جنتي کامه مې تل په زړه وریږي
تش په یاد يي زما تن کې سا چلیږي
وایم خاوره يي رانجه کړمه د سترګو
کاشکې هره ورځ يي ووینم په غبرګو
کامه ځای زما د زیږد، د وړوکتوب دی
د خپوړو، د تعلیم او سړیتوب دی
هلته کلی، هلته ولس هلته مې کور دی
هم دېره او هم حجره، هلته مې ګور دی
طبیعت کامې ته ټول ښایست بخښلی
لکه ناوې په ګاڼو يي پسوللې
که يي اوړی په ګرمۍ کې لږ دلګیر دی
منی، ژمی پسرلی يي بېنظیر دی
په کامه درې خوا ته سیند یوخواته غر دی
چاپیریال يي جوړ یونان ته برابر دی
طبیعت که غر اوسیند چا ته بخښلې
دا نعمت يي په ډېر لږو پیرزو کړی
په کامه شته ډېره زیاته د کر ځمکه
غره کې پاس هم لري یوڅه، د څړ ځمکه
عربان که د زم زم اوبو ستایوال دي
تر زم زم خوږې اوبه د کاموال دي
وايي، جنت کې لوی باغونه د مېوو شته
خو کامه کې د میوو، هم د سبو شته
که ملا د جنت دنګې ونې ستايی
یا تر څنګ يي د اوبو نهرونه ښايي
په کامه کې دنګې ونې په دېرو شته
هیڅ کمی نه د بیالو، نه د نهرو شته
که په هند کې د ګنګا، جمنا سنګم شته
په کامه د کابلي، کونړي هم شته
دا دوه سینده په کامې کې یوځای کیږي
د ګنګا، جمنا ثاني سنګم جوړیږي
پردیسۍ په زولنو له پښو تړلی
کډوالۍ یمه له ژوند څخه ایستلی
په پردي وطن استوګنه مجبوریت دی
خپل وطن سړي ته هر وختې جنت دی
کامه ځمکې پر سر، ځمکه د جنت ده
تر جنت څخه لا زیاته د صفت ده
یو صفت يي له زرګونو صفتو دی
کامه ځای په هر موسم کې د میلو دی
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۲۶مه
سرلوڅ مرادزی
شعرونه