دمينې شېبې

پروين شاکر            

دنجيب عامر ژباړه

په شنه تته رڼاکې دسره ټيکري دلرې کېد لونرى غږ

په يخه خونه کې دتودو ساګانو داخيستلو وږمه

دبازو ګانو په کړۍ کې يوښکلى نازک بدن

دخط خط کميس دپاسه لاندې خوئيد لى ټيکرى

داننګيو په تودوخي لمبيد لې هوا

دنرمو زلفو سره لوبې دپستو لاسونو

په سر کو شونډ ودشوخۍ عکسونه

په ورېښمين غېږ کې دبنګړو يوه نرۍ شرنګا

په شرم شرم ګنګوسۍ د مينې

په لړز ېدونکو دوو زړونو کې بس يو اواز

په رپېدونکو شونډو خداى نه بس يوه دعا

چې داشېبې دې تل تر تله وي او تمې دې وي