نړیوالۍ رسنۍ په یوکراین باندې د روسي د تاړاک د خبرونو په څنګ کې، د سویفټ په نوم یو سرټکې هم بیا بیا تکراروي. څارونکي په دې باور دي که روسیه له دغه سیستم څخه په بشپړ ډول محرومه شي، نو کیدای شي چې د یوې ډیرې اغیزمنې وسلې په توګه د کرملین قیصر خپلې محاسبې او ستراتیژۍ ته اړ باسي.
The Society for Worldwide Interbank)
Financial Telecommunication - د بانکونو ترمنځ د نړیوالو مالي اړیکو ټولنه)
دا هغه مالي او بانکي سیستم دې چې د نړۍ له یو ګوټ څخه بل ګوټ ته د پيسو د لیږد او تر لاسه کولو بهیر سرته رسوي. په دې کې د نژدې دوه سوو هیوادونو، یولس زره مالي شرکتونه او مؤسسې په کار لګیا دي او هره ورځ څه باندې څلور سوه ملیارډه ډالره له دې لارې یوه خوا او بله خوا استول کیږي. دغه ټولنه د ۱۹۷۳میلادي کال د مې په دریمې نیټې د بلجیم په پلازمینې، بروکسل کې رامنځ ته شوه چې د اروپايي هیوادونو د قوانینو په چوکاټ کې به خپل مالي او بانکي فعالیتونه تنظیموي. پنځه ویشت ستر اقتصادي هیوادونه د سویفټ د ګډ مدیریت چارې پر مخ بیايي چې روسیه هم له دې ډلې څخه ده،‌ البته معلوماتي مرکز یې د ویرجنیا په ایالت کې دی.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا دغه هیوادونه کولاې شي د روسیې فدراسیون له دې مهم نړیوال سیستم څخه وباسي او بندیزونه ورباندې ولګوي؟ د دې سیستم په اساس نامې کې لیکل شوي چې هغه به بې پرې وي او په سیاسي لانجو کې به ځان نه ښکیل کوي، خو همدې ټولنې لومړی په ۲۰۱۲م او بیا په ۲۰۱۸م کې ایران له دې سیستم څخه وویست او تر اوسه د بیرته راتګ اجازه نه لري. همدا څو ګړۍ وړاندې د اروپا د اتحادیې یو مشرې اعلان وکړ چې لودیځې اروپا، امریکا او کاناډا پریکړه وکړه چې د روسیې زیاتره بانکونه به له دې مالي نظام څخه د باندې کړي.
له بله پلوه، د پیرنګیانو په ګډون، لسو اروپایي ملکونو اعلان وکړ چې د روسیې د ملکي الوتکو پر مخ یې خپل هوایې قلمرو / حریم بند کړ، چې دا پخپل ځای د یوې اقتصادي سزا په توګه، درنه څپیړه ده. د یادونې وړ ده چې د روسې فدراسیون د ایر فلوټ په ګډون، ټول هوایي شرکتونه یې تقریبا زر ملکي الوتکې لري چې ۷۷۷ یې له اروپایي هیوادونو څخه په اجارې اخیستې او یواځې ۲۳۰ الوتکې یې خپلې دي.
د العربیة له نړیوال چینل او معتبرو خبري آژانسونو څخه په مننې سره،