي او زده کونکي پوهنتون ته
و ټاکي. استاذانو آزموینه واخیسته او دغه دواړه هلکان په ډېر ښه نومرو سره بریالي
سوه. دواړه ئې پوهنتون ته ونیوله. او دواړه پوهنتون ته ولاړه.
هلته په پوهنتون کي یو د حقوقو پوهنځي ته ولاړ او بل دشرعیاتو پوهنځي ته ولاړ.
دواړو به کله نا کله د ډوډۍ خوړو په ځای کي سره لیدل او ټوکي ټاکي
به ئې سره کولې. او په رخصتۍ کي دواړه یوځای خپل کلي ته تله او یوځای
پوهنتون ته سره راتله. دواړو پوهنتون په ښه نومرو سرته ورسوی او خپل دیپلومونه ئې
واخستل. پسله یوکال کار نه دولت دواړه د لوړو تحصیلاتو لپاره بهر ته ولیږل.
وروسته له دوو درو کلونه هریوه په خپل مسلک کي ډاکتري راوړه. دواړه علمي ډاکتران
وه. دولت یو والي د خپل ولایت مقرر کی او بل قاضي د خپل ولایت مقرر کی.
یاني دواړه په دغه یوه ولایت کي دنده لرله. دا ځکه چي دواړه د دغه ولایت د یوه کلي
وه. دواړو و یو بل ته احترام درلود. کله کله چي به غیري رسمي سره یوځای سول د
خپل پخوا ښوونځي خبري به ئې کولې خوند بې پر اخست اوخندل بې.
خو وخت تېرسو یوه ځان «مونوره» او مدرن باله او قاضي بیا ځان حق شناس او
محفظه کاره باله. خو دواړو د هېواد د خلک لپاره چوپړ واهه او د وطن وګړي ترې نه
خوشاله ول.
په یوواري حزبونه منځ ته راغله اوتومات (روڼ آند) اومډرن یوه حزب ته ولاړ او قاضي وبل حزب ته ولاړ. تر یو وخته پوري لاښه وو خبري او دلایل بې سره ویل. کرار کرار د خبرو جنګ پایل سو. او وروسته دلاس اچول پایل سوه. سوکه سوکه ټولنه پر دوو برخو و وېشل سوه ټولنه زهري او دوه قطبه سوه. ډلې په وخت نا وخت را وتلې شعارونه، لیکني او عکسون بې له ځان سره د(والي او قاضي) لرل او یوې خوا و دا بلي خوا ته چي په خوله ورتله بد او رد بې ورته ویل. بیا هغه (هم ټولګیان) او دیوه کلي خلک نه وه بلکي د یوبل تربګن. ټولنه هم هغه ټولنه نه وه اور پکښې بل وو.
کله چي به دا ډلې سره مخ سوې هغه وهل او کشول چي تر روغتون پوري به سره
ورسېدل. قاضي او والي دواړو خپل کلیوالتوب، هم ټولګیواله او علمي پوهه هېره کړه
د حزب لپارې کار کاوه او هم د هېواد ټولني ته شا ورګرځولې وه خاص حزب ته ئې چوپړ وهه. په پای کي دا ډلي چي را وتلې له ځانو سره ئې چړې او توپانچي لرلې.
متل دی: چي وایي. (چي په تنګ شي نو په جنګ شي)
اوس د خولې خبري د چړو او توپانچو جنګ ته سره ورسېدې. په ډلو کې اوس څه نا څه یو یا دوه مړي کیږي. دوستان اوس دوښمنان سوه. د دواړو حزبونو سرچشمه په بهرکي وه خودوی دلته ځانونه سره مړه کړه؛ او ټولنه ئې اور ته واچول.
هر یواوس ځان تر دابل پوه بولي او خپل حزب د ټولني نېک مرغي بولي او له بلي
خوا نه ئې ټولنه ټوکرټوکر کړې وه. هغه آرام او سوکاله هېواد اوس د دې دو احزاب
ترمنځ دوږخ جوړ سو. او له بهره عاملین خاندي او وايي چي ګټو ئې. او دا دواړه
دلته د بهر دعامیلونو هدف نه درک وي. دا هغه دوه پوه او لایق هېواد وال وه چي اوسي
او غیر مستقیم د بل په خوله خپله آرامه ټولنه د حزب په نامه اور ته واچول. هریو ځان مبارز بولي.
د والي ډلي ته له خپلي بهرنۍ سرچنې څخه مرسته راغله: (لکه روپۍ او جنګي مهمات)
خپل سیال مخالف حزبي ئې له هېواده بهرته ګډوال کی. د دې دوو حزبونو په مخطلفو
نومانو سره د هېواد د آزادي او پرمختګ دهدف شعارونه ورکول. خو دبهر سرچشمې ئې د دغه هېواد لپاره بېخي بل هدف درلود. خو د دې دو حزبو مشرانو سترګي پوټي یوبل ته د سر او مال زیان ور اړه وی.
د قاضي ډله په بهر کي هم له خپل سرچشمې نه د روپو او جنګي اوزارو مرسته ترلاسه
کړه. اوس دجنګ میدان تود سو. څنګه چي وایي: ( تا په ما وژني او ما په تا.)
جګړه توده سوه له دواړو خوا وو مړي ورځ تر دا بولي ډېریږي.
هیواد له هدیرو ډک سو. هري خواته چي ګورې کبرونه دي سپین، تور، سره، زرغونه
او ژړ ټوکران پر لرګو د کبرو پرسر رپیږي. مندي، کونډي او خوندي ټوله ورځ په
هدیرو کي د خپل ګران ځوان شهید پر کبرو ئې تېره وي.
دا وو د دې دوو احزابو د مباریزې پایلنه. نه هېواد ترقۍ ته ورسېد او نه ټولنه آرامه سوه
دا هغه دوه هم ټولګیان وه چي ښوونځي ته به تله پر لیاري به ئې لوبي او خندا سره کول اود پوهنتون په انګړ کي به ئې ټوکي اوټکالي او خندا سره کول.
د ماموریت پر مهال یوبل ته احترام لاره. او په اوچته سوه علمي درجه لرل.
په پای که حزب داسي دوښمنان کړل چي د دوی له دوښمنۍ نه هېواد اور واخست.
او دواړه د پردیو دلاس اله وکرځېده.