(دا لیکنه مې د نظام له بدلیدلو څو ورځي دمخه لیکلې وه، البته زماني فعلونه او ځنی نورې شکلي سمونې په کې ترسره شوی دي) 

وایې چې:  که چاړه د سرو شي نو چا په خیټه نه ده منډلی.
لکه ټولو ته چې څرګنده ده، د تیر جمهوریت او دموکراسۍ پېلامه،  د سپتمبر یوولسمې د بریدونو د غچ په پلمه،  امریکایې بي دوه پنځوس ډوله بم غورځوونکي الوتکې، درانه پوځي عملیات او بهرنې یرغل و، چې ځنو کورنیو اجیرو ملیشو او د هغوی قوماندانانو،  د ملیونونو ډالرو په بیه په کرایې توګه پر ځمکه بدرګه کړ.
په هماغه لومړۍ ورځ مې په لویدیځ کې په یوه ورځپاڼه کې، د افغانستان په هکله د ګڼو تودو خبرونو او د جکړې د راپورونو ترڅنګ،  د افغانانو په هکله د انګریزانو یو متل هم ولوست.
لیکلي یې و چې: انګریزانو ویلي،  افغانان کرایه یا اجاره کیدلای شي، خو دایمي پلورل کیدلای نه شي.
معنا داچې لویدیځوال دی خبر وي چې، ځنې افغان جنګسالاران پیسو او شخصي ګټو ته په کتو دریځونه بدلوي را بدلوي، نو ځکه ورباندی دایمي تکیه مه کوۍ او لنډ مهاله کار ورځنی واخلۍ.
ددي پوځي یرغل تر څنګ د جمهوري نظام د جوړولو لپاره د بن سیاسي کنفرانس هم جوړ شو چې اصلي لوبغاړې یې د شمال ټلواله وه.
همداسي دهیواد په ختیځ، جنوب او لویدیځ کې د ټلوالي یو شمیر نور جنګسالار متحدین،  چې په تنظیمي جګړو کې له کلونو راهیسي ښکیل و، هم د کنفرانس یوه برخه وه.
د پیښور ګروپ د ګیلاني په مشرۍ او د روم او قبرس د ګروپونو ځنې تکنوکراتان د پخواني پاچا په مشرۍ هم ددې سیاسي بهیر او جمهوري نظام برخه شول. البته د پاچا رول د هغه د عمر پوخوالي او جسمي کمزورتیا ته په کتو ډیر سمبولیک او لنډ مهالی و.
کله چې د امریکايې بمباریو په ترڅ کې د طالبانو واکمني په کابل کې وپرزیده او دشمال ټلوالې جنګیالي کابل ته ننوتل، نو ځنو یې د کابل  شاوخوا غرونو او رغونو کې پر ځنو دولتي ځمکو هم خیټه واچوله او هلته یې د استوګنې لپاره بی نقشې کورونه جوړ کړل.
په هماغو ورځو کې مې له بی بی سي راډیو سره د ځنو هماغو غاصبینو مرکې واوریدې چې ویل یې،  موږ د کابل شاوخوا غرونو او رغونو کې له دی امله د کمربند په توګه استوګنځایونه جوړوو، چې بیا پاکستانیان کابل ته را دننه نه شي.
همداسی مې د خصوصي کولو د ادارې،  د یوه مشر چارواکي مرکه واوریده،  ویل یې چې په لومړیو دریو میاشتو کې یې تر سلو زیاتي دولتي تصدۍ او موسسي پلورلي او خصوصي کړي دي. له هغی جملی یې یوه هم د افسوتر د کاماز دولتي ترانسپورتي موسسه وه، چې پرسونل یې له خرڅلاو وروسته پر سړکونو د بی کارۍ مارش پیل کړی و.
همداسي نوری په لسګونو ملي اقتصادي غټې موسسي، تصدۍ او فابریکې لکه د نساجۍ فابریکې، سیلوګانې او نورې چې  زرګونو هیوادوالو ته يې د کار زمینه برابروله څنډې ته شوی، له کاره ولویدې او د ارزانه پلورلو لپاره یې هڅې روانې وې، ځنې نورې  ستری ملي دولتي موسسي لکه د بریښنا موسسې په څېر په سهامي شرکت بدلی شوی او   یو شمیر نوری هم له همدی حالت سره مخ شوی او یا مخ کیدلې. 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د زیاتره دولتي اقتصادي موسسو او شرکتونو پیریدونکي د حلالو پیسو خاوندان نه و. هغه کسان وو چې په طبیعي توګه یې حلالې شتمنۍ نه وي پیدا کړي، په قاچاقو او جګړو کې یې ناروا او حرامی پیسی ترلاسه کړی وی او په ناڅاپي توګه پانګوال شول.
د دموکراسۍ او جمهوریت د جوړښت او ټینګټ لپاره چې یو غټه موخه یې د ازاد بازار د اقتصادي سستم لپاره لاره پرانستل هم و،  دا پانګوال ښه وسیله شول. دوی د بهرنیانو سره په ګډه د دولتي ځمکو او موسسو په غصب او لږه بیه پیرودلو کې لاسونه یو کړل او د آزاد بازار د نظام بنسټ ته اقتصادي ستنی شوی.
داسی یوه بله هڅه د کارګري شوروي پلوه نظام د جوړولو لپاره روسانو هم نیږدی څلویښت کاله دمخه پیل کړی وه.
هغوی هم غوښتل چې د دموکراتیکو او کارګري غورځنګونو او دولتونو د ملاتړ په نوم خپلې استعماري موخي ترلاسه کړي. په زور د نړۍ کارګران سره یو کړي او د افغانستان په څېر دینپاله او سونتي ټولنه کې هم،  شوروي پلوه نظام، سوسیالستي اقتصاد او بازار ته لاره پرانیزي.
د هغوی استدلال دا و چې، د سوسیالیزم دوست دموکراتیک نظامونه ، د لینن د مقولې پر بنسټ ، که د فیودالیزم په اقتصادي- ټولنیز پړاو کې هم وي او د پانګوالۍ پړاو ته رسیدلی هم نه وي، خو چې د شوروي په ګاونډ کې وي د شوروي په ملاتړ  په کې کارګري دموکراتیک نظامونه جوړیدلای شي.
کله کله خو به هغه مهال د هیواد دننه له ځنو بنسټپالو کیڼ اړخو داسی شعارونه هم اوریدل کیدل،  چې دوی به د طبقاتي مبارزي په ځغاسته کې له شورویانو چټک وي او په څو میاشتو کې به د خپلو بیړنیو فرمانونو په وسیله اصلاحات عملي کړي.
هماغه مهال داسې بیلګې هم ولیدل شوي چې، د ځنو  لویو خانانو او ځمکوالود ځمکو د ویش تر څنګ، د ځنو د غنمو درمندونه هم د نظام د مامورینو تر ویش لاندی راغلل.
که څه هم د هغوی په فکر، هغوی په هیواد او ټولنه کې عدالت او مساوت  غوښت، ترقي او پرمختیا یې غوښتله او د فیودالیزم ناروا یې ختموله، خو نالوستې، دودپاله او سونتي ټولنه یې هغه مهال بنسټیزو او  بیړنیو کړنو ته چمتو نه وه او ورته حیرانه وه. مخالفین هم ورته په کمین کې ناست و، که د خیر کار به یې هم کاوه له شر سره به یې مخ کول.
هغوی هم په زور او کارګري دیکتاتورۍ،  نه یوازی دا چې په افغانستان کې کارګري نظام ټینګ نه شو کړای،  حتا پخوانی شوروي هم ونړید،  سوسیالیستی بلاک را وپرزید او پوځي ملاتړی د وارسا بلاک او تړون یې هم تار ومار شو.
دادی امریکا هم له نورو څلویښتو هیوادونو او د ناتو پوځي تړون له جنګي، اقتصادي او سیاسي ماشین سره  په افغانستان کې دموکراسي او جمهوریت وازمایه او  ټینګ یې نه شو کړای، خپلی پښې یې سپکي کړي او پر خپله مخه ولاړل.
جوبایدن د امریکې جمهور رئیس په خپلو وروستیو خبرو کې وویل چې موږ افغانستان ته دملت جوړونی لپاره نه وو تللی، بل داچې د هغه په وینا افغانان  هیڅکله هم یو موټی ملت نه و.
په داسی حال کې چې د امریکا براعظم یا لویه وچه لا نه  وه موندل شوی چې ، افغانستان یو تاریخي ملت او ولس درلود او لري یې. د ختیزو مدنیتونو پر مهال په دی خاوره کې مدنیت و، تاریخي ښارونه وو، پوهه وه، کلتوري او اقتصادي پرمختیا وه، ادب او هنر و.
له زرګونو کلونو دمخه زموږ  د مدنیت هنري او تاریخي آثار چې د نړۍ په موزیمونو کې هم شتون لري، زموږ د لرغوني، تاریخي هیواد او ولس د عظمت او لرغونتوب بیانوونکي دي.
کومه دموکراسي او جمهوریت چې د بهرنیو لښکرو په ملتیا راغلی و، په ځنو سیمو او څو تنو  په کې،  د ډالرو کڅوړې وریدلی او په ځنو سیمو او وګړو غټ غټ بمونه.
نو د جکړې او بی عدالتیو په داسی یوه جهنم کې به،  چې واک د جنګسالارانو، قومي ټیکدارانو د غیر دموکراتیکو تنظیمونو او سیاسي ډلو تر منځ ویشلی شوی وي،
دولتي شتمنۍ او ځمکي د فاسدو اشخاصو په منګولو کې وي، ټولنیز عدالت، د قانون حاکمیت او انصاف نه وي، زیاتره ولس جګړې ځپلې او بی وزلی وي، نو د حمهوریت پایښت او د دموکراسۍ تمثیل به په داسی شرایطو کې، څومره او تر کومه شونی وي.
همدارنګه په داسی یوه هیواد کې چې شپږ ګاونډیان یې په اقتصادي او ټولنیز حالت کې له د څخه مخ ته وي، دارنګه په هغو ټولو کې،  دا ډول جمهوریت، دموکراسي او د بیان ازادي نه وي، نو د دکتاتوریو په یوه داسی سپېره دښته کې به،  د دموکراسۍ یوه داسی شنه باغچه څرنګه  پایښت و مومي.
د لویدیځو پرمختللو هیوادونو د لسګونو کلونو د پخې او پرمختللی دموکراسۍ او جمهوریت،  داسی یو ماډل دی، یوه داسی هیواد ته راوړل شي، او د کټ مټ عملي کولو کوښښ دی یې وشي، چې د لسګونو کلونو راهیسي د جکړو او عقدو په لمبو کې سوزي. قومونه او قبیلی یې  لا له کلیوالي ژوند په ښاري صنعتي ژوند کې نه وي ویلي شوي، معاصر ملت چې په اصل کې د پانګوالۍ دنظام او صنعتي پرمختیا زیږنده ده ، په نوی بڼه نوي پړاو ته نه وي رسیدلی، نو په داسی یوه هیواد کې به د د موکراسۍ د نیالګي کرل او ورځنی په بیړه د میوی تمه لرل څومره اسانه وي.
بل دا چې ، د دموکراسۍ او جمهوریت بنسټ سیاسي ګوندونه جوړوي.  داسي ګوندونه چې مشران یې میراثي او زورواکي نه وي، رهبرۍ یې پر دموکراتیکو اصولو، کړنلارو او هدفونو ولاړی وي،  تشکیلاتي جوړښتونه یې انتخابي وي او په دموکراتیکو اصولو ولاړ وي.
ایدیالوژیک او سرتاسري بنسټونه ولري، او د خپلو غړو او وګړو ازادو نظریاتو ته ژمن وي. خو موږ ولیدل چې زموږ په جمهوریت او دموکراسۍ کې داسي سراسري ګوندونه چې د یادو شویو اصولو لرونکي وي اصلا نه وو.
موږ ولیدل جې د حامد کرزي په دیارلس کلن جمهوریت او دموکراسۍ کې وزیران او لوړپوړی اشخاص د جنګسالارو کورنیو، تنظیمونو او شخصی ډلو پوری تړلی اشخاص و.
هغه په څوارلسو کلونو کې ونه توانید چې د بلخ یو  واکمن تبدیل کړای شي.
داسی بیلګي په ډیرو برخو کې تر پایه لیدل کیدلی.
داکتر اشرف غنی هم په دواړو دورو کې د بل سیال له مخالفت او نه مننی سره مخ شو. دوه سری حکومت او دوه سری دموکراسي ورترغاړی شوه.
خپله یې هم کوم پوخ سیاسي سراسري ګوند نه درلود، چې وړ،  ازمایل شوي او پاک کسان په کې تثبیت شوي وي، ورته معلوم وي چې بیا یې د حکومتي ادارو د مسؤلینو په توګه وګماري.
نو ځکه د هغه ګمارنی هم زیاتره تصادفي، د یوه ساعت یا یوی ورځي په پیژندګلوۍ، یا د  نورو په ذوقي او سلیقوي  پیژندگلوۍ او یا د هغوی د کاغذي طرحو له مخي کیدلی.
  که څه هم داکتر اشرف غني کوښښ وکړ،  چې ځوان ماهر او متخصص قشر ته په لوړو پوستونو کې د کار زمینه برابره کړي،  اداري بنسټونه د زورواکو او جنګسالارانو له منګولو وژغوري،  پر اصولو او سستماتیکو کړنو تمرکز وکړي، خو له دی امله چې دولت یې نمايې د خپل سیال په واک کې و او اداري په فساد ککړی وي،  نو دی موخي ته ونه رسید.
په تیره بیا په دی وروستیو کې اړ شو چې،  پر پخوانیو جنکسالارانو او د تنظیمونو پر مشرانو لا ډیره تکیه وکړي، ځکه چې د بهرنیانو له وتلو سره جګړی زور اخیسته، او فکر یې کاوه چې د پخوانیو جنګسالارانو ملاتړ به مخالفین له ماتی سره مخ کړي.
پورتنیو ټکو ته په اشاري ویلای شو چې، جمهوریت او دموکراسي ډیر ښه سیاسي اصطلاحات او د پرمختللو ټولنو او با ثباته هیوادونو سیاسي نظامونه دي.
په پرمختللو هیوادونو کې جمهوریتونه او دموکراسۍ لسګونه کلونه تجربه شوی دي،  پرمخ تللي او پخې شویدي.
په افغانستان کې هم د یوې سرتاسري،  عادلی دولتي واکمنۍ په شتون کې، چې له زورواکو، مفسدینو او جنکسالارانو پاکه وي، سراسري سوله ټینګه وي، سیاسي ګوندونه، ټولنیز او مدنی سازمانونه د پردیو له استخباراتو، مالي بسپنو، ملاتړ او لاسوهنو پاک وي، نو د رښتینې دموکراسۍ او جمهوریت ټینګښت عملي او شونی دی.
خو کله چې د یوی دموکراسۍ او جمهوریت ستنی په ټوپک سالارو، زورواکو، غلو او یو شمیر فاسدو چارواکو ولاړی وي، زیاتره سیمي هم نا امنه او تر جګړی لاندی وي، وګړي هم د نالوستۍ او د اقتصادۍ کمزورۍ له امله ازاده پریکړه نه شي کولای، د بیان د ازادۍ په نوم د نورو هیوادونو جاسوسان، د ملي او تاریخي ویاړونو سپکاوي کوي او د بیلتونپالنی او نفاق تخم شیندي، نو په داسی شرایطو او حالاتو کې  رښتینی جمهوریت او دموکراسي هیڅکله هم ټینګښت نه شي موندلای او ګټوره هم نه وي.
اوس چې حمهوریت ړنګ شو او مصنوعي دموکراسۍ هم کډه وکړه، نو  په کار ده چې اوسنۍ واکمني، په هیواد کې له دې سراسري اوسني نسبي امنیت سمه ګټه واخلي، هر افغان وګړي ته د عدالت، مصؤنیت او امنیت ډاډ ورکړي او دیوه رښتینې ولسواک نظام جوړولو ته چې،  له وطني ملي دودیزو ولسواکو بنسټونو سره همغاړی وي ، ګام په ګام زمینه برابره کړي.
په تیرو څلویښتو کلونو کې موږ دوو توپانونو ولړزولو. دوو سترو پوځي، سیاسي، اقتصادي او سره دښمنو بلاکونو په افغانستان کې سړه او توده جګړه وکړه. ځنو مکارو، شریرو او مضرو ګاونډیانو مو له خوږي کوتې ونیولو،  خپلو سیاسي، اقتصادي او کلتوري یرغلونو ته یې دوام ورکړ او ټولو ملي اسلامي ارزښتونو ته مو تاوان ورسید.
د شهید سردارداوود خان له واکمنۍ راوروسته افغان ولس د جګړو، سیاسي بیثباتیو او د بهرنیو استخباراتي کړیو د خیرنو اهدافو په لومو کې ښکیل دی. اوږدی جګړې، کډوالۍ او بیوزلۍ مو په برخه دي.
نور مو  خاوره، اوبه او هوا د باروتو بوی کوي، او په بمونو او توپونو زهرجنه شوی ده.
د بیوزلي او غله شتمن تر منځ د ژوندانه د سطحي اقتصادي واټن هم لکه ځمکه او اسمان دومره زیات شوی دی.
نو له لسګونو کلونو جګړو او بدمرغیو وروسته، ددی وخت رارسیدلی چې،  د ګاونډیو او نړیوالو انساني ټولیز وجدان هم ټکان وخوري، راویښ شي، خپلې ناوړي لاسوهنې بندی کړي.  افغان  ولس د سولي، آرامۍ او ثبات ساه کښلو ته پریږدي او ورسره رښتینې مرسته وکړي.
تر څو د یوه داسي خپلواکه مرکزي نظام ټینګټ ته لاره هواره شي چې، ټول ګاونډیان او نور نړیوال هیوادونه ورسره مرستندویان اوسي، د جګړې ټپونه ورغوي، له ګاونډیو او نړیوالو سره د خپلو ګټو پر بنسټ، پر متقابل درناوي ولاړی، ناپییلي او متوازنې اړیکي ټینګې کړي.
په اوسنۍ نړۍ کې دیکتاتوري نظامونه هم د دولتونو غوره ډولونه نه دي او تر ډیره  پایښت نه شي موندلای، نو په کار ده چې، زموږ په هیواد کې هم داسي ولسواکۍ،  سیاسي پلورالیزم او رنګارنګیو ته لاره هواره شي، چې سیاستوال یې ملي ګټو، ټولنیز عدالت،  بشري حقوقو، د ولس یووالي او سوکالۍ ته ژمن وي. د یوه خپلواک او یوموټي افغانستان جوړولو او د تلپاتې سراسري سولې ټینګولو ته رښتینې کار وکړي.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ