تر اوږده او سړیچن ژمي وروسته یوه شنه ورځ، د چکر لپاره د کور تر څنګ غونډۍ ته چې د اوبو د لوی ډنډ پرغاړه پرته ده، پورته شوم.
دلته سپرلی ناوخته راځي. د دوبي او سپرلي ترمنځ توپیر ډېرنه وي او دواړه لکه غبرګوني ماشومان د کال د مور له نسه، یوځای زیږي.
د غونډۍ سرته زما او د یوې تورې وریځې ختل سم ول. ما لا د غونډۍ پر سر د پورته کېدو ستړیا نه وه ایستلې چې چاپیریال بدل شو، غوری بابا په قهرشو او له خپل توره کېښ يي د بریښنا توره راوویسته او پر داسې انداز يي وځلوله تا به ویل غونډۍ اور واخیست. د اوروزمه ځلا منځ کې پرغونډۍ داسې باران راښکته شو، چې فکر کېده له اسمان کاڼي وریږي!
د غونډۍ پر سر له وښو او څو بوټو پرته چې یو بوټی يي لږ څه غټ او ګور وو، له بارانه د پناکېدو بله وسیله نه تر سترګو کېده. ما سره هم چترۍ او نور څه نه وو چې ځان له باران وساتم، همغه ګور بوټې ته مې پنا وروړه. چې ګورم په بوټې کې زما پر سر، زما تر قد لږ پورته چې لاس مې وررسیږي یوې کوترې هم پنا اخیستې او پرته له دې چې له ما وډار شي پر څانګه ناسته پاتې شوه.
موږ دواړو د باران شېبې ترپایه یو بل ته کتل. زه چې باران نیم خیشت کړی وم، له بوټې ووتم او کوتره پر څانګه پاتې شوه.
په بدو حالاتو کې دوه رقیبان او مخالفان هم یو بل ته نږدي کیږي.
بد حالات نږدېوالي او مینه زیږوي!
سرلوڅ مرادزی