پښتو کې متل دی وایی هم یې کره او هم یې رېبه!زموږ ټولنه کې یوشمیر کسان لکه دشلومبو موچان په هرکاسه کې لامبو وهی.یوشمیر زیات وپېژندل شول خودولس لپاره یې هېڅ نه دی کړی بله ډله هغه خلک دی چې بده تمه کې تل خپلې ګټې ورته لو مړیتوب لری .
دغه ډول فرهنګ دافغانانوقومونو اوقبیلو ترمنځ یوازې نن نه بلکې څلور لسیزې دلته لیدل شوی او دوام لری. په افغانستان کې سیاست د معنی او مفهوم پر مانا، دهنر او پوهې پر بنا، دضرورت،تاریخ اودوخت دمعیار پر حساب نه دی مطرح شوی بلکې انډیوالی، اړیکو،ډلې، وابسته شعارو لوری اوطرف کې په ژوره توګه معامله شوی . اوس شرعا منطقا عملی اوعلمی صورت حال باندې داسلامی امارت سرپرسته کابینه هم دغه ګونګه او لاځواب شو ی معامله ښه پوهیږی اوهغوي چې په یوعالم نا اهلتوب کې ښه خپل هویت پیژنی چې دا مسولیت زما له سواد او پوهې څخه څو برابر لوړ دی خو بیاهم ځان غلی اوغوږونه کانه اچوی او داستر مسولیت په غاړه اخلی چې دا کار داسلام خلاف دی اوفساد ګڼل کیږی . حقیقت دادی چې موږ نړۍ له ډیرې پخوا وېشلی یو، ښه موپېژنی چې دقدرت ،مقام، زر اوزرو تږی ولس یو دزاړه ترورېزم به نوم یې دوه لسیزې ووژلو.موږ ولې په اسلامی لحاظ له اسلامی جهان بینۍ لکه د ورونوبه څېر روغه جوړه کولی نه شو؟ددغه یتیم،جنګ اوجګړو خوړلی هېواد،استعمار او استعباد ځورولی او دفرعونیانو دمسابقوپه ډګر بدل شوی ملت باندی تحمیلی ګناه،قرارداد، زعامت دچا کار دی؟موږ نه له تېرو اشتباهاتو زده کړل او نه نوې اصلاح او سمولی شو !زموږ کورنی او بهرنی اهداف له سره ګډ ود ول او دی دعادی نیکې توان نه لرو خو اماتورو ، نا اهلو، بې مسلکو او بې دانشو موقع شناسو دومره کړکیچونو سره مخ کړ چې هره برخه کې یوغل شتون لری.په خبرو خولې نه خوږیږی!دا دتودې خبرې ، محور، څار، تحول او نورو........ افسانې او دمړې خېټې ګونګوسی نه دی او نه دامرخېل ماشومانه مرکه( یوشمیر خیله شنونوکی).موږ دغه هېواد دماشومانو داکترانو، تش په نوم واکدارانو وننګاوه دهرې دبرې لاندې دقدرت اومقام تږی د سلا کارانو په نوم پراته ول . اوس تاسې وینی دغه ظرفیت ،کوالیتی او سوز چې ایا مولوی امیرخان ددې مقام لپاره په شرایطو یو مناسب شخصیت او درایت لری او که هسې داتکل خبره ده ؟ راځي دغه لاندې مطلب کې څو مثاله وڅېړو:
الف :په افغانستان کې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي په دې کنفرانس کې هم برخه اخیستې وه، ښاغلی متقی وایی دوی په زورد تښتېدلی غنی حکومت نه دی نیولی، بلکې په وینا یې له دوی غوښتنه شوې، چې د لوټمارۍ د مخنیوي لپاره کابل ښار ته ننوځی خو وضاحت نشته چې دا پټه معامله همداسې بې ښاخه او پنجې وه ، څنګه؟.ددې خبرې دپلوماسی تر یوه حده پورې ددومره اسخباراتی خواسته او ناخواسته شبکو ، بین الافغانی بګیرونمان کې د یوشمېر جاسوسانو په وړاندی کمزوری دلیل او دریخ راښیی.دلته دمتقی دپلوماسی ،دپلوماتیک دریځ،او دپالیسې اړخونه دهېواد دزعامت ،بهرنیو اړیکواو تعامل په کچه لنډو او بوچو دلایلو کې کمزورې ښکاری.
ب :ددغه کنفرانس یوازې ګدون کوونکو غړو یا به بله مانا دتو ر لښکرڅخه اوړی دوه زره کسان که دکنفرانس په اجندا ووېشو نو دمتقی نه اجندا لرل به یو څو مقدماتی خبرو خوکې امکان نه لری نو خکه په منډه کې پای ته ورسېدې هغه هم بی سیاسته ابعادو کې نوموړي تېره شنبه په ترکیه کې د انتالیا دیپلوماسۍ فارم غونډې ته وویل، د اسلامی امارت اوسنی حکومت ټولګډونه دی او ادعا یې وکړه چې په ټول هېواد کې هېڅ سیاسي بندي نشته، او نه هم ښځې زنداني شوې دي.دلته دملی حاکمیت ملی صبغه په واقعیت کې دمشروعیت ضوابط نه جوړوی او دادنړۍ او دسیمې دهېواذونو پرېکړه اوکار نه دی بلکې دافغانانو کار وه او په افغانو پورې یې اړه درلوده. افغانانو دغه زمینه او فرصت باید غنیمت شمېرلی وای او دمشروعیت کورنی او بهرنی سیاست یې جدی مطرح کړی وای .پاسیف سیاست او دپلوماسی دولس په ګټه نه وه او اوس هم نه دی.
خو دغه خبره همدا تېره اونۍ د پخواني نامحکوم حامد کرزي له قوله داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې دی (کرزی) او پخوانی اجرائیه رئیس ګل مرجان عبدالله عبدالله په خپلو کورونو کې نظر بند دي او بهر ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې اوهغه ګونګسی لري.دادکومې پالیسي نښې اونښانې دی چې موږ یې نه پېژنو.
همدا راز یو شمیر جاسوسې شبکې د طالبانو ډېری تش په نوم سیاسي او پوځی مخالفین او مشران دا مهال له افغانستان بهر په نورو هېوادونو کې راژوند کوي اوپه زغرده یې یادوی.درسنیو نغارې هم دساړه جنګ لوری ته پکه وهی چې طالبان یی په سمه توګه نشی ځوابولی ځکه حکومتی تجربه اوپوهه نه لری.
ج :طالبان همدا راز پر کابل له واکمنېدو راهیسې څو څو ځله د ښځینه فعالینو په نیونې، زنداني کولو او ان شکنجه کولو تورن شوې دي.خوداتورنتوب په منطقی لحا ظ هغه جاسوسې او جاسوسان دی چې دافغان داسلامی او ملی ارزښتونو سره ټکر کې له پخوا ول او دی کله چې موږ کنفرانس ته دلوړې کچې امتیاز ورکوو نودغه ډول عناصردلته خای نه لری خو یواځې دتخریب لپاره هلې ځلې کوی.
خو د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، د تېر کال اګست میاشت کې د خلکو په غوښتنه او د چور او چپاول د مخنیوي لپاره کابل ته ننوتل.
نوموړي د انتالیا دیپلوماسۍ فارم ته په وینا کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت په ټوله معنا ټولګډونی دی او د هرې سیمې خلک پکې شته.خودغه ډول ځواب ویل نړیوال بعد نه لری.ځکه لومړی دهرې سیمی خلک نشته او بل داچې دوزیر او معین په معادل دبیسوادو کسانو ګومارل تشکیلاتی اړخ دهېواد سیاست دژرندې مثال ته را ټیټوی.دلته دبن ککړه معاهده او امارت باید یودبل سره توپیر ولری.
ښاغلي متقي باید لږشاته تللی وای او دبن دککړې معاهدې دوه لسیزې غیر ډپلوماتیک او دبربریت پالیسی جوړول دملګرو ملتو او توطیې ګرې نړۍ ناکامه تجربې پر افغانانو نه دڅه لپاره او ولې ور تپي او د افغانستان له اوسني حکومت سره دې تعامل پلمې په کومه دپلو ماسی معنا او مفهوم ورکوی؟
هغه ادعا وکړه چې ټول هېواد ته یې امنیت راوستی، ترهګرۍ ډلې یې ځپلې دي او د امریکا په ګډون پر هېچا یې برید نه دی کړی. خو سیاسی طرحه نه ده.
عکس سرچینه،MINISTRY OF FOREIGN AFFAIRS - AFGHANISTAN
امیر خان متقي د جمعې پر ورځ د امریکا ځآنګړي استازي تامس وېست سره هم وکتل اوپه اړوندو مسایلو :اقتصادی،سیاسی،او امنیتی برخو کې خبرې اترې وکړې.خو نه تام ویست او نه متقی ځانګړې ستراتژی لرله.
د انتالیا ډیپلوماسۍ فارم ګډونوال د لوړې کچې دې درې ورځنۍ ناسته کې د پالیسۍ، دپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه لیدلوري شریک کړ .
د: دې غونډې ده ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۲۰۰۰ استازي، سیاستوال، ډیپلوماتان او پالیسي جوړونکي اویوشمېردروغجن جاسوسان،شیطا نان او منافق وربلل شوي ول.
د جمعې پر ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی توماس وېسټ هم د ښاغلي متقي په مشرۍ له طالب پلاوی سره د همدې انتالیا دپلوماسۍ غونډې په څنډه کې نمایشی ولیدل.
ښاغلي وېسټ لکه امرالله له هغې لېدنې وروسته په یو لړ ټویټر پیغامونو کې وویل: ''د بشري حقونو، لاسته راوړنو خوندي ساتلو او په حکومتولۍ کې د افغان ټولنې منعکس کېدو په شمول ځینې مسایلو کې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده. ''خو دانه د توماس مسولیت وه اونه د نړیوالو .
داډندورې په لوړه کچه تر اوسه پورې روانې دی د ترکیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د اسلامی امارت سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، اسلامی امارت په لوی لاس ولس څخه دشپا ننه او لیوه راغی! هاها جوړوی اوهمدارنګه د ترکیې سفیر کابل کې دی وخت ناوخت داسلامی امارت له چارواکو او نورو افغان مشرانو سره ګوري.