تېر پسى ....
د قرانکریم له مطالعې نه داسی ښکاري چې هر قوم ته چې نبي راغلی او خلک یې د خدای بندګۍ او د اسماني دین تعلیماتو ته دعوت کړی دی نو چا چې د نبی دعوت منلی دی، الله پاک نجات ورکړی دی خو چا چې د نبی دعوت نه دی منلی او په فساد اخته شوی دی او د خلكو مالونه، عزتونه ، او نفسونه په کې لوټل کېږي ، وینه تویدنه ، چور چپاول ، غلا ، رشوت ، عیاشي او فحاشي په کې روانه وي نو انجام ، مسیر او عاقبت یې ښکاره او معلوم دی ، هلاکت ، تباهي او داسی بربادي چې هغوی یې د فساد د کولو په وخت کې تصور هم نه شي کولای .
لوط علیه السلام او د هغه قوم به د بیلګې په ډول د بحث لاندی ونیسو ، چېرته چې د خدای د دغه جلیل القدر نبي دعوت و نه منل شو او په نتیجه کې د هغه فاسد قوم د تباهۍ او هلاکت سره مخ او ځمکه ورباندی چپه شوه : :
لوط علیه السلام راغی او د هغه قوم په یو ستر اخلاقي او جنسی فساد اخته وو ، هغه فساد چې د لومړي ځل لپاره د لوط علیه السلام قوم د ځمکې پر مخ تر سره کړی دی، او په سبب یې ځمکه ورباندی چپه شوې او د کاڼو باران وربانی شوی دی ، د لواطت قبیح او ناروا عمل ، هغه ناروا عمل چې نن سبا په غربي نړۍ کې قانوني جواز لري . .
په اروپا او امریکا کې یو سړی کولای شي د بل سړي سره واده وکړي ، کلیسا ته لاړ شي او د ازدواج قانوني سند تر لاسه او یو د بل سره په دائمي ډول د لواطت شنیع او قبیح عمل تر سره کړي . .
الله جل جلاله مونږ ته امر کړی دی چې د انبیاوو او د هغوی د قومونو په قصو کې غور او ژور نظر واچوو ، فکر پکی وکړو او د خپل عقل نه کار واخلو ، په دی فکر وکړو چې هغه کوم ډول عملونه وو چې له کبله یې تېر شوي قومونه د اللهي عذاب او هلاکت سره مخ شوي دي .
په دی باید پوه شو چې انبیاوو له خپلو قومونو څخه څه غوښتل او په مقابل کې د قومونو جواب او عکس العمل څه وو ؟ عاقبت او انجام څه وو ؟
په دی قصو کې د فکر کولو نه به دې نتیجې ته ورسیږو چې بالاخره الله جل جلاله کافران او مکذبین هلاک ، تباه او برباد کړه او انبیاء علیهم السلام او هغوی ته یې چې ایمان یې راوړی وو ښه عاقبت ، نجات او بری نصیب کړ . .
د انبیاوو قصې هسی بی مفهومه او بی هدفه داستانونه نه دي ، بلکی هغه واقعیتونه دي چې د بشر د تاریخ په اوږدو کې منځ ته راغلي دي ، د بشر په تاریخ کې ثبت او را چلیدلي دي ، تر څو بشریت ته د عبرت سبقونه وي . قرانکریم فرمایې :
{ لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ} يوسف:111.
ژباړه : د انبیاوو په قصو کې د عقل د خاوندانو لپاره د عبرت درسونونه دي .
د انبیاوو له ډلې نه یو هم لوط علیه السلام دی چې ، الله جل جلاله د هغه د مفسد قوم د لارښوونې لپاره را استولی دي او د قرانکریم په ډیرو سورتونو کې یې مونږ ته د عبرت لپاره ، د لوط علیه السلام د دعوت او د هغه د قوم د فسادونو قصه بیان کړې ده .
دغه مفسد قوم په یو ستر فساد کې ډوب وو، په داسی ستر فساد کې چې بشر تر اوسه نه وو لیدلی ، د لواطت په قبیح عمل اخته وو ، د توالد او تناسل هغه فطري لاره يې غوڅه کړه او د ښځو په ځای يې سړیو ته مخه کړه ، او په عامو مجلسونو او محافلو کې یې په ډاګه او علني ډول دغه قبیح عمل تر سره کولو .
لوط علیه السلام راغی خو دغه ظالم ، مفسد او فاسق قوم یې خبره و نه منله ، تر دی چې هغه ته یې وویل ، که ته رښتیا وايې نو مونږ ته هغه عذاب راوله چې الله پاک یې له تا سره وعده کړې ده
کابلي تفسیر لیکلي دي :
د دوی فطرت او طبایع دومره قدر مسخ شوي او په بل مخ اوښتي وو چې د الله پاک د خوف هیڅ یوه شائبه پکې نه وه پاتې .
بالاخره لوط علیه السلام دې نتیجې ته ورسید چې دوی ایمان نه راوړي ، د الله پاک نه یې مرسته وغوښته او د مبارکې خولې نه يې دغه چغه را ووتله ، قرانکریم وایې :
{ قَالَ رَبِّ انْصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ } العنكبوت : ۳۰ .
ژباړه : وویل ( لوط) ای ربه ځما مدد وکړه له ما سره ( په لیږلو د عذاب ) پر دغه قوم مفسدانو ( په پیدا کولو د دغسی نا کاره خصلت په عالم کښې ) .
او په نتیجه کې یې یو نا اشنا ستر اللهي عذاب راغی ، یو داسی نا اشنا اللهي عذاب چې تر دی مخکې چا نه وو لیدلی ، په دغو مفسد قوم یې کلي چپه او د کاڼو باران وکړ ، الله جل جلاله لوط او مؤمنانو ته نجات ورکړ ، چې په دی اللهي عذاب کې ، د هغه قوم لپاره چې عقل لري د عبرت خورا ښکاره نښې پرتې دي .
قرانکریم فرمايې :
{ وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِنَ الْعَالَمِينَ } العنكبوت : ۲۸ .
ژباړه : یاد کړه ( ای محمده ! قصه د ) لوط کله چې و يې ویل قوم خپل ته چې ، بیشکه تاسی راځئ نا کاره کار ( د لواطت ) ته ، چې نه دی ړومبی شوی پر تاسی ( په دغه قبیح کار کښې ) هیڅوک له ( تېرو ) عالمیانو ( چې انس او جن دی ) .
یعنی د دغه ناروا کار اساس بنسټ تاسو کیښود .
{ أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنْكَرَ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ } العنكبوت : ۲۹ .
ژباړه : ایا تاسی خامخا راځئ سړیو ته ( د لواطت لپاره ) او قطع کوئ لاره ( او د خلقو مال اخلئ) او راځئ تاسی ، په مجلسونو خپلو کښې ، منکرو نا کاره کارونو ته ، پس نه ؤ جواب د قوم د دغه ( لوط ده ته ، بل شی ) مګر دا چې ویل به ( دغو لواطت کارانو ) چې راوړه مونږ ته عذاب د الله ، که چېری يې ته ( ای لوطه ) له صادقینو رښتیا ویونکیو ( چې زمونږ کارونه بد دي ) .
{ قَالَ رَبِّ انْصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ } العنكبوت : ۳۰ .
ژباړه : وویل ( لوط ) ای ربه ځما مدد وکړه له ما سره ( په لیږلو د عذاب ) پر دغه قوم مفسدانو ( په پیدا کولو د دغسی نا کاره خصلت په عالم کښې ) .
په نتیجه کې ، الله جل جلاله د عذاب ملائک را و استول چې ، لومړی یې په ابراهیم علیه السلام مرور وکړ او په ضمن کې یې هغه ته د یو صالح اولاد زیری هم ورکړ او هغه ته یې وویل چې ، مونږ د دغه ظالم قوم د هلاکت لپاره را استول شوي یو .
{وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ } العنكبوت : ۳۱ .
ژباړه : او کله چې راغلل رسولان ځمونږ ابراهیم ته په زیري ( د ځوی او لمسی د ده ) نو وویل ( دغو ملائکو) بیشکه مونږ هلاک کونکي یو د اهل د دغه کلي ( ښار د لوط ) بیشکه اهل د دغو ځایونو ، وو دوی ظالمان ( په سبب د کفر او منکراتو ) .
دا چې ابراهیم علیه السلام یو حلیم او مهربانه پیغمبر وو نو ملائکو ته یې وویل چې ، هلته خو لوط هم شته ، که د هغه قوم ته مهلت ورکړ شي ، کیدای شي اصلاح پکې راشي او ایمان راوړي ، ملائکو هغه ته ډاډ ورکړ چې مونږ په دی پوه یو چې هلته څوک دي ، مونږ به هرو مرو لوط او د هغه اهل ته نجات ورکړو ، په غیر د هغه د ښځې څخه چې هلاکه به شي .
{قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَنْ فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ } العنكبوت : ۳۲ .
ژباړه : وویل ( ابراهیم ملائکو ته ) چې بیشکه په هغه ښار کې لوط ( هم ) دی ، وویل دغو ملائکو مونږ ښه پوه یو په هر هغه چا چې په دغه ښار کې دي ، خامخا به مونږ نجات ورکړو هرو مرو ، هم ده ته او کورنۍ د ده ته ، مګر ښځه د ده چې ده ، هغه له پاتی کیدونکیو ( په عذاب کې ) .
الغرض ، ملایک د ښکلو او حسینو تنکیو ځوانانو په شکل کې لوط علیه السلام ته راغلل چې لوط یې په لیدلو په ژور غم کې ډوب شو ، هسی نه چې دا مفسد قوم زما د میلمنو سپکاوی وکړي .
{وَلَمَّا أَنْ جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ } العنكبوت : ۳۳ .
ژباړه : او کله چې راغلل رسولان ځمونږ لوط ته ، نو خپه شو ( لوط ) په ( سبب د ) دوی، او تنګ شو په دوی له جهته د زړه ، او وویل دغو ( ملائکو لوط ته ) مه ویریږه ! او مه خپه کیږه ! بیشکه مونږ نجات در کونکي یو د تا او د اهل ستا ( ای لوطه له عذابه ) ، مګر ښځه ستا ده هغه له پاتی کیدونکیو ( په عذاب کې ) .
مونږ د دغه ښار په خلکو د هغه فسق او فجور له کبله چې دوی يې تر سره کوي ، د اسمان څخه د عذاب نازلونکي یو .
{ إِنَّا مُنْزِلُونَ عَلَى أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ رِجْزًا مِنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ } العنكبوت : ۳۴ .
ژباړه : بیشکه مونږ نازلوونکي یو پر اهل د دې قريې ( ښار د سدوم ) باندی عذاب له اسمانه ( چې د ګټو ورول دي ) په سبب د دی چې ؤ دوی چې فسق او بد کاري به یې کوله .
{ وَلَقَدْ تَرَكْنَا مِنْهَا آَيَةً بَيِّنَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ } العنكبوت : ۳۵ .
او خامخا په تحقیق ، پریښوده مونږ له هغې ( قریی ښار ) یوه نښه ښکاره ، د پاره د هغه قوم چې عقل لري ( او عبرت پری اخلي ) .
دغو ملائکو لوط علیه السلام ته دوه امرونه وکړه :
ـ ته او ستا اهل د شپې په اخره حصه کې له دی ځایه ووځئ .
ـ د هغه عذاب ، د اواز د ارویدو له کبله چې پر دوی نازلیدونکی دی ، هیڅ یو له تاسو څخه دی بېرته تر شا نه را ګوري .
د شپې په یوه برخه کې دی خپل اهل له دی ځایه وباسه او تر شا یې درومه او بیرته تر شا مه ګورئ ، او هغه ځای ته ولاړ شئ چې تاسو ته امر کیږي، او د دوی بیخ بنیاد به صبا وویستل شي .
کله چې دوی د خپل ښار څخه ووتل او لمر راوخوت نو د لمر د څړیکې سره سم د الله جل جلاله امر راورسید ، داسی امر چې بیرته د نه ګرځيدو وو ، داسی سخت او شدید عذاب چې مخنیوی یې ممکن نه وو ، کلي او کورونه یې اسمان ته پورته او بیرته پړمخې راولویدل او د پاسه ورباندی د کاڼو باران هم وشو .
سبحان الله و بحمده سبحان العظیم !!
یو شمیر مفسرینو من جمله ، تفسير البيضاوي په دی هکله یو روایت نقل کړی او لیکلي یې دي :
جبریل علیه السلام خپل وزر د هغوی د ښارونو څخه لاندی کړ او هغه يې اسمان ته پورته کړل ، تر دی چې د اسمان اهل د هغوی د سپو غپل او د چرګانو اذانونه و اوریدل ، بیا يي سرچپه پر دوی را وغورځول .
تفسير الشعراوي لیکلي دي :
د الله جل جلاله امر نافذ شو ، د جهنم په اور کې د پخې شوې خټې د کاڼو باران ور باندی وشو ، داسی خټه چې ډبره تر جوړه شوې وه ، { حِجَارَةً مِّن طِينٍ } الذرايات : ۳۳ .
تفسير الشعراو وایې چې ، د ډبرې په کلمه کې کلکوالی او صلابت پروت دی ، او د خټې په لفظ کې د نرموالي احساس کیږي ، خو کومه خټه چې د لوط علیه السلام په قوم را ووریده ، د الله جل جلاله په امر په ډبره بدل شوې وه او د یو نظام په شکل په پرلپسی ډول را و وریدله ، په داسی ډول چې هرې ډبرې خپل خاوند پيژانده ، الله پاک فرمايې : { مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ } .
هره ډبره خپل خاوند لپاره نومول شوې او توجیه شوې وه .
دا ډبره به په فلاني پسی ورځي ، او هغه ډبره به په هغه بل پسی ورځي ، کټ مټ د داسی توغندو په شان چې د اسمان څخه ښارونو ته د تباهۍ لپاره توجه شوي وي.
تفسیر الشعراوي بیا بل ځای کې فرمايې :
{ وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ } الحجر : ۷۴ .
دا یو په دقیق ډول پلان شوی عذاب وو ، د ځمکې دغه برخه د تل لپاره سرچپه شوه ، پاس مخ يې ښکته او لاندی طرف يې پورته شو ، دا د اللهي انتقام یو منظم توجه شوی ډول وو ، او که دا چیرته یو منظم او سنجول شوی انتقام نه وی نو ، د دغه مفسد ښار ځينې برخې به چپ او ځينې نورې به ښي اړخ ته هم اوښتې وې .
او الله جل جلاله پر دغه مفسد قوم د سجیل د ګټو باران وکړ ، کټ مټ د کاڼو د هغه باران په شان چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میلاد په کال یې په هغه چا وکړ چې ، د بیت الله شریف د انهدام او تخریب لپاره یې هجوم راوړی وو .
شعراوي رحمه الله وایې چې :
سجیل یو ډول ‌ډبره ده چې د خټې نه جوړه شوی ده چې په اصل او کنهه یی د الله جل جلاله نه په غیر بل څوک نه پوهیږي ، او خټه چې کله په ډبره بدل شي نو ( سجیل ) ورته وايی . .
تفسیر ابن کثیر هم د لوط علیه السلام د قوم د اهلاک په اړه معلومات ورکړي دي فرمايې :
جبرائیل علیه السلام د دوی کلي د بیخ او بنیاد نه وویستل ، د ځمکې له سر نه يي پورته کړل ، د اسمان تر کنارو یې ورسول او سرچپه يې بیرته پر ځمکه وغورځول .
او د پاسه یې پری د پخې شوې خټې د تیږو باران هم وکړ ، او الله جل جلاله دا ښار په یو نجسه بوی ناکه بحیره بدل کړ ، او د قیامت تر ورځې پوری يې د نورو لپاره د عبرت مرکز و ګرځاوه ، او دا خلک به د بیا را ژوندي کیدو په ورځ هم د سخت اللهي عذاب سره مخ وي .
له دی کبله الله جل جلاله فرمايې :
{ وَلَقَدْ تَرَكْنَا مِنْهَا آيَةً بَيِّنَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ } العنكبوت : ۳۵ .
او خامخا په تحقیق پریښوده مونږ له هغې ( قریی ښار ) یوه نښه ښکاره د پاره د هغه قوم چې عقل لري ( او عبرت پری اخلي )
، كَمَا قَالَ { وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِمْ مُصْبِحِينَ } الصافات : ۱۳۷.
او بیشکه چې تاسی خامخا تېریږئ (ای اهل د مکې) پر دوی ، په دی حال کې چې صبا کونکي يې (د ورځې) .
{ وَبِاللَّيْلِ أَفَلا تَعْقِلُونَ } الصافات : ۱۳۸ .
ژباړه : او د شپې (یعنی هروخت پری تېریږئ) ایا پس عقل نه چلوئ( چې عبرت تری واخلئ ) .
کابلي تفسیر لیکلي دي چې په دغو مبارکو ایاتونو کې خطاب د مکې خلکو ته شوی دی ځکه چې د لوط چپه شوي کلي د دوی د تګ را تګ او مرور اوعبور په لاره کې پراته وو :
دغه يې مکیانو ته فرمایلي دي ، ځکه چې کوم کاروانونه او قافلې چې د مکې څخه شام ته تللې او راتللې ، د لارې په منځ کې به یې د لوط علیه السلام د قوم په بل مخ اوښتیو کلیو سترګې لګیدلې .
یعنی سره له دی چې دوی تل تر تله پر هغو ورانو قریو تېریدل ، او د عذاب ، عبرت او د هغه د قدرت لوئ نښې يې لیدلې ، خو بیا هم دوی ته پند اوعبرت له هغو څخه نه حاصلیده .
اكثره مفسرينو لیکلي دي :
په دغه مبارک ایت کې د قریه څخه مراد د سدوم ښار دی ، چې د لوط علیه السلام د قوم تر ټولو لوی ښار دی چې الله جل جلاله سرچپه کړی دی ، او مراد له باران څخه د هغو ډبرو نزول دی چې الله پاک پر دغه ښار ورولي دي .
مفسرین وایې چې ، لوطیان سرچپه روان وو ، د ښځو په ځای يې د سړیو سره د لواطت ناروا عمل ته لاس اچولي وو ، نو الله جل جلاله هم د دغه قبیح عمل سره متناسبه جزا ورکړه او کلي يې ورباندی چپه کړل .
فی ظلال القران لیکلي دي :
ویل کیږي چې دا موجوده د لوط بحیره ، د دغې پېښې نه روسته پیدا شوې ده ، داسی چې د سدوم د چپه کیدو او په ځمکه کې د ننوتلو ، او د دغه مکان د ښکته تللو له کبله په اوبو ډکه شوه .
او بیا زیاتوي چې د لوط چپه شوي کلي ، د حجاز او شام په لاره کې واقع دي چې خلک ورباندی تیریږي ، چې د هوښیارانو او فکرمندانو لپاره پکې د پند او عبرت درسونه پراته دي ، اګر چې قراني ایاتونه یوازې داسی زړونو ته نفع رسوي چې ایمان پکې پروت وي او د یقین او تدبر د تلقي استعداد ولري .
د انس رضی الله عنه څخه روایت دی وايې چې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :
كله چې زما امت پنځه شیان حلال وګڼل نو د خراب او هلاکت سره به مخ شي :
یو پر بل لعنت ویل ، شراب څښل ، د وریښمینو جامو اغوستل ، د ډمو او سندرغاړو ښځو نیول ، د سړیو په سړیو او د ښځو په ښځو اکتفا کول .
یعنی نارینه د ښځو په ځای په نارینه اکتفا وکړي او لواطت شروع کړي ، او ِښځې نورو ښځو ته په میلان اخته او د مساحقت شنیع او قبیح عمل تر سره کولو باندی روږدی شي ، چې دا عملونه یو ډول جنسي شذوذ دی .
عن أنس رضي الله تعالى عنه أنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ( إذا استحلت أمتي خمسا عليهم الدمار : إذا ظهر التلاعن وشربوا الخمر ولبسوا الحرير واتخذوا القيان والكتفى الرجال بالرجال والنساء بالنساء ) رواه البيهقي في صحيحه .
دغه راز د ابن عباس رضی الله عنه څخه راویت دی وايې چې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي چې :
هر څوک چې مو داسی پیدا کړ چې د لوط د قوم عمل تر سره کوي ، نو فاعل او مفعول دواړو و وژنئ .
وعن ابن عباس قال: قال رسول الله : ( من وجدتموه يعمل عمل قوم لوط فاقتلوه الفاعل والمفعول به ) .
دغه راز البیهقي د جابر بن عبد الله څخه روایت کوي وایې چې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي :
ډیر ویرونکی هغه څه چې زه د خپل امت په اړه تری ویریږم ، هغه د لوط د قوم عمل .
وَالْبَيْهَقِيّ عَن جَابر بن عبد الله قَالَ: قَالَ رَسُول الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم ( إِن من أخوف مَا أَخَاف على أمتِي عمل قوم لوط )
او همدا رنګه البیهقی د ابی هریره رضی الله عنه نه روایت کوي وایې چې، نبی صلی الله علیه وسلم ویلي دي چې :
څلور کسان داسی دي چې ، سهار او ماښام د الله په قهر او غضب کې پراته دي ، ورته وویل شول چې هغه څوک دي ای د خدای رسوله !
هغه وفرمایل : هغه سړي چې ځان د ښځو سره تشبه کوي ، او هغه ښځې چې خپل ځانونه تشبه کوي د سړیو سره ، او هغه سړی چې چارپایانو ته راتګ کوي ، او هغه سړی چې بل سړي ته راتګ کوي .
یعنی کوم سړي چې د ښځو په شان ځان جوړوي او کومې ښځې چې د سړو په شان ځان جوړوي ، او هغه سړي چې د حیواناتو سره جنسی عمل تر سره کوي ، او هغه سړی چې د بل سړي سره لواطت کوي ، دغه څلور ډوله خلک د سهار نه تر ماښام او د ماښام نه تر سهاره پورې د الله جل جلاله په قهر او غضب کې پراته دي .
وَالْبَيْهَقِيّ عَن أبي هُرَيْرَة عَن النَّبِي صلى الله عَلَيْهِ وَسلم قَالَ ( أَرْبَعَة يُصْبِحُونَ فِي غضب الله وَيُمْسُونَ فِي سخط الله ، قيل من هم يَا رَسُول الله قَالَ: المتشبهون من الرِّجَال بِالنسَاء والمتشبهات من النِّسَاء بِالرِّجَالِ وَالَّذِي يَأْتِي الْبَهِيمَة وَالَّذِي يَأْتِي الرجل ) .
دغه راز دلته یو بل ځای هم په قرانکریم کې ، د یو بل اغاز او انجام قصه ده ، د شعیب علیه السلام قصه ، هغه چې د الله جل جلاله له لورې مبعوث شو ، او د خپل قوم خلک یې د تيرو امتونو د فساد كوونكو له ناوړه عاقبت نه وويرول ، خو دغه قوم د هغه خبره و نه منله او هغه یې تکذیب کړ ، نو وګورئ د هغوی د قصې انجام ته ، داسی قصه چې د مدین د خلکو په پوره تباهۍ سره پای ته ورسیده ، قرانکریم فرمایې :
{ وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآَخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ } العنكبوت : ۳۶ .
ژباړه : او ( لیږلی مو ؤ اهل د ) مدین ته ورور د دوی شعیب ، پس وویل ( دغه شعیب ) ای قومه ځما عبادت کوئ د الله ، او امید لرئ ( د ثواب ) د ورځې وروستنۍ ( وویریږئ له عذابه یې ) یعنی د اخرت له طرفه مه غافلیږئ ، او د واحد الله تعالی بی شریکه عبادت کوئ ، او مه ګرځئ تاسی په ځمکه کې ( د مدین ) کې په دغه حال کې چې فساد کونکي یې .
{ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ} العنکبوت : ۳۷ .
ژباړه : پس دروغجن وباله دوی دغه ( شعیب ) پس ونیول دوی لره سختې زلزلې ( یا چغې د جبریل ) پس صبا کړ دوی ، په کورونو خپلو کې ( مړه ) پړمخې پراته ، نسکور په ځنګنونو .
د دوی د اهلاک داستان په همدغه الفاظو په سورت الاعراف کې هم بیان شویدی چیرته چې قرانکریم فرمایې:
{ فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ } اعراف : ۹۱ .
نو ونیول دوی زلزلې ، ( په توره تیاره کې او جبرئیل هم پری چیغه وکړه ) نو وګرځېدل دوی ، ( سحر وختي ) په کورونو خپلو کې مړه ، پړمخې پراته په ځنګنونو خپلو .
دغه مفسدان او د نبی تکذیب کونکي بالاخره داسی تباه او برباد شو چې ، پخپلو کورونو کې د اوسیدو څه نښې او اثار یې هم نه لیدل کیدل ، بالاخره څوک په زیان او تاوان کې ولویدل ، څوک تباه شو او څوک په یوه چغه هلاک شول ؟ هغوی چې د شعیب تکذیب یې وکړ !!!
قرانکریم فرمایې :
{ الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا فِيهَا الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَانُوا هُمُ الْخَاسِرِينَ} اعراف:۹۲.
ژباړه : هغه کسان چې تکذیب یې کړی ؤ د شعیب ( داسی هلاک شول ) لکه چې د سره نه وو اوسېدلي په دغو ( کورونو خپلو ) کې ، هغه کسان چې تکذیب یې کړی ؤ د شعیب ، وو دوی ، هم دوی ، زیان کاران ( چې په دنیا کې مردار او په عقبا کې په انګار شول ) .
کابلي تفسیر لیکلي دي :
د متعددو ایاتونو له مجموعی څخه ښکاری چې پر دوی باندی درې ډوله عذابونه را ښکته شول:
ظله ، صیحه او رجفه .
یعنی ړومبی وریځو پر دوی باندی د ځمکې مخ تک تور و ګرځاوه چې ، په هغه کې د اور بڅرکي او لمبې هم وې ، بیا د اسمان له لورې سخت ویرونکي او زړه خوځونکي غږونه و اورېدل شو ، او سم له هغه سره د ځمکې له خوا سخته زلزله هم څرګنده شوه .
نو قرانکریم مونږ ته وایې او امر کوي چې وګورئ هغه عاقبت او انجام چې ، د فساد د لارې په اخر کې به راځي او فساد کونکی به ور سره هرو مرو مخامخ شي .
فساد یوه داسی خبیثه جاده ده چې ، اخر یې د پوره تباهۍ او هلاکت نه په غیر بل بدیل نلري .
{ وَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ } . الاعراف : ۸۶ .
ژباړه : وګورئ څرنګ وو اخري انجام اوعاقبت د فساد كونكو .
حافظ ابن کثیر رحمه الله په دې اړه یو لنډ شان مطلب لیکلی دی او وایی چې :
دا دی ، د هر فساد انجام او عاقبت ، چې هر فساد کونکي یې باید انتظار و باسي .