د مالیزیا سمندري ځواکونو د دغه هیواد د کلانګ برات بندر ته نږدې یوه کښتۍ نیولې چې ۶۳ اندونیزیايي ناقانونه کډوال یې لیږدول.

یاده کښتۍ د سه شنبې په ورځ د سهار په ۵ بجو د سمندري ځواکونو په ګزمه کې ونیول شوه.

په نیول شوو کسانو کې د ۸ میاشتو په عمر د یو ماشوم په ګډون ۴۶ نارینه او پاتې یې ښځینه کډوال دي.

د سمندري ځواکونو قومندان محمد حسن وایي، د یادې کښتۍ کپتان او عمله یې هم نیولې چې اوسمهال ترې پوښتنې او تحقیقات روان دي، او نور ټول هغه کډوال چې قانوني اسناد یې په لاس نه درلوده د کلانګ برات بندر توقیف خونو ته انتقال کړي.

راپورونه څرګندوي چې په مالیزیا کې اوسمهال په زرګونو ناقانونه بهرنیان ژوند کوي، چې د کڼ شمیر په اړه یې حکومت هیڅ ډول معلومات نه لري.

راپورونه دا هم وایي چې ډیری بهرنیان په مالیزیا کې د خپلو ویزو تر ټاکلو وختونو زیات پاتې کیږي، پرته له دې ویرې چې د پولیسو لخوا به ونیول شي.

ډیری مالیزیایان د حکومت په کورنیو او مهاجرت وزارتونو د فساد، بډی اخیستنې او ناسم مدیریت تورونه لګوي او وایي چې دغه وزارتونه د جعلي پاسپورټونو او د ناقانونه مهاجرت په مخنیوي کې پاتې راغلي.