لکه دحجرې خبرې
د پرو پاګندې خبرې
دګواښ او اندېښنې خبرې
بې نرخه بې توله دافسانې خبرې
د کار پوه سیاستوال ،دکارغه پکې باښې خبرې
کار پوه سیاست پوه مهارتونه لری
نغارې په غاړه زبردست اتڼوڼه لری
مفتی قیمتی هم تاوده بحثونه لری
فارغ او نا فارغ دسرپرست کارونه لری
دا او دانور کاسه او کپړی پلانونه لری
ددشنډې کړې داکږې وږې خبرې
بی معیاره بې مانا هسې افسانې خبرې
ددرسینۍ شوۍ ټکنۍ شوې
ډیره کمزوره زنانه ګۍ شوې
خوار ولس ورته ګوری
سندره یوه ده خو سروکی یی دریشخند خبرې
هو! همدا زړې دڅلورو لسیزو تکرار در تکرار بوجی بوجی خوشې بې ګټې او بې فایدې خبرې