په ۲۴ د فبروري ۲۰۲۲م کال روسانو په اوکراين نظامي حمله وکړه او اوکراين د اشغال په حال کې دئ .
د نظامي تجاوزونو ، جنګي جنايت او اشغال
نه را ولاړشوي مصيبت او ناورين په هکله په جهان کې تر ټولو زيات افغانان ډير پوهيږي او عملاا يې دا وحشت څو وارې تجربه کړئ دئ ، چې څومره لويه غميزه ده او څومره انساني او مادي تلفات او خسارات لري .
له دې کبله افغان اولس د هر نظامي يرغل ، مداخلې او اشغال سره سخت ضديت لري ، نفرت ځنې لري او غندي يې .

د روسانو نظامي مداخلې او اشغال اوکراين د جنګ په ډګر بدل کړ . خلک به وژل کيږي ، ويني به توييږي او اباديانې به په کڼډوالو بدليږي .
ددې نظامي مداخلې او اشغال په مقابل کې ټول جهان د روسانو سره مخالفت ښکاره کړ . په اکثره غربي هېوادونو کې د مظاهرو او اعتراض غږ پورته دئ او د اوکراين په دې تراژيدي کې ورسره غمشريکي او همبستګي ښيي .

نظامي مداخلې او اشغال که دهر چا دلوري او په هره بانه او انګېزه صورت نيسي بايد مردود ، محکوم او مخه يې ونيول شي او په هېڅ دليل او منطق د توجيه وړ نه دي .
سوله ، ثبات او د هېوادونو خپلواکي، آزادي او د اولسونو د خود اراديت حق بايد هغه لوړ ارزښت او اصل وي چې د ساتلو د پاره يې ټوله نړيواله ټولنه بلااستثنا بايد احترام او تعهد ولري ، څو د هغه تراژيديو مخه ونيول شي چې د تجاوزي او تحميلي جنګونو قربانيان يې انسانان وي .

لاکن ايا دا د روسانو د تجاوز غندنه او د اوکراين د هېواد سره غمشريکي او همبستګي په دومره وسيع پيمانه ، رښتيا هم د يوه انساني فرض د اداکولو ، د نظامي تجاوزونو د ردولو او د جنګونو سره د مخالفت له وجهې دي ؟
ايا همدغه هېوادونه چې نن د نظامي تجاوز د نارواتوب نارې وهي او جرم ئې ګڼي ، په خپله دا جرم او جنايت نه دئ کړئ او بيا ئې په هغه پښېماني ښودلې ، د قربانيانو نه يې عفو غوښتلې او د نه تکرار وعده او تعهد يې کړئ دئ ؟
ځواب ښه واضح دئ ، چې نه .
يا دا چې نظامي تجاوزونه او د هېوادونو اشغال هم يو سليقوي ، ذايقوي او تمايلي اساس لري؟
کوم تجاوزونه او اشغال چې استکباري قدرتونه کوي او د دوی د ذوق او ناوليو ګټو سره برابر وي روا او مجاز دي او که د دوی د ګټو او ناوليو هدفونو سره په ټکر کې وي بيا يې د رد او غندنو نارې وهي او د هېوادونو د استقلال د نقض چيغې ئې شروع کړي دي .
ايا په اوکراين د روسيې نظامي تجاوز په جهان کې اوليني تجاوز دئ ، چې غوغا يې ټوله دونيا نيولې ده او مخکې دا ظلم صورت نه و نيولئ ؟
ډيرې پوښتنې دي چې بايد ځواب شي ، لاکن په دې د زورورو د مسابقې نړي کې د زور حاکميت دئ . عقل ، منطق ، استدلال او د عدالت په بنياد معاملې نه چليږي .
که د نظامي تجاوز ، اشغال او د ملتونو د قتلعام سره منافقانه ، دوګانه او زورمندانه سلوک په جهان کې و نه شي او عاملين ئې مجازات او محاکمه شوي وائ ، هېڅکله به دا بربريت نه تکرارېده او نړيوالو به په سوله او ثبات کې ژوند کاوه . مګر بدبختانه چې په دې خاورينه کُره کې داسې مرجع نشته چې د زورورو قدرتونو د شيطاني رقابت او ضد انساني کړو وړو مخه ونيسي او جهانیان د دوی د ناروا او جنايتي کړنو نه مصؤن کړي .

په ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په مياشت کې غربيانو او ناتو د امريکا تر مشرۍ لاندې په فقير ، بې وسه او تازه د شوروي تجاوزي جنګ نه فارغ شوي هېواد افغانستان باندې وحشيانه نظامي تجاوز وکړ . د پنځوسو هېوادونو مسلح يونيفورمي او بې يونيفورمه اجرتي قاتلان ئې د قتلعام د پاره اشر کړل .د جهان مډرنې او مهلکې وسلې يې استعمال کړې ، په يوه مظلوم ملت ئې بمونه و اورول او په بشري جنايت يې لاس پورې کړ . نه ئې په ماشوم رحم وکړ او نه په ښځو او نرانو .
د افغان وينه تويول ورته مباح او افغان انسان يې د خپلې نښې ويشتلو هدف و ګرزولو .
شل کاله يې دغه وحشت او بربریت ته په بې رحمانه توګه دوام ورکړ . د افغانانو وژل ، زخمي کیدل ، په زندانونو کې شکنجې او په عفت تجاوزونه د وحشي متجاوزینو او اشغالګرو ورځنۍ کړنلاره او تنظيم شوې جنايتي پاليسي وه چې جريان يې درلود . خو په دا ټوله دونيا کې هېڅ هېواد ، هيڅ دولت ، هيڅ سازمان ، هېڅ مدني ټولنې ، هېڅ تشکيل او اتحاديې نه په انفرادي او نه په ډله ایزه توګه، نه په خفا او نه په ښکاره ، ددې ظالمانه او وحشيانه تجاوز او اشغال په مقابل کې د اعتراض ، غندنې او کرکې غږ پورته نه کړ ، بلکې تجاوز ئې تائيد او د افغان اولس قتلعام ئې جايز او حتا تحسين کړ . بالاخره د افغان اولس په پرېمانه قربانۍ ورکولو سره دا تجاوز او اشغال ختم شو او دومره ځاني او مالي تلفات او خسارات ئې په ميراث پرېښودل چې محاسبه او جبران ئې نا ممکن دي .
د افغانستان په تراژيدي کې همدغه ننی د تجاوز قرباني اوکرایین او متجاوز يې روسيه هم د امريکا د نظامي تجاوز حمايت کوونکي او تايدوونکي و .
خو نن بيا اوکراين قرباني ،روسان متجاوز او امريکايان د سولې او د اوکراين د خپلواکۍ مدافعان شول .
دې ته وايي د بشري ارزښتونو ( خپلواکۍ ، ازادي ، سولې ، ثبات ، د ملتونو د حقوقو ، د نظامي تجاوزونو نه دخود دارۍ ، د تباه کوونکو جنګونو نه دمخنيوي او د انسانانو د ژوند د محفوظيت او مصونيت سره ) منافقت ، جفا او خيانت .

څو چې د پورته بشري ارزښتونو سره داسې ظالمانه ،زورمندانه، دوه مخيز ، منافقانه او ځنګلي سلوک کيږي ، نظامي تجاوزونه ، اشغال او د مستضعفو اولسونو د وژلو ، سپکولو ، شکنجه کولو او تعذيب تراژيدي به دوام لري .

په اوکراين د روسانو وحشيانه تجاوز او د امريکا او غربيانو د شيطانت نه ډک حمايت به د ميليونو اوکراينيانو په قربانۍ او د اوکرایین هېواد د ويجاړۍ او بربادۍ په بيه تمام شي . د روسانو زړې ذخیره شوې وسلې به استعمال شي ، د نويو د جوړولو د پاره به ګودامونه خالي شي او د امريکايي اسلحه جوړولو او خرڅولو بازار به نور هم ګرم شي .دا نظامي تجاوز نه اوليني دئ او نه به اخرينی وي دواړه متجاوز قدرتونه به د جهان په بل کونج کې ددې ضدبشري بزنس د رونق او دوام دپاره د بل نظامي تجاوز تابيا نيسي .
غريب او مستصعف اولسونه به د خپلو نا اهلو ، مزدورو ، پردي پالو او د قدرت - ثروت -شهرت او شهوت د پوره کولو د پاره د همدې جهاني استکبارو پلانونو ته د خپلو خلکو د وژلو په قېمت د پياده قوې نوکري کوي او اولسونه به يې ددې نظامي تجاوزونو په بل شوي اور کې سوځي .