زه وم ستا مور ستا په لیدو خوشحــاله
اوس یم یـــــوازی په لمســـو خوشحاله
تــه شـــــوې روان زه لا هم دلتــه یمه
د ژونــــد بار لاندې لا بې چُــــرته یمه
غمونــــه ډیر شول د هرلارې ځــــویه
دنیا تیــاره شوه تــــه چی لاړې ځویــه
د مور لــــه زړه هیڅ څوک خبر نلري
په مــــا بی کســــه څوک نظر نــلري
زامن شول ځوان لاړل یو خوا را څخه
په څــــو ګیــــلو او واویــــلا راڅخه
زمــــــا دردونه ډیر دي لا به یی ګـــالم
د شهید ځوی غم می چــــــــاته ووایم
راوزنه ډیــــر می لــــه ملګرو پټ دي
د کــار او ژوند نه اندامونه وریت دي
چــــــاته د زړه رازونه یــاد کړمه زه
پــــه اوریدو یی زړه ناښـــاد کړمه زه
خــــالد می نوم شو نن صبــا کی خلکو
یــــوه ورځ ژوند دې دنیــــا کی خلکو

د مارچ اتمه/ ۲۰۲۲ کال
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا